د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

K
Ketabton
Author
Aug 09, 2020
5 years ago
14,700 views
د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟
پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي.

په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه دلته لاندې یې موږ څو مثالونه وړاندې کوو…

— د امیندوارۍ پر مهال د پوستکي توروالی یا تور داغونه:
هغه مېرمنې چې د مورتوب خوند یې کتلی وي، کله چې مېرمنې حمل واخلي، نو په وجود کې یې ځینې داخلي او بیروني نښې نښانې راڅرګندېږي، چې باید نوې مور کېدونکي مېرمنې ورته وارخطا نشي. یو له دغو ظاهري نښو د مخ په پوستکي کې د تورو داغونو او لکو نښې نښانې دي، چې د ماشوم تر زېږولو وروسته په کراره بېرته ښې کېږي او د تشویش مسله نه ده، خو که په اوږد مهال کې ولیدل شوې، نو یو ځل حتمې له ډاکتر ته مشوره وکړئ.

— د لمر وړانګې:
قهوه یي رنګه توروالی چې د لاسونو تر شا، مخ او غاړه کې لیدل کېږي د لمر د وړانګو له امله رامینځته کیږي. د دې نښو نښانو د مخنیوي ښه لاره همدا ده چې که تاسو د لمر تر وړانګو لاندې کاروبار کوئ، نو داسې خوله او دستکشی وکاروئ، چې پوستکی مو د لمر له وړانګو خوندي وساتل شي.

— ځینې درمل هم د پوستکي د تورو داغونو سبب کیږي:
د “لیکن پلان” په نوم د پوستکي یو شمېر ناروغۍ د ځینو درملو د خوړلو له وجې رامنځته کېږي، خو په مشخص ډول دغه درمل نه دي ښودل شوي، بلکې شته ځینې درمل چې پوستکی ورسره حساسیت ښیي او له همدې وجې پرې تور داغونه جوړیږي او رابرسېره کېږي.

خو ځینې تورې نښې نښانې بیا یوازې داغونه نه، بلکې ناروغۍ هم وي، چې باید ورته په خپل وخت جدي پاملرنه وشي، د بېلګې په توګه د “ملانوما” په نوم د پوستکي توروالی د سرطان سرچینه وي.

— ارثي نښې نښانې:
شاید ځینې یې د محوه کولو څه فکر ونه لري، اما اکثریت بیا له دې ځوریږي او ډاکترانو ته مراجعه کوي، چې څنګه کېدلی شي د پوستکي هغه نښې نښانې هم له منځه یوسي، چې ارثي بلل کېږي.

په دې وروستیو کې په داسې لایزري شعاوو کار روان دی چې د ارثي نښو نښانو له منځه وړو کې مرسته کولی شي. اوسمهال په ډیرو پرمختللو هېوادونو کې دا امکانات شته دي، خو مصرف یې خورا زیات دی.

Related Articles

Oct 11, 2023
1,426 views

مهترلام تعمیراتی او محافظتی موادو پلورنځی

یو تجارتی اعلان د انجینر صیب شمشاد زهیر په اجازه مهترلام تعمیراتی او محافظتی موادو پلورنځی زمونږ د کارو بار کیټلاګ👇🏼Our Work #Catalogue#Mihtarlam #Security_materials. مهترلام بابا تعمیراتی او محافظتی موادو پلورنځیدلته تاسو هر رقم امریکایی سیم خا...

Mar 27, 2021
2,040 views

مداخله ی آَشکار

مداخله ی آَشکار مصطفی عمرزی شواهد زیادی ارائه شدند که جزو روشنگری های ما ثابت می ساختند تلقی بر اساس متکلم، چه قدر سیاسی شده است. به یاد داریم که هنگام حاکمیت پنج درصدی مسعود- ربانی در سقوی دوم، یک تیم تاجکستانی، عازم کابل می شوند و با موافقت حکومت...

Jan 02, 2021
3,199 views

پښتانه او ناسم تعبیرونه، څومره يې د پښتنو په شخصیتونو ناوړه تاثیر کړی؟

ولې پښتانه او په ټوله کې افغانان تل د بدبختیو او ناخوالو سره لاس او ګریوان دي؟ ولې مو د یو نسل نه بل نسل ته دا ناخوالې وغځېدې او نسلونه نسلونه مو په بدبختيو کې رالوى او ختم شول؟ ولې د نړۍ یو بل هیودا له داسې نه ختمیدونکي ناورین سره ندی مخ شوی؟ ایا دا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,685 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,995 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...