To start downloading books

Please sign in or create an account.

Niamatullah Rahimi 3 years ago 1,098
کابریکا - درېیمه برخه

کابریکا - درېیمه برخه

کابریکا - #درېیمه_برخه
لیکوال: نعمت الله رحیمي

لا خبره نه وه خلاصه چې د موټر د برېک ټسس شو، موټر چلوونکي وویل:
- تالاشي ده، ټول له موټر ښکته سئ!

دوی د موټر په پای کې ناست وو، ترڅو نور ښکته کیدل سلیمان انډریو ته وویل:
- ګوره چې دباندې خبرې ونه کړې زه وایم چې ګونګی یې

انډریو له داسې حالاتو ناخبره ؤ، کله یې تاوتریخوالی له فلمونو غیر نږدې نه ؤ لیدلی.

شیبه وروسته ور ښکته شول، خلک یې قطار درولي وو، شیبه وروسته مخابره وشوه یو کس له مخابرې سره یوې ګوښې ته ولاړ، لنډه شیبه وروسته بیرته را وګرځید سلیمان او انډریو یې وګرځول او نور بیرته موټر ته پورته شول، څو شیبې موټر چلوونکی په تمه ؤ او لاړ…

له موټر تګ شیبه وروسته یو په قد لوړ کس راغی له انډریو یې وپوښتل:
- ته هماغه ویډیو واله یې ؟

انډریو خو غلی ؤ، سلیمان په بیړه وویل:
- قاري صیب دا ګونګی دی خبرې نشي کولای

کس رډ رډ ور وکتل ویې ویل:
- زما پر تندي «خر» لیکلي؟

سلیمان هیڅ ونشو کړای اړ ؤ غلی پاتې شي، پر چیک پواینټ ۴ کسان ولاړ ؤ دوه کسانو انډریو او سلیمان له ځان سره بوتلل، تیاره او چوپتیا خوره وه، سلیمان وویل:
- قاري صیب! نور نشم تللی زه تکلیف لرم

له مقابل لوري په غوصه ځواب راغی:
- څنګه تکلیف؟ ته مرتد شوی یې تر دې لا غټ تکلیف سته!؟

له لویې لارې ډیر لیرې راغلي وو دې دوه غرونو تر منځ د وحشت څخه په ډکه سیمه کې ؤ، د غرونو په منځ کې نرۍ سپینه لاره ښکاریده، سلیمان پوه شو چې دلته خلک ډیر تګ راتګ کوي، شاوخوا یې وکتل په یوه څنډه کې د یونیسیف لخوا جوړ شوي تشنابونه تر سترګو شول د واره یې وویل:
- غواړم تشناب ته لاړ شم زما خیټه درد کوي

له ډیر ټینګار وروسته یې وویل:
- ځه ورشه خو ژر راځه!
- خو قاري صیب! زما بیک که راکړئ
- ولې تشناب کوې که په سفر ځې؟
- نه خو ځینې اړین څیزونه پکې دي

یوه کس بیک ور واچولو ویې ویل:
- واخله زموږ هم نه خوښیږي د کوپارو بوج یوسو

سلیمان تشناب ته دننه شو، ددې بند د خلاصیدو لپاره یې سوچونه کول خپل بیک یې خلاص کړ یو لایټر او د باډي سپرې په لاس ورغلل ورو یې له ځانه سره وویل:
- آه دا مې په یوه مقاله کې هم لوستي وو چې باډي سپیره پخپل جوړښت کې ګاز او داسې کیمیاوي مواد لري چې که اور ته یې وپاشې نو لس چنده د اور سرعت زیاتوي

شیبه وروسته یې خپل بیک شاته واچولو لایټر او د باډي سپرې بوتل یې شاته پټ ونیول او د باندې ووتلو…

د باندې وتلو سره سم یې انډریو ته په سترګو اشاره وکړه چې شاته یې ودریږي، لایټر یې بل کړ یوه کس وویل:
- څه کوې اې د کاپر زو؟

څه ویلو ته نه وو پاتې لایټر ته یې سپرې وپاشله یو دم چغې شوې:
- اخ سترګې مې … سترګې مې سوځي

سلیمان چغه کړه:
- انډریو را تښته!

د زړه درزار د شپې چوپتیا او د پښو د قدمونو غږ د غره په دې تنګه دره کې سره را غونډ وو…

له غره څخه را ښکته تر لیرې کوم کلی نه تر سترګو کیدو، د انډریو نظر یوې کوچنۍ غونډۍ ته شو ویې ویل:
- سلیمانه! هغه دی وینې یو کور ښکاري

د سوچ کولو وخت نه ؤ بې باکه د کور په لور ور روان شول، څو شیبې وروسته ورسیدل سلیمان زړه نا زړه د کور دروازه ټک ټک کړه، په لومړۍ ځل دروازه خلاصه نه شوه بیا یې دروازه ټک ټک کړه، شیبه وروسته د پښو د قدمونو شړنګهار تر غوږ شو سلیمان له ځانه سره وویل:
- په دې شپه کې چا پایزیبونه اچولي؟

دروازه خلاصه شوه، په ونه دنګه پیغله ولاړه وه د لاټین سرې رڼا یې په سترګو کې څرک وهلو، لنډه شیبه وروسته انجلۍ غږ کړ:
- ادې! ته راشه

Related Articles

پایان تک زبانی

پایان تک زبانی (تاثیر تحمیل زبان فارسی در توسعه نیافته گی) محسن رنانی بر اساس يک سياست کاملاً خطا و نژادپرستانه، هيچ آمار رسمی از سهم جمعيت اقوام و زبان ها در کشور ما جمع‌آوری و منتشر نمی‌شود؛ اما بر اساس برآوردهای مختلف، جمعيت اقوام ايرانی غيرفارسی زبان در کشور ما بين ۴٢ تا ۴٩ درصد جمعيت کشور را تشکيل می دهند. ما در طول هفتاد سال گذشته، فرزندان...

د سر درد لس لاملونه

کلستري سر درددا ډول سر درد له ځان سره شدید درد لري، په داسې حال کې چې دا درد د نورو ډولونو په پرتله لږ عام دیاو له هرو لسو نفرو (۹) یي نارینه دي، او بل هغه کسان چې ډیر وخت نشه یي توکي کاروي هم له دې ډول سر درد سره مخ کیږي.د کلستر سر خوږي په ډلیزه توګه حمله کوي،سر دردي، هره ورځ په یوه معین وخت کې خپریږي. او امکان لري دا دردونه ورځې، اونۍ، او کیدای ش...

نړۍ د لومړي ګرځنده ټلیفون ۵۰ کاله پوره شول

د نړۍ د لومړي ګرځنده ټلیفون ۵۰ کاله پوره شولپنځوس کاله وړاندې په ۱۹۷۳کال کې د اپریل په دویمه نیټه د مارټین کوپر په نوم یو کس د امریکا په نیویارک ښار کې په ټلیفون خبرې وکړې.د معلوماتو له مخې کله چې په ۱۹۸۳ کال کې بازار ته لومړی ګرځنده ټلیفون وړاندې شو، وزن یې یو کیلو ګرام څخه زیات وو، په لسو ساعتونو کې چارج کېدو او یواځې پرې دیرش دقیقې خبرې کېدای شو...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....