د بوډا سړي کیسه

A
Arsalan
Author
Nov 13, 2021
4 years ago
2,614 views
د بوډا سړي کیسه

یو بوډا (زوړ) سړی وو، چې د هرې ورځې په پای کې له خپلو دردونو او سختېو څخه په نالښت کې وو،،،

یو ملګري یې ورڅخه پوښتنه وکړه: دا ټول دردونه څه دي؟ چې ورڅخه په رنځ کې یې؟؟

بوډا سړي وویل:

دوه باښې (بازَ) لرم چې باید رام (آرامه) یې کړم!

دوه سُویه (خرګوشَ) هم لرم چې باید پام وکړم بیرون (بهر) لاړ نشي!

دوه عقابَ هم لرم چې باید هغو ته لارښوونه او روزنه یې وکړم!

یو مار هم لرم چې هغه مې په بندخونه کې ساتلی ده!

یو زمری هم لرم چې تل هغه باید په اوسپنیزه کپس (قفس) کې بند وساتم!!

یو ناروغ هم لرم چې باید ساتنه یې وکړم او په خدمت کې و اوسم...!!

سړي (ملګري) یې وویل: آیا له ماسره ټوکې کوې؟؟

آیا کیږي چې انسان دا ټول څاروي (حیوانات) سره یو ځای راټول کړي او ساتنه یې وکړي؟!!

بوډا سړي وویل: ټوکې نه کوم،

خو تریخ او دردونکی حقیقت (واقعیت) دی،،،

هغه دوه “باښې” زما سترګې دي،،،

چې باید د زیار او کوښښ سره له هغو ساتنه وکړم،،

هغه دوه “سُويه” (خرګوشَ) زما پښې دي، چې باید پام وکړم د ګناه پر لور لاړې نشي،

هغه دوه “عقابَ” هم زما لاسونه دي، چې هغو ته کار کول ور زده کړم تر څو خپل خرڅ او مصرف او د نورو اړو خلکو خرڅ او مصرف برابر کړم، 

او هغه “مار” زما ژبه ده، چې تل باید په بند کې یې وساتم تر څو بد او خراب کلام ور څخه را ونه ووځي،

او هغه “زمری” زما زړه دی، چې له هغه سره تل په جګړه کې یم تر څو د شر کارونه ور څخه ونشي،

او هغه “ناروغ” زما ځان او جسم (وجود) دی، چې هوښیارۍ، ساتنې او زما پوهې ته اړتیا لري،،، 

دا زما ورځنی کار دی چې داسې یې رنځ او غم کې اخته کړی یم او زما امن یې را څخه اخیستی دی...

 

ژباړه او ترتیب: عبدالرشید “صمد نجاب”  

له ټولو لوستونکو څخه مننه. 

Related Articles

Oct 19, 2021
4,515 views

دا کړنې مو د سترګو دید کمزوری کوي

ژباړه ـ ریاض مقامزی د انسان د بدن هر غړی د ځانګړي اهمیت او دندې درلودنکی وي. د سترګو په مرسته کولای شو چې نور خلک او اشیا ووینو. که چېرې د ساتنې په اړه یې بې غوره شو، لرې نه ده چې د لیدلو ځواک مو کمزوری شي او د شیانو له "نه لیدلو" یا "ضعیف لیدلو" به...

Mar 19, 2024
5,202 views

پښتو ژبه او املا

*بسم االله الرحمن الرحیم* *پښتو ژبه او املا*ليک      رفيق الوت”دا زما د واټسپ د لارې په املا څو خورې ورې خبرې دې چې يې دلته تاسو سره شريکوم“ ژبه په دوه ۲ قسمه ده چې يوې ته په انګريزۍ کښې لېنګوېج language او بلې ته ټنګ tongue وئېلے شي ـ ۱  ټنګ هغه د...

Sep 28, 2021
4,576 views

هک څه شی دی؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی کله چې د انټرنيټي امنیت خبره کېږي، ورسره سم د "هک" ګواښ هم زموږ ذهن ته راځي. په دې معنا چې انټرنیټي نړۍ هم لکه د ټولنيز ژوند په څېر له يو شمېر ګواښونو او ننګونو سره مخ ده. یو له دې ګواښونو څخه "Hack" بلل کېږي. موږ په دې لیکنه کې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...