To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,483
د انار دپوستکي روغتیایي ګټې

د انار دپوستکي روغتیایي ګټې

لیکنه: شکېبا نادري،  د انار د  پوستکي روغتیایي ګټې

 

انار هغه مېوه ده چې د مني په موسم کې پخېږي د مني پر مهال دا مېوه زموږ د ګران هېواد افغانستان په هر ولایت کې په ځانګړي توګه په کندهار او جلال اباد ولایتونو کې ډېره پیدا کېږي، چې هر څوک یې په اسانۍ او ارزانه بیه تر لاسه کولای شي، له بده مرغه چې ډېری خلک د انار پوستکی لرې غورځوي، خو که یې له روغتیایي ګټو خبر شئ، نو هېڅکله به دا کړنه تر سره نه کړئ.

موږ په نننۍ لیکنه کې د انارو د پوستکو په اړه تاسو ته معلومات در کوو هیله ده چې لیکنه تر پایله ولولئ!

 

۱. د ستوني د درد د درملنې لپاره

 د ستوني درد هغه ناروغي ده چې ډېری کسان پرې اخته کېږي، که تاسو هم همدا ناروغي لرئ تر ټولو اسانه او کورنۍ درملنه یې د انار پوستکی دی، د انار پوستکی په لږو اوبو کې واچوئ او جوش یې کړئ، په ورځ کې یې درې ځلې غړغړه کړئ ډېر ژر به مو د ستوني درد جوړ شي.

 

۲. د شکر د ټپ د درملنې لپاره

شکر هغه ناروغي ده چې ټپ یې په اسانۍ نه جوړېږي، خو د دغه ټپ د جوړېدو تر ټولو غوره لار د انار له  پوستکي څخه ګټه اخیستل دي، لومړی د انار پوستکی وچ کړئ، وټکوئ او بیا یې په ټپ واچوئ ډېر ژر به مو ټپ جوړ شي.

 

۳. د اسهال د درملنې لپاره

اسهال هغه ناروغي ده چې په لږ وخت کې ناروغ کس ډېر کمزوری کوي، ځکه چې ناروغ په چټکۍ سره د خپل بدن اوبه له لاسه ورکوي، نو هر څومره ژر چې کېږي باید مخه یې ونیسو، تر ټولو اسانه لار یې د انار پوستکی دی، لومړی د انار پوستکی جوش کړئ او بیا یې اوبه وڅښئ، نو ډېر ژر به جوړ شئ.

 

۴. د پوستکي د ښکلا او نرم والي لپاره

د انار پوستکی وټکوئ پوډر یې له  کریم یا واسیلین سره ګډ کړئ او هره ورځ ترې ګټه واخلئ، په ورځ کې یو ځل مو مخ او لاسونه پرې غوړ کړئ او وروسته له لسو دقیقو یې ووینځئ، د دې کړنې په تر سره کولو سره به مو پوستکی نرم او ښایسته شي.

 

۵. د غاښ د درد د درملنې لپاره

د غاښ درد هم هغه ناروغي ده چې د درد زغمل یې ستونزمن کار دی تر ټولو اسانه لار یې دا ده چې پرې د انار پوستکی واچوئ، د انار پوستکی لومړی وچ کړی، وروسته یې وټکوئ او په هغه غاښ چې درد کوي دا د انار د پوستکي پوډر واچوئ.

 

۶. د خولې د ټپ د درملنې لپاره

د ډېری کسانو په خولې کې یو ډول سپینې پولی د ټپ په بڼه پیدا کېږي چې ډېر درد او سوی لري که تاسو هم دا ناروغي لرئ د انار له پوستکي څخه ګټه واخلئ، لومړی د انار پوستکی جوش کړئ، دوه یا درې ځله مو په ورځ کې خوله پرې ووینځئ.

سربېره پردې د انار پوستکی ګڼ شمېر نورې روغتیایي ګټې هم لري، چې د ټولو یادونه دلته ناشونی کار دی.

Related Articles

هټلر ولې يهودان وژل؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی تاسو به په ښوونځي، پوهنتون او یا هم د نورو له خولې د هټلر نوم او د یهودانو د وژلو کیسې اورېدلي وي. خو په دې به په نه پوهېدئ، چې هټلر ولې یهوادن وژل؟ ددې لیکنې په دوام کې به د هټلر په اړه لاډېر پوه شئ.    هټلر څوک و؟ هټلر په اتریش کې ـ چې هغه وخت د مجارستان برخه وه ـ وزېږېد. په "۱۹۱۳م" کال کې جرمني ته وکوچېد او د لومړۍ نړېوال...

جغل او شګې په واسطه دخړو اوبو د فلټر ساختمان ډیزاین

د جغل او شګې په واسطه دخړو اوبو د فلټر ساختمان ډیزاین لیکنه:  انجینر سید سمیع الله نصرت خړې اوبه عبارت د هغه فضله اوبو څخه دی چې،د لاس مینځلو شاور او نورو څخه په لاس راځی یا په بل عبارت هغه اوبه ،چې غوړ ونه لری د خړو اوبو په نوم یادیږی.د خړو اوبو فلټر لپاره دوه طریقې موجودی:۱- افقی فلټر۲- عمودی فلټر۱- عمودی د فلټر طریقه د فضله اوبو د فلټر اسانه طری...

سقراط لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی پوهېږم چې تاسو به هم په ډېرو ځايونو کې د "سقراط" نوم اورېدلی وي. زموږ او ستاسو په ټولنه کې چې څوک ډېر هوښيار وي، وايو "فلانی خو ولا سم سقراط دی!". خو آیا تر اوسه پوهېدئ چې سقراط څوک دی؟ موږ هڅه کړې ده، چې تاسو ته په دې لیکنه کې د سقراط په اړه کافي معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به د نوموړي په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ....

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...