د مطالعې لپاره کتاب څنګه وټاکو!؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 12, 2021
4 years ago
2,905 views
د مطالعې لپاره کتاب څنګه وټاکو!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

مطالعه زموږ او ستاسو د فکري ودې او پرمختګ لپاره خورا اړین بلل کېږي. په دې معنا چې موږ څومره ډېره مطالعه کوو، هومره ډېر به پوهېږو. د ګټورې مطالعې په برکت زموږ او ستاسو په رفتار، کړنو، خبرو او فکر کې فوق العاده مثبت بدلون راتللای شي. مګر ځينې خلک نه پوهېږي، چې د مطالعې لپاره کوم کتاب وټاکي او کومې لارښوونې په پام کې ونیسي؟ همدې ستونزې ته په کتو مو دا لیکنه چمتو کړې ده، چې له تاسو سره ډېره مرسته کولای شي.

 

د مطالعې لپاره د کتاب ټاکل

که کتابپلورنځي ته لاړ شئ او د کتابونو ښکلي عنوانه او پوښونه ووینئ؛ نو حتما به د ډېرو کتابونو اخیستلو ته لېواله شئ. که څه هم ټول کتابونه مهم دي؛ خو په هر کتاب باید پیسې ور نه کړئ او دا لارښوونې ځکه مهمې دي چې تاسو د کتاب له اخیستلو وروسته پښېمانتیا څخه ژغوري. نو همدا لارښوونې تل په پام کې ونیسئ. 

 

لومړی| ځينې کتابونه مه پېرئ

دا په دې معنا نه ده، چې کتابونه ارزښتمن نه دي؛ خو په دې معنا حتما ده، چې تاسو دې له بېځايه اصراف څخه وژغورل شئ. که د کوم کتاب د لوستلو اراده لرئ؛ نو لومړی یې له خپلو ملګرو وپوښتئ که له هغوی سره وي نو د امانت په شکل ترې واخلئ او له مطالعې وروسته یې بيرته وسپارئ. یا هم کولای شئ د پوهنتون، پوهنځي او یا له عامه کتابخانې څخه د لنډې مودې لپاره ترلاسه کړئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو له اصراف څخه ژغورل کېږئ او د کتاب له محتوا څخه به ګټه واخلئ. 

 

دویم| د کتاب په اړه له وړاندې معلومات وکړئ

که هر کله د کوم کتاب سپارښتنه درته وشي نو لومړی یې پر محتوا ځان پوه کړئ. ممکن یاد کتاب د سپارښت کوونکي په ذوق برابر وي او تاسو ترې هېڅ خوند وا نخلئ. که همداسې وشول نو ممکن ورو ـ ورو مو له مطالعې زړه تور شي.

همدارنګه که پر انټرنیټ، فیسبوک او ... د کوم کتاب نوم لولئ/اورئ نو لومړی له داسې کسانو پوښتنه وکړئ چې یاد کتاب یې لوستلای وي. له هغوی یې د تاثر او محتوا په اړه پوښتنه وکړئ او وروسته یې د پېرلو ـ نه پېرلو پرېکړه وکړئ. 

 

درېيم| پر خپل مسلک برلاسي شئ

موږ پخپل علمي ژوند کې مطالعه پر دوو ډولونو وېشلای شو یوه یې مسلکي او بله یې عمومي مطالعه ده. له مسکلي مطالعې څخه موخه دا ده، چې ستاسو د مسلک اړوند وي. مثلا د انجینرۍ پوهنځي محصل د انجینرۍ، ادیب د ادبیاتو او د بل هر پوهنځي محصل د خپل مسلک اړوند کتابونه ولولي. دا مطالعه ځکه مهمه ده، چې تاسو د همدې برخې متخصص یئ او ټولنه درڅخه همدا تمه لري. همدارنګه دا مطالعه د دندو په پیدا کولو او په وظیفه کې د پرمختګ په برخه کې خورا ګټور تمامېږي. نو وړاندې له دې چې عمومي مطالعه پیل کړئ، لومړی پر خپل مسلک برلاسي شئ.

 

څلورم| د کتاب فهرست وګورئ 

په کتابپلورنځي کې هېڅکله د کتاب نوم او پوښ ته په کتلو سره د اخیستلو پرېکړه مه کوئ. د ځينو کتابونو نوم یو وي او محتوا یې بدله وي. نو په دې توګه به له اصراف څخه وژغورل شئ. کله ناکله کېدای شي د فهرست یوازې څو عنوانه ستاسو خوښ شي. په دې حال کې هم کتاب مه اخلئ، هملته یې ولولئ؛ خو که د فهرست +۵۰% عنوانونه ستاسو په ذوق برابر و، کتاب وپېرئ او ویې لولئ.

 

پنځم| څو پاڼې یې ولولئ!

دا خبره ځکه مهمه ده، چې ځينې کتابونه ښه نوم، عناوین او فهرست لري؛ مګر محتوا یې ښه نه وي او یا هم لیکوال نه یې توانېدلی چې مفهوم سم وړاندې کړي. نو که څو پاڼې ولولئ پوهېدای شئ، چې کتاب ستاسو قناعت حاصلولای شي او که نا. مه وېرېږئ! کتابپلورنځی امن ځای. د څو پاڼو په لوستلو مو هېڅوک له دوکان څخه نه وباسي.

Related Articles

Nov 11, 2023
1,590 views

د سیخانو پیوند یا اورلف په ساختمان کی

په بیم او پایو کې د سیخانو Lapping  ټولې د سیخ جوړولو کمپنۍ د ACI کوډ مطابق په طولي ډول  د سیخانو طول له 12m څخه نه اضافه کوي، چې معیاري اوږدوالی یې 11.75 متره دی،  کله کله داسې ضرورت پیداکیږي چې دوه سیخان یو له بله سره پیوند (Over Lap) کړو، نو ددغ...

Jul 03, 2022
4,538 views

Essay Organization

Essay writting is often organized according to the Introduction - Body - Conclusion (IBC) pattern. Each part of the essay has specific functions that serve important purposes.   The Inroduction Gets the readers interest States the topic States...

Oct 11, 2023
1,279 views

ولی لوبی بایلو؟

دوستانو لطفا ليکنه ترپايه وواياستدا خبری او معلومات زه له ځانه نه شريکوم. دا معلومات ما د ډيرو لوبو له کتلو وروسته او د مهمو کرکټرانو له خبرو اوريدو وروسته درسره شريکوم.هيله ده ليکنه ترپايه وواياست او شريکه يې کړی ترڅو کرکيټ بورډ ته ورسيږي شايد دا مع...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,688 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,131 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,996 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...