خپل هدف څنګه ترلاسه کړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 03, 2022
4 years ago
2,948 views
خپل هدف څنګه ترلاسه کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

که تاسو دا لیکنه لولئ؛ نو بختور یئ. ځکه چې تاسو به د خپلو موخو د ترلاسه کولو پر راز پوه شئ. دا چې څنګه کولای شو، خپل هدف ترلاسه کړو، ځواب یې بېخي ساده دی. تاسو به هغه وخت خپلو موخو ته ورسېږئ، چې د قسمت په تمه ویده نه شئ، بلکې برعکس پر تدبیر او هڅو باور ولرئ.

فکر وکړئ ستاسو په ستوني کې مړۍ (د ډوډۍ کپ) ونښته، ملګری مو دوه انتخابه لري، یو دا چې تاسو ته وګوري او دعا درته وکړي، بله دا چې پر څټ مو په سوک (Box) ووهي ترڅو مړۍ مو تېره شي، نو تاسو به کوم یو ټاکئ؟ معلومه ده، چې له ملګري به هیله کوئ، چې پر څټ مو ووهي ترڅو مړۍ مو تېره شي. له همدې امله موږ وایو، چې له توکل او تقدیر سره ـ سره تدبیر هم خورا مهم رول لري.  

هیلې او موخې لرل ښه وي؛ خو تر دې ښه دا وي، چې د همدې موخو ترلاسه کولو لپاره مټې راونغاړئ او خپلې وړتیاوې ډېرې کړئ. مثلا یو هندو او مسلمان سیند ته ولوېدل. څه فکر کوئ کوم یو به روغ ووځي؟ معلومه خبره ده، چې د کوم یو لامبو زده وي هغه به روغ پاتې کېږي. وګورئ! خدای هم هغه څوک خوښوي، چې هڅه یې کړې وي او وړتیاوې لري. نو هڅه وکړئ، سخت کار وکړئ او د خپلو موخو پر لور قوي ګامونه واخلئ.

لیکوال "سټاین بیک" وايي، چې "د خپل کوښښ او تلاش مریدان شئ؛ نه د امید او هیلو." یوازې په هیلو او خیالونو کار نه کېږي. هر هدف او موخه که لرئ کار ورته وکړئ او همدا د موخو ترلاسه کولو تر ټولو بهترینه لاره ده. موږ په ټولنه کې دوه ډوله خلک لرو، یوه ډله هغه چې سهار ویده وي او خوبونه ويني. دوهمه هغه چې سهار پاڅېږي تر څو خپل خوبونه رښتيا کړي. نو تاسو هم دوهمه ډله شئ. پاڅېږئ، سترګې خلاصې کړئ او د خپلو موخو لپاره کار وکړئ.

Related Articles

Dec 23, 2021
2,577 views

د پیازو د پوستکي په واسطه د وېښتانو رنګول

لیکنه: شکېبا نادري د پیازو د پوستکي په واسطه د وېښتانو رنګول   د ډېریو خلکو خوښېږي چې خپل وېښتان رنګ کړي، خو رنګ د وېښتانو لپاره ډېر زیانونه لري، د وېښتانو طبیعي ښایست له منځه وړي، ځکه د رنګونو په جوړښت کې له کیمیاوي موادو څخه ګټه اخیستل شوې ده، د...

Jul 31, 2022
2,638 views

د پوستکي دانې ناروغي وپېژنئ!

 د لمپي سکين ناروغي Lumpy Skin Diseaseد پوستکي دانی ناروغي  د يو څه وخت راهيسي په ټولنيزو رسنيو کې ناسم مالومات خپرېږي؛ غواړو چې هيوادوالو سره سم مالومات شريک کړو.  ياده ناروغي څه کم سل کاله تاريخچه لري او تر اوسه پورې هيڅ قسمه کيس په انسانانو کې ن...

Nov 14, 2024
1,664 views

د افغانستان او چین ترمنځ ترانزیتې سرک کوم چې په بدخشان ولایت کې جوړیږي، د جوړیدو اهمیت یې د افغانستان په اقتصاد کې

لیکونکی: ساحل ګلابزی 11-Nov-2024 د افغانستان او چین ترمنځ د ترانزیتي سرک پروژه چې د بدخشان ولایت په سیمه کې جوړیږي، د افغانستان لپاره لوی اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت لري. دا سرک چې له افغانستان څخه چین ته د یو مستقیم لېږدونې لارې په توګه جوړیږي، په...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,669 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,127 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,983 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...