خپل هدف څنګه ترلاسه کړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 03, 2022
4 years ago
2,947 views
خپل هدف څنګه ترلاسه کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

که تاسو دا لیکنه لولئ؛ نو بختور یئ. ځکه چې تاسو به د خپلو موخو د ترلاسه کولو پر راز پوه شئ. دا چې څنګه کولای شو، خپل هدف ترلاسه کړو، ځواب یې بېخي ساده دی. تاسو به هغه وخت خپلو موخو ته ورسېږئ، چې د قسمت په تمه ویده نه شئ، بلکې برعکس پر تدبیر او هڅو باور ولرئ.

فکر وکړئ ستاسو په ستوني کې مړۍ (د ډوډۍ کپ) ونښته، ملګری مو دوه انتخابه لري، یو دا چې تاسو ته وګوري او دعا درته وکړي، بله دا چې پر څټ مو په سوک (Box) ووهي ترڅو مړۍ مو تېره شي، نو تاسو به کوم یو ټاکئ؟ معلومه ده، چې له ملګري به هیله کوئ، چې پر څټ مو ووهي ترڅو مړۍ مو تېره شي. له همدې امله موږ وایو، چې له توکل او تقدیر سره ـ سره تدبیر هم خورا مهم رول لري.  

هیلې او موخې لرل ښه وي؛ خو تر دې ښه دا وي، چې د همدې موخو ترلاسه کولو لپاره مټې راونغاړئ او خپلې وړتیاوې ډېرې کړئ. مثلا یو هندو او مسلمان سیند ته ولوېدل. څه فکر کوئ کوم یو به روغ ووځي؟ معلومه خبره ده، چې د کوم یو لامبو زده وي هغه به روغ پاتې کېږي. وګورئ! خدای هم هغه څوک خوښوي، چې هڅه یې کړې وي او وړتیاوې لري. نو هڅه وکړئ، سخت کار وکړئ او د خپلو موخو پر لور قوي ګامونه واخلئ.

لیکوال "سټاین بیک" وايي، چې "د خپل کوښښ او تلاش مریدان شئ؛ نه د امید او هیلو." یوازې په هیلو او خیالونو کار نه کېږي. هر هدف او موخه که لرئ کار ورته وکړئ او همدا د موخو ترلاسه کولو تر ټولو بهترینه لاره ده. موږ په ټولنه کې دوه ډوله خلک لرو، یوه ډله هغه چې سهار ویده وي او خوبونه ويني. دوهمه هغه چې سهار پاڅېږي تر څو خپل خوبونه رښتيا کړي. نو تاسو هم دوهمه ډله شئ. پاڅېږئ، سترګې خلاصې کړئ او د خپلو موخو لپاره کار وکړئ.

Related Articles

Jul 02, 2022
3,506 views

Polysemous Words in English

In all languages, some words have more than one meaning; technically they are called Polysemous words. Polysemous words have several numbered definitions in a dictionary. The following examples will help you extend your vocabulary by recognizing diff...

Sep 17, 2023
1,613 views

Essay on Global Warming

Khalid Razique   The last few decades have been monumental when it comes to technological development. Humans have developed systems and machines that make our lives easier. Especially during the early modern period from the early 16th century to a...

Jan 07, 2025
2,152 views

د سينوهه کتاب لنډیز!

نوم ؛ سينوهه( د فرعون ځانګړي طبيب يادښتونه )څپرکي ؛ شپيږ پنځوسم - صفحې ؛ ۸۹۴ /سينوهه يې ليکوال چې په پاپيروس يې ليکلی او ( ميکاولتاري ) يې بيا کتاب ته ترتیب کړی..!ژباړه ؛ ډاکټر محمد عيسی ستانکزید زیږدیز څخه تر بوډاتوبه...د کتاب معرفيت؛ محبت مخکښ په...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,534 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,106 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,900 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...