To start downloading books

Please sign in or create an account.

Shamshad Zaheer 3 years ago 1,462
د سوځیدو درملنې لپاره اسانه کورنۍ نسخې

د سوځیدو درملنې لپاره اسانه کورنۍ نسخې

د بدن سوځیدل یو له سختو دردونو څخه ګڼل کیږي چې جدي او چټکې درملنې ته اړتیا لري، خو کله چې سوځېدل له خطره خالي او په ښکته درجه کې وي نو په لاندې کورنۍ لارو یې درملنه کولای شئ.
شات
شات بې شمېره روغتیایي ګټې لري خو د سوځېدو په مخنیوي کې هم د مرهم په ډول غوره ثابتیدلای شي، څيړنو ثابته کړې چې شات په خپل ذات کې ځانګړي مایع لري او د پوستکي په ساتلو کې مرسته کوي، همدا ډول د اکسایډ ضد په توګه هم کار کوي چې د حجرو په بیا رغولو کې مرسته کوي او د ټپ مخه نیسي.
د استعمال لاره
ددې لپاره په سوځېدلي ځای باندې شات واچوئ او په ململ یا په پاکه ټوټه یې وتړئ او لږ تر لږه تر درې ساعتونو یې پریږدئ، بیا یې لرې کړئ، د لا ښې نتیجې ورکولو لپاره دغه کار بیا تکرار کړئ.
د پيازو اوبه
ځینې سبزیجات په ځانګړي ډول پياز انتي بیوتک، اکساید ضد او د سلفر مرکبات لري چې سوځېدل او د هغه ځای سور کېدل کموي، پیاز د هغو ستونزو مخنیوی هم کوي چې له سوځېدو سمدلاسه وروسته رامنځته کیږي لکه پوستکی پوکاڼۍ کېدل یا داسې نور، همدا ډول پیاز د هغو باکتریاو مخنیوی کوي کوم چې د انفیکشن یا بلې ناروغۍ لامل کیږي.
د استعمال لاره
د پياز څخه د جوس ماشین یا بلې لارې په واسطه اوبه وباسئ او پر سوځېدلي ځای یې په ململ یا پاکه ټوټه واچوئ او تر څه مودې لپاره یې پریږدئ.
آلو
آلو یو له هغو خوړو څخه دی چې د پخلي استعمال یې ډیر دی، لامل یې په آلو کې په لوړه کچه غذایي مواد دي چې د بدن لپاره ګټه لري، خو خام آلو د سوځ په جوړښت کې هم مهم رول لري.
په آلو کې د اکسایډ ضد ماده شتون لري چې پوستکی په چټکۍ سره رغوي او هغه نښې چې د سوځېدو له کبله په پوستکي رامنځته کوي مخنیوی کوي، آلو په چټکۍ سره په درد کمولو کې هم مرسته کوي.
د استعمال لاره
ددې لپاره آلو څو برخې پرې کړئ او پر سوځېدلي ځای یې کیږدئ، تر شلو دقیقو یې پریږدئ او بیا هغه ځای په ډیرو اوبو پریمنځئ.
تور چای
تور چای د سوځېدو لپاره مثالي درملنه ده ځکه په دې کې شته مواد د سوځېدو تودوخه وباسي چې په پایله کې د درد مخنیوی کوي او د اغیزمن ځای خارښت کموي.
د استعمال لاره
ددې لپاره درې یا څلور کاشوغې تور چای راواخلئ او په یوه پیاله یخو اوبو کې یې ګډ کړئ بیا یې پر سوځېدلي ځای واچوئ او لږ تر لږه یې تر ۱۵ دقیقو پریږدئ، یا یې کولای شئ په ململ کې تاو کړئ او پر سوځېدلي ځای یې کیږدئ.
نوټ: په یاد ولرئ چې بالعکس پوهانو د ځینو کورني څیزونو په هکله د سوځېدو لپاره د نه استعمال خبرداری ورکړی، په دې کې د غاښونو کریم هم شامل دی چې د سوځ مخنیوي لپاره په سمدستي ډول عام کارول کیږي، پوهان وایي چې د غاښونو کریم د ګټې پرځای تاوان لري او د باکتریا رامنځته کېدو لامل ګرځي.
 

Related Articles

د اتوم بم کیلي له چاسره وي؟

وروسته له هغه چې روسیې پر یوکراین برید پیل کړ او د امریکا په ګډون یو شمیر هیوادونو د روسیې پر ضد د یوکراین د ملاتړ اعلان وکړ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په نا ببره توګه یې خپلو اتومي ځواکونو ته د تیارسي امر وکړ.   د جغرافیې له اړخه روسیه د نړۍ تر ټولو ستر هیواد  دی او یوکراین بیا په دې لیست کې ۴۵ نمبر دی، روس غواړي چې یوکراین د ناټو سازمان غړیت...

سلمپ ټيسټ Slump test

د سلمپ ټيسټ Slump testدغه ټيسټ د کانکرېټو د کاري وړتيا د معلومولو لپاره په کار وړل کيږي چې د دغې ټيسټ لپاره د يو نيم مخروطي لوښي څخه چې د قاعدې قطر يې 20cm د سر قطر يې 10cm او ارتفاع يې 30cm وي کار اخيستل کيږي . نوموړي نمونه په يو داسې ځای باندې کيږدو چې د اوبو د جذب قابليت و نه لري او نمونې ته تازه کانکرېټ په دريو طبقو کې اچوو چې هره طبقه د 16mm ښ...

څنګه کولای شم ګټوره مطالعه وکړم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی مطالعه د انسان په فکري روزنه کې رغنده رول لري. د مطالعې په مرسته زموږ پوهه زیاتېږي او پر مټ یې یو منطقي بحث کولای شو. دا او دې ورته ډېرې ګټې شته، چې د مطالعې په مرسته ترلاسه کېږي. مګر ځينې خلک نه پوهېږي، چې د ښې مطالعې لپاره باید کوم کارونه ترسره شي؟ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی. تاسو به د لیکنې تر پایه پر دې پوه شئ...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...