To start downloading books

Please sign in or create an account.

د ګویته لنډ ژوندلیک

د ګویته لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

د نړۍ د مشهور څېرو په لړ کې به نن المانی لیکوال او فیلسوف ګويته وپېژنئ. نوموړي د ښه استعداد ترڅنګ جذابه څېره هم لرله. ویل کېږي، آن یو ځل ځینو کسانو د خپلو زړو عقیدو پر اساس پرې د خدایګوټي ګومان کړی و. په هر حال؛ په دې لیکنه کې به د نوموړي پر ژوند، فن، ویناوو او شعر پوه شئ.  

پېژندنه

د المان ددې پیاوړي فلسفي شاعر، لیکوال، څېړونکي او انځورګر بشپړ نوم "Johann Wolfgang von Goethe" دی؛ خو اکثریت خلک یې د ګويته/ګويټه په نوم پېژني. دی د "۱۷۴۹ز" کال د اګسټ پر اته ویشتمه نېټه د آلمان (جرمني) په فرانکفورت ښار کې زېږېدلی دی. د نوموړي کورنۍ په طبقاتي لحاظ اشرافه وه او پلار یې په شاهي دربار کې وظیفه ترسره کوله.

دا چې د ګويټه کورنۍ شتمنه وه؛ نو د ښوونځي له دورې وروسته یې د حقوقو زدکړه پیل کړه. په دې وخت کې یې عمر شپاړلس کاله و. د زده کړو په جریان کې یې له فلسفې او ادبیاتو سره مینه پیدا شوه؛ خو د حقوقو زدکړه یې بشپړه کړه. له حقوقو سره ـ سره یې د معمارۍ او نقاشۍ په برخو کې هم کار وکړ. د ګويټه طبیعت داسې و، چې په یوه دنده کې به تنګېده؛ نو له همدې امله یې په سوداګرۍ، ښوونه روزنه، معمارۍ، انځورګرۍ، طب، سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخونو کې فعالیتونه وکړل؛ مګر په وروستیو کې وتوانېد چې ادبیاتو او انځورګرۍ ته وقف شي.

د نوموړي په اړه بله جالبه دا ده، چې په ډېرو ژبو پوهېده. پر الماني، لاتیني، انګلېسي، یوناني او فرانسوي ژبو برلاسی و. همدارنګه په قرآنکریم یې هم څېړنې کړي دي او د اسلام او حضرت محمد "ص" په اړه یې ښه نظر درلود.

د ځينو مشهورو آثارو نومونه یې عبارت دي له: شرقي دېوان، د مړو نڅا، فاوسټ، د یوې پاکې اروا اعتراف، د ايټالیا سفرنامه او ...

د نړۍ دا ستر لیکوال او شخصیت له ګڼو لاسته راوړنو وروسته په "۱۸۳۲ز" کال کې د "۸۳" کالو په عمر ومړ.  

ویناوې

  • خبرې کول اړتیا ده؛ خو غوږ نیول هنر دی.
  • خدایه! هنر څومره لوړ او ژوند څومره لنډ دی.
  • په ځوانۍ کې موږ مشکلاتو پسې ګرځو او په زړښت کې ستونزې موږ پسې ګرځي.  
  • د انسان لومړنۍ دنده هڅه ده.
  • د مینې په کار کې موږ ټول یو شان کم عقل یو.
  • هغه شی، چې ډېره رڼا لري، ژور سیوری هم لري.
  • خپل راتلونکي ته تصمیم ونیسه، هڅه ورته وکړه او هیله ورته لره؛ خو د راتلونکي لپاره ژوند مه کوه.
  • ما پخپل زېږېدو کې رول نه درلود او نه به یې په مرګ کې ولرم.
  • زما صلاحیت فقط په ژوند کې دی.  

د شعر یوه بېلګه

له څه پیدا شولو موږ؟

له مینې  

څه ډول رنګ بایلو؟

بې مینې  

څه شی مو په بره بیایي؟

مینه

مینه په څه پیدا کېږي؟

په مینه

زموږ د اوښکو سبب څه وي؟

مینه

په کوم چلند له انسانان یادېږو؟

په مینه

Related Articles

تعدد استعدادها و نقش آن در بیکاری || The multiplicity of talents and its role in unemployment

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar بیکاری همان معضل است که حتا بزرگترین کشورهای جهان دچار آن هستند و با این همه پیشرفت‏های که در سراسر دنیا توسط ممالک مختلف صورت گرفته است، تا هنوز لاینحل است. ابرقدرت دنیا که کشور امریکا است، افراد بیکار به تعداد زیاد دارد و این حرف نیازمند...

بیکاري، کاري مفکوره او څنګه کارآفریني وکړو؟

دلته یوه لویه ستونزه دا ده چې بیکاره ځوانان یوازې په کار پسي ګرځي.  زما وړاندیز دا دی چې ځوانان دې په دې فکر کې هم وي چې څنګه کاري مفکورې رامنځ ته کړي. دا څه ستونزمن کار ندی یوه شعوري هڅه ده،۹۰٪ کسان ددي وړتیا لري چې نوښت وکړي او کاري مفکوره رامنځته کړي. ځینې خلګ په دې نه شرمیږي چې په یوه پردۍ اداره کي صفاکاري وکړي، امنیتی ګارد سي او یا بله دنده خو...

ملک محمد عمر اُتمانخېل

د جرګو او مرکو . دستار او درسترجوان . حجرې او ډبې . درس تدريس او سېاست نابغه ملک محمد عمر خان اتمانجېل په کال ۱۸۷۶ کښې د ملک حمېد الله خان اتمانجېل کره په تارېخي کلي سوال قلعه کښې سترګې وغړولې. په اتمانخیل کښى شموزي وو او په شموزي کښى عمر خيل وو او په عمر خيل کښى سيد علي خيل وو چي سيد علي خيل کښى بيه سليمانخيل وو. په اغه وخت او دور کښې زدکړه کول ډي...

Recommended Articles

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....