د خیټې وازګې او غوړ په نارینه او ښځینه دواړو کې په مساوي ډول رامنځته کیږي، پوهان وایي چې د خیټې وازګې د نورو په پرتله ډيرې سختې دي، نو څرنګه ترې ځان وژغورل شي؟
ځینې داسې لاملونه شته چې د خیټې لاندینۍ برخه کې د غوړ په زیاتولو کې ځانګړی رول لوبوي، دغه لاملونه په لاندې ډول دي:
ناسم خواړه چې په عام ډول د روغتیا لپاره زیانمن وي
فشار، چې په ورځني ډول ورسره مخ کیږو، او داسې نور..
د خیټې وازګې خطرونه یوازې دا نه دي چې د بدن ښکلا ورسره کمیږي، بلکې د شکر ناروغي، د وینې فشار لوړوالی او په میتابولیکي پروسه کې خنډ د خیټې وازګې زیاتوالي څخه رامنځته کیږي، نو ځکه ډاکټران سپارښتنه کوي چې باید ژر تر ژره له دې څخه ځان وژغورل شي.
دلته داسې پنځه خواړه وړاندې کوو چې د خیټې وازګې کمولو لپاره ترې باید ځانونه وژغورئ!
جوس
دا څرګنده ده چې په میوو جوس کې د شکر کچه خورا زیاته موندل کیږي، نو د جوس څښل باید محدود کړل شي. دلته ستونزه دا ده چې زیاتره وګړي په دې فکر دي چې جوس طبیعي او ویټامن سي لپاره ځانګړي خواړه دي، خو په دې هیڅوک نه دي پوه چې د همدغې میوې، جوس کولو پرمهال دا خپل نسجونه له لاسه ورکوي. پوهان وایي چې همداسې تازه میول خوړل بدن ته ددې ګټې په بشپړ ډول رسوي، خو کله چې دا جوس ته واوړي خپل نسجونه له لاسه ورکوي، د همدې لامله کیله، مالټه او مڼه باید د جوس پرځای همداسې وخوړل شي.
آیس کریم
د تودوخې درجې لوړوالي سره د آیس کریم شوق هم زیاتیږي، پوهان د آیس کریم لپاره مستې «یونانی مستې» چې په خوند کې دې سره یوځای دي، غوره بدیل بولي. په ځانګړي ډول کله چې په دغه مستو کې میوه یا بل څه ګډ شي خوند یې د آيس کریم په ډول شي، په دې کې لوړه کچه کلسیم شتون لري او د هاضمې سیستم په ښه کولو کې مرسته کوي، سربېره پر دې دغه مستې د موړوالي احساس درکوي چې له ډيرو خوړو مو ژغوري.
مساله دار چپس
په ځانګړي ډول بازاري یا مساله دار چیپس په عموم کې ناسم خواړه دي، لامل یې په دې کې د زیاتې کچې مالګې او د څارویو غوړ شتون دی، ددې لپاره له چارمغزو بل غوره بدیل نه موندل کیږي، ګڼ شمېر څیړنو ښودلې چې چارمغز د چاغوالي مخنیوي کې مرسته کوي، د خیټې غوړ له منځه وړي، او د بدن میتابولیکي سیستم هم غوره کوي.
سره غوښه
سره غوښه زیاته خوړل خامخا چاغوالی او روغتیايي ګواښ رامنځته کوي، دغه ډول غوښه د بدن غړو او عضلاتو شاوخوا ته د وازګو زیاتوالي لامل کیږي. ددې ښه بدیل د ماهي غوښې خوړل دي اګر که له غوړو ډکه هم وي، ځکه چې ماهي اومیګا ۳ اسیدونه لري، کوم چې د وینې په جریان کې مرسته کوي او د زړه ساتنه کې هم مهم رول لوبوي.
موسلي
موسلي یو ډول خواړه دي چې له وربشو، وچې او تازه میوو څخه جوړیږي، دغه خواړه په لوړه کچه شکر لري، موسلي په سباناري کې خوړل کیږي چې د خوړو سره سم په وینه کې د شکر کچه لوړوي، دغه راز انسان ته نور هم د لوږې احساس ورکوي، پوهان ددې ښه بدیل په سباناري کې هګۍ او ایوکادو چې د وربشو ډوډۍ سره وخوړل شي، بولي.
که د خیټې وازګو ختمول غواړئ دغه پنځه خواړه پریږدئ!
Related Articles
ژورنالیسم تقلبی - قسمت دوم
روزی چنانی که عرف است، به دفتر اتحادیه ی جدید رفتم که فکر کنم همچنان جواز نداشت. با ورود به تعمیر آن که در آپارتمان های «هوتل آریانا» در کوته ی سنگی واقع شده بود، متوجه شدم که مرحوم نجم الرحمن مواج در حال بی آب کردن «سه نقطه» است. او رویش را به من می...
د پیسو نړیوال صندوق
نړیوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق (IMF) دوه نړیوالې ادارې دي چې هیوادونو ته قرضه ورکوي، نړیوال بانک هغو هیوادونو ته قرضه ورکوي چې د هیواد اقتصاد مخ پر ودې روان وي او غواړي لا پرمختګ وکړي نو له نړیوال بانک قرض اخلي، هندوستان یې ښه مثال دی؛ دوی له نړی...
ذهني ستړیا څنګه له منځه یوسو؟
په انسان کې یو له سختو ناروغیو څخه هم ذهني ستړیا ده ځکه چې انسان په دې حالت کې د فکر کولو وړتیا له لاسه ورکوي او خپل احساسات له نورو سره نشي شریکولی. چې دغه حالت انسان په فزیکي ستړیا او په ځینو نورو ناروغیو اخته کولی شي.ذهني ستړیا ډیر لاملونه لري چې...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...