پر خسرګنۍ د زوم د ګرانښت پینځه نښې!

i
imranghani
Author
Dec 14, 2021
4 years ago
3,218 views
پر خسرګنۍ د زوم د ګرانښت پینځه نښې!

لیکنه: شکېبا نادري

پر خسرګنۍ د زوم د ګرانښت پینځه نښې!

 

 

دا خو ښکاره خبره ده چې کله یوه نجلۍ واده وکړي او د یوې نوې کورنۍ غړې شي، نو په زړه کې یې په سلګونو پوښتنې پیدا کېږي، چې ایا دوی به له ما سره مینه لري او که نه؟

زه به له دوی سره خوشحاله وم او که نه؟

دوی به ښه خلک وي او که بد؟

د هلکانو په زړونو کې هم د خپلو خسرخېلو په اړه داسې او دې ته ورته پوښتنې پیدا کېږي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته پینځه هغه نښې څرګندوو چې په لیدو سره یې تاسو پوهېږئ چې  خسرخېل مو درسره مینه لري او که نه؟

که تاسو هم غواړئ پوه شئ چې ایا د خاوند او یا مېرمنې کورنۍ مو له تاسو سره مینه لري او که نه، نو زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. له تاسو څخه ډېرې پوښتنې کوي

کله چې یو څوک درسره مینه ولري او پرې ګران وئ، غواړي په اړه مو ډېر وپوهېږي او درنه ډېرې پوښتنې کوي که هغه مو د درس په اړه وي، که د شخصي ژوند او یا نورو شیان په اړه وي، خو غواړي ستاسو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي، دغه پوښتنې د خسرخېلو د ګرانښت او مینې په معنا دي او موخه یې دا ده چې ښه مو وپېژني.

 

۲. ډېره پاملرنه درته کوي

کله چې تاسو پر خپلو خبرو بوخت وئ او خبرې کوئ، هغوی درته په ډېر غور سره غوږ نیولی وي او درته ګوري او ټوله پاملرنه یې ستاسو خواته وي دا پاملرنه هم د خسرخېلو د ګرانښت له نښو څخه ده.

 

۳. د پاتې کېدو غوښتنه درڅخه کوي

کله چې یو هلک او یا هغه نجلۍ چې له خپلو خسرخېلو څخه بېل ژوند کوي، د خپلو خسرخېلو کور ته ورشي، د تلو پر مهال ټول ور نه غوښتنه کوي چې ورسره پاتې شي، چې دا غوښتنه هم د ګرانښت او مینې په معنا ده.

 

۴. له خپلوانو سره ستاسو پېژندګلوي

 کله مو چې خسرخېلو وغوښتل تاسو خپلو ملګرو او خپلوانو ته ور وپېژني، نو پوه شئ چې دوی په رښتیا تاسو ته د خپلې کورنۍ د غړي په سترګه ګوري او درسره مینه لري.

 

۵. د بیا لیدو غوښتنه در څخه کوي

کله مو چې خسرخېل در سره مینه ولري، نو غواړي خپل ډېر وخت له تاسو سره تېر کړي، د تلو پر مهال هر ځل د بیا لیدو غوښتنه کوي، دا غوښتنه هم د دوی د مینې په معنا ده، نو پوه شئ چې درسره مینه لري.

ډېری خلک وایي چې ځینې خواښې او خسر د خپلو نږورانو سره مینه نه لري او نه یې خوښېږي، که تاسو هم د دې لپاره اندېښنه کوئ، دغو نښو ته پاملرنه وکړئ چې په خسرخېلو کې مو شته او که نه، نو پوه به شئ چې خسرخېل مو درسره مینه لري او که نه.

Related Articles

Jun 02, 2023
2,561 views

هایبریډ یا برقی موټرونه

د هایبریډ موټرانو په باره کی د مشتریانو پوښتنی ؟ ۱:د هایبریډ موټر بټری د څومره وخت لپاره کوی؟✅جواب:اټکل کیږی چی د هایبریډ موټر بټری د 5څخه تر 10 کلونو پوری دوام وکړی.۲:ایا هایبریډ موټر ساتنی ته اړتیا لری کنه؟✅جواب:دا چی هایبریډ موټرانو جوړښت مغلق...

Sep 30, 2021
3,643 views

د قيامت د ورځي علامې

 لمړى د اشراط الساعة په اړه: اشراط دشرط جمع ده دراء په زور سره  علامي ته يا ديو شي اول حالت  ته  ويل کيږي اوساعة  دزمانې  يو څه حصې ته ويل کيږي خودلته مراد ورڅخه قيامت دى؛ ځکه په  قران اوحديث  کښي دادقيامت له مشهورو نومونو څخه دى، اوپه دې وجه الساعة...

Jan 04, 2021
2,600 views

څنګه یو سکالرشیپ ته بریالي کیدلای شو؟

زمونږ د زده کړو سیستم ته په پام سره له هیواده بېرون زده کړې کول د هر زده کوونکي ارمان وي. خو دا چاره لګښت غواړي او د هر چا د وس کار نه دی! که تاسو په دې فکر یاست نو اشتباه مو کړې. د نړۍ په کچه د زده کړو په زرګونو سکالرشیپونه شتون لري چې ممتازو زده ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...