امونیم نایټرېټ څه شی او څومره خطرناک دي؟

K
Ketabton
Author
Aug 08, 2020
5 years ago
3,652 views
امونیم نایټرېټ څه شی او څومره خطرناک دي؟

امونیم نایټرېټ سپین، ښیښه یي غوندې کلک مواد دي چې په لویه صنعتي کچه جوړېږي. تر ټولو ډېر په کیمیاوي سره کې د نایتروجن سرچینې په توګه کارول کېږي، خو د دې ترڅنګ په کان کیندنه کې د چاودېدونکو موادو کار ترې اخیستل کېږي.
امونیم نایټرېټ په ټوله نړۍ کې موندل کېږي او قیمت یې هم نسبتاً ټیټ دی. خو ساتنه یې ستونزمنه ده، او په تېر کې د یو شمېر صنعتي پېښو لامل همدا مواد بلل شوي.


امونیم نایترېت څومره خطرناک دی؟
د لندن یونیورسټي کالج د کیمیا پروفیسر اندریا سېللا وايي، که امونیم نایترېت یوازې وي کابو کول یې خوندي دي، خو که ډېر مقدار یې د اوږدې مودې له پاره چېرې پراته وي، په ورستېدو پیل کوي.
پروفیسر سېللا وايي، ستونزه دا ده چې د وخت په تېرېدو سره سوکه سوکه نم کش کوي او بالاخره په یوې لویې ډبرې بدلېږي. دی وایي، له دې سره لا ډېر خطرناکه کېږي، ځکه که په شدت وښورېږي نو کیمیاوي غبرګون يې ډېر ځواکمن وي.
پخواني استخباراتي افسر فېلېپ ینګرم بي بي سي ته وویل، څومره چې ډېر پاتې شي په نورو موادو لکه تېل ککړېږي.
ښاغلي ینګرم زیاته کړه، که داسې وشي نو یوه سپرغۍ یا د حرارت کوم ډول سرچینه کولی شي په کیمیاوي موادو کې د غبرګون لامل شي.
ده وویل، ايمونیم نایټرېټ خپل تودوخه تولیدوي او یوځل چې پیل شو، تولیدولو ته ادامه ورکوي او د وخت په تېرېدو سره پراخېږي. همدا بیا کولی شي د داسې زړه بوږنوونکې چاودنې لامل شي چې په بېروت کې مو ولیدله.
کله چې امونیم نایټرېټ چوّي، کېدای شي د نایتروجن اوکساید او امونیا ګازو په ګډون زهري ګازونه ایله کړي.
په لوګي کې نارنجي رنګی ګاز د نایتروجن دایکساید له کبله وي چې، ډېری مهال د هوا له ککړتیا سره هم تړلی وي.
د پروفیسر سېللا په وینا، که هوا ونه چلېږي چې لوګی له ځانه سره یوسي نو شاوخوا خلکو ته د کیمیاوي دود زیان رسېږي.


آیا په بمونو کې کارېږي؟

له داسې ځواکمنې چاودنې سره چې امونیم نایټرېټ یې کوي، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پوځیانو د چاودېدونکو موادو کار ترې اخیستی.
په څو ترهګریزو بریدونو کې هم ترې کار اخیستل شوی. د بېلګې په توګه په ۱۹۹۵ کال کې د امریکا د اوکلاهوما ښار برید کې، د تېموتي مکفْې په نامه کس د بم جوړولو له پاره دوه ټنه امونیم نایترېت کارولي ول. دې چاودنې د امریکا فدرالي ودانۍ ټوله ونړوله او ۱۶۸ کسان یې ووژل.
په ۱۹۲۱ کال کې نژدې ۴۵۰۰ ټنه امونیم نایټرېټ د جرمني اوپاو کې په یوه بټۍ کې وچاودېدل چې تر ۵۰۰ ډېر کسان یې ووژل.
او تر ټولو وروستۍ پېښه په چین کې وه چې په ۲۰۱۵ کال کې، د امونیم نایټرېټ او نورو کیمیاوي موادو له چاودنې د چین شمال، تیانجن بندر کې ۱۷۳ کسان ووژل شول.

Related Articles

Oct 10, 2023
1,205 views

ودانیو جوړولو لپاره د خاورې د ازمایښتونو ډولونه

د ودانیو جوړولو لپاره د خاورې د ازمایښتونو ډولونه . Types of Soil Tests for Building Constructionد ودانیو جوړولو په کارونو کې  د خاورې د ازمایښتونو ډولونه د خاورې په خواصو پورې اړه لري.د تهداب ډیزاین د ساختماني ساحې د خاورې د ازمایښت د راپور پراساس ت...

Jun 04, 2023
1,924 views

څنګه او کومه دنده باید انتخاب کړۍ؟

څنګه او کومه دنده باید انتخاب کړۍ؟ زمونږ  د اکثریتو ځوانانو یو ستونزه دا ده چې نه پوهیږي څه وکړيمثلاً: د اقتصاد پوهنځی څخه فارغ شوی ځوان مو په دی نه پوهیږي چې کوم بخش کې تخصص لري او د کومی وظیفی لپاره اپلایی وکړي. ډیری د پوهنتون فارغان مو په دی نه پو...

May 07, 2021
5,822 views

*اُتمــان خـيل قبیلے کا ارتقائی سفر*

*Evolutionary journey of utmanـkhel Tribe**تحریر و تحقیق !! طارق اتمان خیــل دیر**روزنامه چاند* " *پیر 15 مارچ 2021**مہمان کالم*تــاریخ اقوام کی عروج و زوال، اختیار و اقتدار، کامیابیوں ناکامیوں، رسموں و رواجوں، کا آئینہ ھے. اقوام کی ابتدا کا پتہ لگان...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,680 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,991 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...