To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,770
څنګه خپلې پیسې سپما کړو؟

څنګه خپلې پیسې سپما کړو؟

لیکنه: شکېبا نادري

څنګه خپلې پیسې سپما کړو؟

 

ډېری انسانان په دې اند دي چې نن ورځ څنګه ژوند وکړي، د خوشحاله ژوند تمه لري، خو هېڅکله په دې اړه فکر نه کوي، چې د راتلونکي لپاره باید پیسې سپما کړي، کله چې خپله دنده له لاسه ورکړي او یا له کومې بلې ستونزې سره مخ شي، دومره  غریب شي چې د خوراک لپاره هم کوم څه نه لري، نو د دې لپاره چې له داسې حالت څخه ځان وژغورو، باید له خپلې میاشتنۍ تنخوا څخه لږ پیسې لرې کړو او د راتلونکي لپاره یې وساتوو.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو، چې څنګه کولای شو پیسې سپما کړو او په راتلونکې کې د خپلو ستونزو د حل لپاره ورڅخه کار واخلو.

که تاسو هم غواړئ په دې اړه معلومات تر لاسه کړئ، چې څنګه خپلې پیسې سپما کړئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. له بانکي کارت څخه ګټه مه اخلئ! 

له بانکي کارت څخه ګټه اخیستل د دې لامل کېږي، چې تاسو له اندازې څخه زیات شیان واخلئ، ځکه تاسو خپلې پیسې نه وینئ چې څومره پیسې مو مصرف کړې دي، نو ښه به وي چې تاسو په خپله بټوه کې نغدې پیسې ولرئ او د توکو د اخیستلو پر مهال له همدې پیسو څخه ګټه واخلئ، کله چې تاسو له خپلو نغدو پیسو څخه ګټه اخلئ تاسو ته ښکاري چې څومره پیسې مو مصرف کړې دي او څومره درسره پاتې دي او د خپلو پیسو په اندازې توکي اخلئ.

 

۲. همدا اوس یې پیل کړئ!

ډېری کسان د دې لپاره پرمختګ نه کوي، چې په هر کار کې ځنډ کوي، وایي سبا به یې پیل کړم، که تاسو هم همداسې یاست، نو ځان ته بدلون ورکړئ او له همدې نن ورځې څخه د خپلو پیسو سپما پیل کړئ.

 

۳. افراط مه کوئ!

د ځینو کسان عادت وي، داسې توکي اخلي چې هېڅ ورته اړتیا نه لري، داسې کسان هېڅکله نه شي کولای خپلې پیسې سپما کړي، تل خپلې پیسې په بې ځایه شیانو مصرفوي، نو ښه ده چې د داسې شیانو له اخیستلو څخه ځان وساتوو چې اړتیا ورته نه لرو.   

 

۴. د تنخوا په کچې مو پیسې سپما کړئ!

تاسو باید د خپل لګښت لپاره یو منظم مهال وېش ولرئ، یعنې له خپلې تنخوا څخه هم د کور لپاره پیسې لرې کړئ او هم د راتلونکي لپاره یو څه پیسې سپما کړئ.

 

۵. د کتاب اخیستلو پرځای له کتابتون څخه ګټه واخلئ!

مطالعه یوه ګټوره کړنه ده، خو د دې لپاره چې خپلې پیسې سپما کړو باید د کتاب له اخیستلو څخه ډډه وکړو او پر ځای یې کتابتون ته لاړ شوو او هلته د خپلې خوښې کتابونه په وړیا توګه مطالعه کړو.

  

۶. په اونۍ کې یوه ورځ باید پرته له لګښت څخه ولرئ!

تاسو باید ځان داسې عادت کړئ، چې په اونۍ کې یوه ورځ باید هېڅ لګښت ونه لرئ او د پیسو له هر ډول لګښتونو ځان لرې وساتئ او د کورنۍ تر څنګ مو په خپل کور کې و اوسئ.

 

۷. د سودا اخیستلو لپاره نوملړ جوړ کړئ!

د نوملړ په جوړلو سره هم کولای شئ، چې د پیسو له ډېر لګښت څخه ځان لرې وساتئ، ځکه تاسو هغه توکي اخلئ چې لیکلي مو دي او د اضافي توکو له اخیستلو څخه ډډه کوئ.

د یادو کړونو سربېره موږ د ځینو نورو کړنو په ترسره کولو سره هم خپلې پیسې سپما کولای شو لکه، د ډالۍ ورکول باید کم کړو، د تخفیف شیان واخلو، له داسې مارکېټونو څخه خپل د اړتیا وړ توکي لکه جامې، بوټونه، د کور شیان او داسې نور شیان واخلو چې ارزانه وي، ځکه داسې مارکېټونه هم شته چې کرایه یې ډېره وي، دوکانداران د کرایې پوره کولو لپاره د نورو مارکېټونو په پرتله خپل توکي په دوه برابره لوړه بیه خرڅوي، نو اړینه نه ده چې موږ له داسې ځایونو څخه د خپلې اړتیا وړ توکي واخلو، باید له داسې ځایونو څخه یې واخلو چې بیه یې زموږ د تنخوا سره سمه وي او اخیستل یې راته شوني وي.

نوټ: د پیسو د سپما اړوند دا ګټوره لیکنه هم د لاندې لېنک په خلاصولو سره ولولﺉ.

👇

که دا عادتونه خپل کړﺉ له غربته خلاصېږﺉ

Related Articles

د لیکلو اصلي روح

په دې ورځو کې چې ټایپنګ زموږ د ژوند یوه عامه برخه ګرځېدلې، د قلم او کتابچې ملګرتیا ورځ تر بلې کمرنګه کېږي. موبایلونو، لیپټاپونو او کیبورډونه هر څه اسان کړي دي؛ موږ په څو ثانیو کې اوږدې لیکنې ټایپولی شو. خو په دې اسانتیاوو کې د د لیکلو اصلي روح د لاسه ورکوو. په قلم لیکل یوازې د الفاظو ثبتول نه دي؛ دا د فکرونو تنظیمول دي. د قلم او کاغذ اړیکه زموږ ذه...

سطح مساحت په اړه عمومی معلومات

د سطح مساحت په اړه عمومی معلومات : #هکتار (Hectare): یو هکتار مساوي ده له 5 جریب سره (hectare = 5 jirib )یو هکتار مساوی ده له 2.471 ایکر سره (hectare = 2.471 Acre)یو هکتار مساوی کیږی له 100 بسوه (hectare =100 Biswa )یو هکتار مساوي کیږی له 2000 بسواسه(hectare = 2000 Biswasa)1 هکتار مساوي کیږی له 10000 متر مربع (hectar =10000 m2 ) #جریب (Jirib):یو...

آیا وېره رواني ستونزه ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   آيا پوهېږئ، چې وېره څه ده؟ وېره د فشار پر وړاندې د انسان د طبیعي غبرګون یو ډول دی. موږ ټولو د ژوند په ځینو حالاتو کې وېره تجربه کړې ده؛ مګر په دې لیکنه کې پر دې طبیعي وېرې خبرې نه لرو. بلکې هغه اظطراب (وېره) به وپېژنئ، چې رواني ناروغي ده.  وېره (اظطراب) څه ډول ناروغي ده؟ د ناڅاپي غږ په اورېدو، د وېرونکي څېرې په ليدو، له ازم...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...