د مسکا/خندا جسمي او رواني ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 23, 2021
4 years ago
2,627 views
د مسکا/خندا جسمي او رواني ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

وايي هغه مجلس ډېر خوندور وي، چې په مسکا/خندا پیل شي او په همدې بڼه پای ته ورسېږي. شاید تاسو هم په همداسې ډېرو ناستو کې ګډون کړی وي او یا هم ډېری وخت به پر شونډو مسکا لرئ او فکر به کوئ، چې دا ستاسو یو عادي عادت دی او د ښه شخصیت نمایندګي مو کوي؛ مګر حقیقت بل ډول دی. هغه دا چې مسکا/خندا په ټولنه کې ستاسو د شخصیت د محبوبولو ترڅنګ ستاسو بدن ته نورې جسمي او روانې ګټې هم لري، چې په دې لیکنه کې پرې خبرې شوي دي.

 

د مسکا/خندا جسمي او رواني ګټې

ځينې روانپوهان (ارواپوهان) پر دې باور دي، چې د انسان د رواني سکون لپاره مسکا/خندا تر ټولو غوره درملنه ده. دوی وايي، مسکا/خندا د انسان په بدن کې د خوښۍ د پیدا کېدو سبب کېږي او یو خاص احساس/حالت تجربه کوي. همدارنګه د انسان مورال او روحیه پیاوړې کوي، چې په دې توګه د ناروغيو او ستونزو پر وړاندی منظم ځواک پیدا کوي او کولای شي له هر ډول سختو حالاتو بریالی ووځي. په هر حال؛ د مسکا/خندا له بې شمېره ګټو څخه یې ځینې دا دي.

 

لومړی| پر ستونزو مو برلاسی کوي

پر ستونزو برلاسی تر ډېره په قوي روحیې پورې تړاو لري او مسکا/خندا هغه څه دي، چې انسان ته د قوت او ځواک احساس ورکوي. که خپلې ټولنې ته وګورئ، مسکانه خلک تر نورو ډېر ځواکمن معلومېږي او پخپل ټولنیز ژوند کې تر هغو ډېر بریالي وي، چې پر ټنډو یي دولس بجې دي. نو که غواړئ قوي روحیه ولرئ، پر ستونزو برلاسي شئ او همېشه د پیاوړتیا احساس درسره وي؛ نو مسکا هېڅکله مه هېروئ.

 

دویم| له اظطراب او فشار څخه مو ژغوري

"اظطراب" او "فشار" دوه هغه رواني ستونزې دي، چې انسان ذهناً شکنجه کوي او د پرمختګ مخه یې په ډېر سخت ډول بندوي. هغوی چې له دې دوو ستونزو سره مخ وي، ګامونه یې د ناکامیو طرف ته درومي؛ نو که غواړئ له دې خطرناکو مشکلاتو په امان کې شئ هڅه وکړئ تل مسک اوسئ، لکه څنګه چې زموږ د مسلمانانو رهبر "محمد مصطفی (ص)" به همېشه مسک و.

 

درېيم| د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي

مسکا/خندا د اظطراب هورمونونه له منځه وړي او په مقابل کې د بدن د ایمني سيسټم سلولونو ته وده ورکوي. چې په پایله کې انسان د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت یو فوق العاده ځواک پیدا کوي او پر ناروغيو ژر نه اخته کېږي. مسکا مه هېروئ ترڅو ناروغي مو هېر/هېره کړي.

 

څلورم| د درد تسکین کوي

څېړنو ښودلې ده، چې خندا د اندورفین هورمون د ترشح کېدو سبب کېږي. په دې ډول انسان ته خوښي او ښه احساس ورکوي. همدارنګه په موقت ډول دردونو ته تسکین هم ورکوي. نو خندا/مسکا وکړئ ترڅو دردونه مو آرام وي.

 

پنځم| د زړه روغتيا او د وزن کمښت

په مسکا سره په رګونو کې د وینې جریان ښه والی پیدا کوي او په دې توګه مو د زړه روغتيا هم تضمینېږي. همدارنګه په ورځني ډول د ۱۰ او ۱۵ دقیقو ترمنځ خندل کولای شي څلوېښت کالوري انرژي وسوځوي او په دې توګه مو په کال له "۱" څخه تر دوو کیلو وزن کمېدای شي.

 

د خندا/ مسکا ځينې نورو رواني، جسمي او ټولنیزو ګټو ته په لنډ ډول داسې نغوته کوو:

  • د بدن د دفاعي ځواک پیاوړتیا
  • د اظطراب هورمون کمښت
  • د زړه له ناروغيو مخنیوی
  • ژوند ته د میلان پیدا کېدل
  • روحي سکون
  • ټولنیز محبوبیت
  • غوره ټولنیزې اړیکې

Related Articles

Jul 02, 2022
3,525 views

Polysemous Words in English

In all languages, some words have more than one meaning; technically they are called Polysemous words. Polysemous words have several numbered definitions in a dictionary. The following examples will help you extend your vocabulary by recognizing diff...

Jun 04, 2022
1,875 views

د پیسې ارزښت کمول، گټې، زیانونه او بېلگې

عبدالوافي نایبزی   د پیسې ارزښت راکمول یا Devaluation په عصري پولي سیاست کې هغه حالت ته ویل کېږي، چې یو حکومت په لوی لاس په‌خپله وغواړي چې د خپلې کرنسۍ ارزښت د طلا یا د خارجي اسعارو په وړاندې راکم کړي، عموماً هغه هېوادونه چې د صادراتو کچه يې نسبت وا...

Mar 04, 2022
1,731 views

د اناتول فرانس لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د فرانسې او نړۍ ادبیاتو په مطالعه کې د اناتول فرانس نوم هم ډېر بارز دی. پدې لیکنه کې د نوموړي پر ژوند او فن لنډې خبرې شوي دي.  ژوندليک د فرانسې هېواد دا نوبل جایزه ګټونکی لیکوال او متفکر (اناتول فرانس ـ Anatole France) د "۱۸۴۴ز...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,755 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,144 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,042 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...