To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,476
د حرا غار

د حرا غار

لیکنه: شکېبا نادري، د حرا غار

 سعودي عربستان چې د اسلام د دین د سپېڅلو ځایونو مرکز یې بللای شو، دا هېواد د مسلمانانو لپاره یو با ارزښته هېواد دی په ځانکړي توګه په دې هېواد کې د مکې او مدینې ښارونه چې د اسلام د دین بنسټ پکې اېښودل شوی دی او د اسلام دین له همدې ځایونو څخه پیل او د نړۍ تر ګوډ ګوډ پورې ورسېد موږ په تېرو لیکنو کې د اسلام د دین د ډېرو سپېڅلو ځایونو په اړه معلومات در کړل. په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته د حرا غره په اړه معلومات درکړو که غواړئ چې د حرا غره په اړه مو خپل معلومات زیات کړئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

د حرا د غار موقعیت

 

حرا غار چې د مکې معظمې په شمال ختیځ کې د ثبیر غره ته مخامخ موقعیت لري، هغه غر دی چې په لومړي ځل په همدې ځای کې پر حضرت محمد ﷺ وحې شوې وه.

 

 د حرا غار د شهرت لامل 

دا غار ځکه دومره مشهور دی چې له بعثت څخه مخکې به حضرت محمد ﷺ هر کال په یوازې توګه د یو څه مودې لپاره په همدې غار کې عبادت کاوه سربېره پردې حضرت مُحَمَّد ﷺ د لومړي ځل لپاره په همدې ځای کې په پیغمبرۍ معبوث شو، د حرا غار چې د مکې په څلور تر شپږو کیلو مېټرۍ کې موقعیت لري، څېړونکي وایي چي دا غر د عرفات او طایف غرونو سره ګډه پوله لري، د حرا غر د غره له څوکې څخه پنځوس مېټره ښکته موقعيت لري او پینځه کسان پکې ځایدلای شي. 

د دې غار د حیرانتیا یوه نښه دا ده چې وروستۍ برخه یې د الحرام جومات یا مکې خواته ده او مخ یې د بیت المقدس خواته دی، د دې غار خوله یا دروازه داسې جوړښت لري چې یو متوسط ونه لرونکی کس پکې دننه کېدلای شي، د حرا غار دننه د سهار له لمر ختلو څخه د مازدیګر تر لمر لوېدو پورې بشپړ لمر لري. 

ځینې څېړونکي د حرا غار د ثور له غره (هغه غر چې حضرت مُحَمَّد ﷺ د هجرت پر مهال پناه وروړې وه) سره غلطوي، خو دا دوه غرونو له یو بل څخه بېخي بېل دي، داسې هم ویل کېږي چې ادم (ع) د لومړي ځل لپاره کعبه شریفه له پینځو غرونو څخه جوړه کړې وه چې له دې غرونو څخه یو هم د حرا غر دی. 

دا غار د جاهلیت پر مهال هم د درناوي وړ و او د هغه مهال په ډېری شعرونو کې له دغه غره څخه یادونه شوې ده لکه، د عوف بن احوص، ابي طالب(د حضرت مُحَمَّد ﷺ د کاکا) او داسې نورو شاعرانو په شعرونو کې ورڅخه یادونه شوې ده. 

لومړی کس چې په حرا غار کې  اعتکاف ته کېناست عبدالمطلب د حضرت مُحَمَّد ﷺ نیکه و، په حرا غره کې د حضرت مُحَمَّد ﷺ معجزه هغه وه چې حرا غار د ده پر امر حرکت وکړ او بېرته د ده پر امر په خپل ځای ودرېد.

 حرا غر د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره یو ځانګړی او پاک ځای دی ټول حاجیان یې لیدو ته ورځي او هلته دعاګانې کوي، ځکه چې زموږ د خوږ پیغمبر حضرت مُحَمَّد ﷺ د دعا او عبادت ځای همدا غار و، تل به یې په همدې ځای کې عبادت کاوه. په ځانګړي توګه د روژې په میاشت کې به یې خپل ډېر وخت په همدې غار کې د اللهﷻ په عبادت تېراوه.

Related Articles

اهداف څنګه وټاکو؟

مشهور کمیډین چارلي چاپلېن به ویل:«که بې هدفه لهٔ خوبه راپاڅېدې، ښه دا ده چې بیا ویده شې!»دا چې اهداف تر لاسه کول دومره مهم دي، نو ولې یې پهٔ تر لاسه کولو کې پاتې راځو؟د دې لپاره به ساده ځواب دا وي، چې مونږ د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره منظم پلان نهٔ لرو.دلته ځینې هغه لارې- چارې زده کوو، چې د اهدافو د ټاکلو او تر لاسه کولو لپاره اړینې دي: ۱- د هغو...

آیا زړه ماتېدل رښتیا دي؟

آیا زړه ماتېدنه رښتیا ده؟ له پخوا راهیسې کله چې څوک له کومې پېښې غمګینه او خفه کېدِه وېل کېدل به زړه یې مات شوی ده. پخوا کېدای شي داسې ګمان مو کاوه چې زړه ماتېدل یوازې هسې یوه خبره ده. خو په حېرانتېا سره زړه ماتېدل (زړه ماتېدنه) رښتیا دي.    د مات شوي زړه نښې نښانې؟ زړه ماتېدنه یوه لنډمهاله د زړه ناروغي ده چې کېدای شي له ډیر زیات روحي فشار (اسټ...

ترکیه لا ډېره وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی د نړۍ ځينو هېوادونو په ورستيو لسیزو کې بې ساری پرمختګ کړی دی. یو له دغو هېوادونو څخه ترکیه ده. تاسو به د لیکنې تر پایه د ترکیې هېواد په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړئ.   ترکیه ترکیه هغه هېواد دی، چې په لږه برخه یې په اروپا او ډېره برخه یې په آسیا کې موقعیت لري. باید ووایو، چې دترکیه ډېره کمه برخه په بالکان* (*د اروپا په جنو...

Recommended Articles

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...