To start downloading books

Please sign in or create an account.

Wranga 3 years ago 1,461
سټیم حجرې

سټیم حجرې

سټیم حجرې: په څو حجروي ژوندیو موجوداتو کې سټیم حجرې یا په بشپړ ډول او یا په قسمي ډول بدلون موندلې حجرې دی، کوم چې د حجراتو په مختلفو بڼو د بدلیدو وړتیا لري.شونې ده چې عضلي حجرې،عصبي حجرې او یا نورې حجرې ورڅخه منشا واخلي. نوموړې حجرې په نا څرګند ډول تکثر کوي تر څو نورې ورته سټیم حجرې رامنځته کړي.د جنین د انساجو او غړو د ودې په مراحلو کې سټیم یو له تر ټولو لومړیو حجراتو څخه دي چې وده کوي او په نورو حجراتو بدلېږي.دا حجرات په جنین او ځوان شخص دواړو کې موندل کېږي خو په یو څه اندازه توپیر سره.

سټیم حجرې څو ډولونه لري خو دوه یې ډېر یادېدونکي دي:

۱:امبریونیک سټیم حجرې:کوم چې د جنین له کر نه مخکې په بلاسټوسیسټ کې موندل کېږي.بلاسټوسیسټ هغه پړاو ته راجع کېږي کوم چې د جنین د القاح نږدې پینځه یا شپږ ورځې تېرې شوې وي خو د مور په رحم کې لا کرل شوی نه وي. د امبریونیک سټیم حجراتو شمېر له ۵۰څخه تر۱۵۰ پورې وي. اډلټ سټېم حجرې:په یوغړي یا نسج کې نه بدلون موندلې حجرې چې د بدلون موندلو حجرو سره شته وي د ځوانو سټیم حجراتو یا اډلټ سټیم حجراتو په نوم یادېږي او ددې وړتیا لري چې ځان نوی کړي او یا په نورو ځانګړو حجرو بدلون ومومي. ځانګړتیاوې: سټېم حجرې دوه ځانګړنې لري،۱:د ځان نوی کولو وړتیا: که څه هم سټیم حجرات په بېلابېلو نورو حجراتو ویشل کېږي او د دوی په وده کې ونډه لري خو بیا هم دوی په نه بدلون موندلې بڼه پاتې کېږي، داسې چې سټیم یوه مورنۍ حجره ده له دې نه یوه بله حجره تکثر کوي چې لورنۍ ورته وایو نو که بدلون رامنځته کېږی په لورنۍ حجره کې رامنځته کېږي او مورنۍ په خپل حال پاتې کېږي ۲:سټیم حجرې ددې وړتیا لري چې د حجراتو په ځانګړو ډولونو بدلون ومومي، نو دبدن لپاره د بیرته رغېدونکي په حیث دنده ترسره کوي. موږ کولای شو چې سټیم حجرات د انسان د وینې له دوران،د هډوکو له مغز،او دumbilical cordڅخه تر لاسه کړو.umbilical cord هغه ټیوب ته ورته جوړښت دی کوم چې د اومیندوارۍ په وخت کې اکسېجن او غذایي توکي له مور نه ماشوم ته لېږدوي همدارنګه اضافه او بې کاره توکي له ماشوم نه مور ته لېږدوي تر څو مور یې اطراح کړي.

Related Articles

طره باز اُتمانخېل

ده پښتو په متل کې اکثر خلق واې چې سم طره باز ېے. طره باز اُتمانخېل ېو ڼګېالې وو چې ده فرنګېانو ې ډېر مخلېفت کړے وو.. په ېو کتاب کې فرحاد علې خاور لېکې چې ده کتاب نامعه(ګمنام هېروز) ده. چې طره باز اُتمانخېل ده باجوړ سره تعلق ساتو چې په ۱۸۵۸ کې ېے په فرنګېانو ته فوځ حمله اوکره چې دېره بهادرې ېے اوکړه. آو دَ اغه نه پس فرنګېانو په زخمې حلات کې ونېوالو...

کابریکا - وروستۍ برخه

لارې خرابې وې د شپې ۹ بجې کیدونکې وې د چک ولسوالۍ تر غرنیو سیمو را ورسیدل… د شپې ۱۲ بجې - چک وردګ، زمان خیل ټول غلي ناست وو، ملا صیب وویل:- نور په آرامه زړه ویده شئ په یوه نیم ساعت کې کابل ته رسیږو، خو حجابونه مه ایسته کوئ ترڅو ما ندي ویلي، فاطمې سر کیښود سترګې پټیدې چې یو درز شو، موټر څنګ ته ودرید، ملا صیب ښکته شو، شاوخوا یې وکتل بیرته راغی د مو...

د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ د اوړي په نږدې کېدو سره د ملاریا ناروغۍ پېښې هم ډېرېږي. موږ هم درک کړه، چې تاسو ته د دې ناروغۍ په باره کې اړین معلومات چمتو کړو، ترڅو د خپل ځان او خپلې کورنۍ روغتيا  ته ځانګړی پام وکړئ. د لیکنې ترپایه به د ملاریا پر لاملونو، علایمو او درملنې پوه شئ. ملاریا په ټوله نړۍ کې هر کال زرګونه تنه د همدې ناروغ...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...