پريټي څوک ده؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 19, 2021
4 years ago
5,113 views
پريټي څوک ده؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د بالیووډ له مشهور ممثلینو څخه یوه هم پريټي ده. نوموړې په "۱۹۹۸ز" کال کې د فلمونو او تمثیل نړۍ ته مخ کړه او ډېر ژر یې ګڼ شمېر مینه وال پیدا کړل. پريټي له فلمونو ورهاخوا د کریکټ په ډګر کې هم فعالیتونه کوي، چې د هند په غوره لیګ کې د "کینګز ایلیون پنجاب" لوبډلې مالکه ده.

په هر حال؛ په دې لیکنه کې به مو د پريټي په اړه ګڼې نورې پوښتنې هم ځواب شي. د لیکنې تر پایه له موږ سره اوسئ.

 

پريټي څوک ده؟

نوموړې د هند د فلم جوړولو تر ټولو لویې ادارې "بالیووډ"  یوه نوموتې اداکاره ده، چې بشپړ نوم یې پريټي زینټا "Preity G Zinta" دی. نوموړې د "۱۹۷۵ز" کال د جنورۍ پر "۳۱" نېټه د هند هیماچال پردېش "Himachal Pradesh" ایالت په شیملې "Shimla" سیمه کې وزېږېدله. 

پلار یې "Durganand Zinta" د پوځ افسر و؛ خو له بده مرغه کله چې پريټي "۱۳" کلنه وه، پلار یې د یوې ترافیکي پېښې پر مهال ووژل شو. ددې پېښې له کبله یې مور هم سخته ذهني ضربه ولیده او دوه کاله یې په روغتون کې تېر کړل. په دې جریان کې پريټي په یواځې ځان د خپلو وروڼو ساتنه کوله. همدا سختې ورځې ددې سبب شوې، چې پريټي د ذهني بلوغ مرحلې ته ورسېږي او وروسته یې په ژوند کې خورا بریاوې په برخه شوې.

لومړنۍ زده کړې یې د "عیسی او مریم" په ښوونځي کې وکړئ او وروسته یې لوړې زده کړې د انګلېسي ادبیاتو او جنایي ارواپوهنې په برخو کې پای ته ورسولې.

وروسته بیا په "۱۹۹۸" کال کې یې د فلمونو نړۍ ته مخه کړه او د خپل استعداد او ښکلا له وجهې یې ډېر ژر محبوبیت پیدا کړ. تر اوسه یې د "شاهرخ خان، سلمان خان، امیر خان، ریتیک روشن" په څېر له مشهورو هندي اداکارانو سره یې په فلمونو کې برخه اخیستې ده.

په "۲۰۱۶ز" کال کې یې له امریکايي تجار "Gene Goodenough" سره واده وکړ او تر اوسه ګډ ژوند وي. اوس ـ اوس یې دوه جوړه اولادونه پیدا شوي، چې یوه یې نجلۍ او بل یې هلک دی.

 

    ځينې نور جالب ټکي

  • پريټي اوسمهال "۴۶" کاله عمر لري؛ خو لا هم که څوک یې فکر به وکړي، چې ځوانه نجلۍ ده.
  • پريټي لومړی د تبلیغاتي موډلې په توګه دنده کوله.
  • ویل کېږي شاندار امرهي به "پريټي" خپله لور بلله او د هغه له مړینې وروسته ورته "۶۰۰" میلیونه روپۍ په میراث کې پاتې شوې؛ خو پريټي وا نخیستې او بېوزلو ته یې وبخښلې.
  • د نوموړې شخصي شتمني شاوخوا "۳۰" میلیونه ډالر اټکل شوې.
  • هغه له فلمي نړۍ ورهاخوا د باسکيټبال مسلکي لوبغاړې هم ده.
  • پريټي بي.بي.سي ته هم څو لیکنې او مقالې ليکلي، چې خلکو ستایلي دي. البته په مقالو کې د هغو فلمونو په اړه نظریات دي، چې "B-Town" تولید کړي.
  • د نوموړې قد "۱۶۲" سانتي متره او وزن یې "۵۲" کیلو ګرامه دی.
  • د پريټي د سترګو رنګ یې روښانه قهوه يي دی.
  • که څه هم نوموړې هندوه ده؛ خو ویلي یې دي، چې له مسلمانانو سره هم علاقه لري.

Related Articles

Jun 02, 2023
905 views

رسنیو  ازادۍ څه ګټه لري؟

د رسنیو  ازادۍ څه ګټه لري؟  د موضوع معرفي د رسنیو ازادي د هرې ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه شمیرل کیږي. د ازادو رسنیو په چاپيريال کې روڼتيا، عمومي ګفتمان پياوړتيا او د حساب ورکونې روحيه پياوړې کېږي او په پايله کې ژورنالستانو او رسنیو ته واک په لاس ورځي...

May 17, 2021
1,783 views

در شهر كهنه

در شهر كهنه مصطفی عمرزی در تاريخ معاصر كابل، نخستن زيان هاي رسيده به اين شهر، از تجاوز انگليس ها، آغاز مي شود. انگليس هاي شكست خورده به اثر سازش و صحنه سازي با عمال خود، پس از  تلفات چهل هزار تن از سپاهيان امپراتوری آفتاب گرفته گی كه 16 هزار آنان،...

Mar 22, 2021
2,892 views

ځانمرګی برید څه حکم لري؟

ليکنه: مفتي عبدالولي د مسلمان په تکفير کې له حده زيات احتياط په کار دی! او بيا چې مسله هم منصوصي نه وي.  د نړۍ نږدې ټول ديني عالمان او د افتاء معتبرې ادارې ، لکه د سعودي عرب هيئة کبار العلماء، شيخ محمد العثيمين، شيخ ابن باز، شيخ صالح الفوزان، شيخ ع...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,687 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,996 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...