هغه ناروغۍ چې علایم يې په پښو کې څرګندېږي

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 19, 2021
4 years ago
3,100 views
هغه ناروغۍ چې علایم يې په پښو کې څرګندېږي

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

د روغتیایي لیکنو په لړ کې نن د یوې ډېرې مهمې موضوع په اړه معلومات درکوو. موږ او تاسو به حتما د پښو له درد او یا هم په پښو کې له نورو ستونزو او علایمو سره مخ شوي یو.

که څه هم اکثرا د پښو دردونه او نا آرامي د ستړيا، نامناسبه خوړو او یا د فشار له امله وي؛ مګر په ځينو حالاتو کې د پښو دردونه، ميږي ميږي کېدل، سوخت او ... عادي نه وي، بلکې برعکس د یوې ناروغۍ د شتون خبرداری ورکوي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع مفصلې خبرې شوي دي. د لیکنې تر پایه به پوه شئ، چې په پښو کې شته ګډوډي د کومو ناروغیو د احتمال معنا ورکوي.  

لومړی| د شکر ناروغۍ خطر

موږ او تاسو کله ناکله د پښو میږي کېدل تجربه کوو او عادي یې ګڼو؛ مګر څېړنو ښودلې ده، چې د پښو مېږي کېدل کله ناکله د شکر ناروغۍ احتمال هم ښيي. که له دې نښې سره ـ سره ټپونه مو ژر نه ښه کېږي، تشې بولې مو ژر نه وچېږي نو د شکرې ناروغۍ احتمال لا ډېرېږي.  

دویم| د پښتورګو کمزوري  

که په پښو کې د پړسوب، شدید درد او برېښ علایم لرئ؛ نو حتما د پښتورګو معاینات وکړئ. په پښو کې په دوامداره توګه د یادو نښو نښانو شتون ددې معنا ورکوي، چې تاسو د پښتورګو له کمزورۍ سره مخ یئ. په داسې شرایطو کې له روغتياپال سره مشوره کول تاسو ته ډېر اړین دي.  

درېيم| امیدواري

که مېرمنې له واده وروسته د پښو پړسوب، ستړیا او درد حس کړي اکثرا د حاملګۍ معنا لري. ددې ترڅنګ د پښو دروندوالی هم یوه څرګنده نښه کېدای شي. ددې علایمو لرونکي مېرمنې کولای شي د حاملګۍ معاینات وکړي.  

څلورم| د ورید کمزورتیا

که په پښو کې د پیګمنټیشن (Pigmentation ـ د پوستکي داغونه)، پړسوب او دروندوالي احساس لرئ، نو پوه شئ چې ستاسو په ورید کې ستونزه ده. کله چې په بدن کې وریدونه کمزوري شي او یا کومه بله ستونزه ور پېښه شي؛ نو له زړه څخه د بدن ټولو برخو ته وينه په سمه توګه نه ور رسېږي. له همدې کبله یادې نښې نښانې څرګندېږي. په داسې وخت کې هڅه وکړئ روغتياپال ته ورشئ او لازمې لارښوونې یې عملي کړئ.  

پنځم| د تېروئيد غُدې فعالیت ډېرېدنه

که په بدن کې د تېروئيد غُدې فعالیت خورا ډېر شي؛ نو د پښو په برخه کې به د پړسوب، یخوالی او د بدن په نورو عضلاتو کې درد احساس کړئ. په داسې شرایطو کې هم باید روغتیاپال ووینئ، ترڅو ناروغي مو دقیقه تشخیص او درملنه یې وشي.  

شپږم| د زړه ضعیفوالی

کله چې د انسان زړه له کمزورۍ سره مخ شي؛ نو د پښو ستړیا او پړسوب ورته پېښېږي. ددې چارې علت دا دی، چې د زړه د کمزورۍ په صورت کې د وینې پمپ کېدنه ورو کېږي او یاد علایم څرګندېږي. پر دې خو ټول پوهېږو، چې د انسان په بدن کې زړه حیاتي ارزښت لري؛ نو پر دې اساس د خپلو پښو علایم عادي مه ګڼئ.  

اووم| د ځيګر ستونزه

کله چې په پښو کې د پړسوب او ستړیا احساس مو وځوروي؛ نو باید ژر تر ژره نږدې روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړئ. دا ځکه چې یاد علایم په ځیګر کې د ستونزو خبرداری ورکوي او د نه درملنې په صورت کې شاید ډېره درنه بیه یې پرې کړئ.  

اتم| د ترومبوسس Thrombosis خطر

ترمبوس داسې یو حالت دی، چې په وینه کې یوه کتله پيدا کېږي او همدا کتله د دې سبب کېږي، چې د وینې جریان ټکنی کړي او د بدن بېلابېلو برخو ته زیان ورسوي.  د پوستکي د رنګ بدلېدنه، د پښد درد، پړسوب، تبه او ستړیا هغه علایم دي، چې ددې ناروغۍ د شتون خبرداری ورکوي. نو که دا علایم لرئ، بابیزه یې مه ګڼئ او ژر یې درملنه وکړئ. ځکه چې دا یوه خطرناکه ناروغي ده.

Related Articles

Dec 07, 2021
3,505 views

د موبایل کارولو زیانونه!

ژباړه ـ ریاض مقامزی په دې زمانه کې چې موږ ژوند کوو، له موبایل څخه لاس اخیستل او یا یې نه کارول تقریبا نا ممکن دی. دا ځکه چې پرته له موبایل څخه ورځنۍ چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کېدای شي. له بلې خوا د موبایل ډېر کارول خپلې ستونزې هم لري؛ خو د موبایل په...

Jun 09, 2023
1,583 views

دغه کرښې خپلو اولادونو ته ورزده كړئ!

دغه کرښې خپلو اولادونو ته ورزده كړئ! پوښتنه: ته چا پيدا كړی یې؟ځواب: زه اللہ (ج) پیدا کړی یم. پوښتنه: ته د چا بنده يې؟ځواب: زه د الله (ج) بنده يم. پوښتنه: ته د چا امتي يې ؟ځواب: زه د محمدﷺ امتي يم. پوښتنه: ته د چا په ملت یې؟ځواب: زه د ابراهیم ( ع...

Mar 22, 2021
2,884 views

ځانمرګی برید څه حکم لري؟

ليکنه: مفتي عبدالولي د مسلمان په تکفير کې له حده زيات احتياط په کار دی! او بيا چې مسله هم منصوصي نه وي.  د نړۍ نږدې ټول ديني عالمان او د افتاء معتبرې ادارې ، لکه د سعودي عرب هيئة کبار العلماء، شيخ محمد العثيمين، شيخ ابن باز، شيخ صالح الفوزان، شيخ ع...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,527 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,103 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,895 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...