د بدن د دفاعي سیسټم پياوړتيا

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 24, 2022
4 years ago
2,605 views
د بدن د دفاعي سیسټم پياوړتيا

ژباړه ـ رياض مقامزی

موږ هره ورځ داسې خواړه خورو، هوا تنقس کوو او کار کوو، چې زموږ بدن ته د ناروغۍ خطر پېښولای شي؛ خو بيا هم نه ناروغېږو. شايد تاسو ته پوښتنه پيدا شوې وي، چې د ميکروبونو له کبله خو انسان ناروغېږي، نو هغوی چې تل له ککړ چاپيريال سره په تماس کې وي، ولې نه مريض کېږي؟

ځواب يې ساده دی. موږ يې نه حس کوو؛ خو زموږ د بدن دفاعي سيسټم شپه او ورځ له ناروغيو سره په جګړه بوخت وي او په دې هڅه کې وي، چې د ناروغيو مخه ونيسي.

تاسو به هم ليدلې وي، چې ځينې خلک ژر او ځينې بيا په اسانۍ نه ناروغ کېږي. ددې راز دا دی، چې د بدن د پياوړي ايمني (دفاعي/معافيتي) سيسټم لرونکي کسان ژر نه ناروغېږي؛ خو برعکس د کمزوري دفاعي سيسټم لرونکي کسان ژر ناروغېږي. موږ په دې ليکنه کې پر همدې خبرې کړي، چې څنګه کولای شو، د خپل بدن دفاعي ځواک پياوړی کړو.

 

د بدن معافيتي سيسټم

لکه څنګه چې مو وړاندې وويل، دا سيسټم د بدن داسې ځواک دی، چې د ناروغيو په مقابل کې زموږ او ستاسو د بدن ساتنه کوي او روغ مو ساتي. کله چې وايرسونه، ميکروبونه، بکترياوې او يا نور مضر موجودات بدن ته داخل شي، ايمني سیسټم يې پر وړاندې جګړه پيلوي او کله چې دا جګړه وروستۍ شېبې ته ورسوي پر موږ درد، تبه، خوله او د ناورغۍ نور علايم ښکاره شي او ناروغي مو وځوروي.

په هر حال؛ که غواړئ ژر په ناروغۍ اخته نه شئ او د بدن د دفاع پياوړی سيسټم ولرئ نو دا لارښوونې حتما عملي کړئ.

 

لومړی⌡ پوره خوب وکړئ!

اکثريت خلک د بېلابېلو عواملو له کبله خپل خوب نه شي پوره کولای او ورو ـ ورو يې د بدن دفاعي ځواک کمزوری کېږي. نو تاسو بايد هڅه وکړئ چې خپل خوب پوره کړئ. خو پوښتنه دا ده، چې څو ساعته خوب زموږ لپاره مناسب دی؟

ستاسو عمر ته په کتو د خوب وخت مو فرق کوي. ماشومان بايد په څلرويشت ساعتونو کې نږدې ۹ يا ۱۰ ساعته خوب وکړي. د ځوانانو د خوب اندازه له ۷ تر اته ساعتونو ده او مشران بايد پنځه يا شپږ ساعته خوب وکړي.

 

دويم⌡غذايي رژيم مو سم کړئ!

اکثریت کورنۍ خوښوي، چې غوښې، پلونه او کړايان وخوري. دوی فکر کوي، چې په دې سره به يې بدن پیاوړی شي؛ خو خبره برعکس ده. که غواړئ د بدن دفاعي ځواک مو پياوړی شي، نو د غوښو پر ځای سبزي او مېوې د خپل غذايي رژيم برخه کړئ. په دې توګه به د ناروغيو پر وړاندې مقاوم شئ او ژر به په ناروغيو نه اخته کېږئ.

 

درېيم⌡ پاکۍ ته پاملرنه وکړئ!

دا سمه ده، چې زموږ بدن د ميکروبونو او نورو خطر پېښوونکو پديدو سره د جګړې ځواک لري؛ خو دا پدې معنا نده چې موږ دې نور د پاکۍ په فکر کې نه شو. که تاسو د پاکوالي په اړه بې غوره شئ، نو د ميکروبونو سره د پرله پسې جګړې له امله د بدن دفاعي ځواک کمزوری کېږي او خپل قوت له لاسه ورکوي او پدې توګه تاسو به ډېر ژر په ناروغيو اخته کېږئ.

 

څلورم⌡ورزش وکړئ!

د ورزش له ګڼو نورو ګټو خو به هسې هم خبر يئ؛ نو پر دې هم پوه شئ، چې ورزش کول ستاسو د بدن ايمني سيسټم پياوړی کوي او د ناروغيو په مقابل کې ستاسو د مقابلې وړتيا لوړوي. که غواړئ ژر ناروغ نه شئ؛ نو همېشته ورزش کوئ. ډېرو امکاناتو ته اړتيا نشته، يوازې د ورځې نيم/ يو ساعت منډې وهل هم ستاسو د بدن لپاره کافي دي. 

له دې ټولو سره ـ سره دا لارښوونې هم تعقيبوئ!

  • وزن مو ډېرېدو ته مه پرېږدئ
  • له ذهني فشار څخه ځان وژغورئ
  • سيګرټ، نسوار، الکول او چرس مه څښئ!

Related Articles

Apr 28, 2021
2,142 views

پی گیری دوسیه های جرم

پی گیری دوسیه های جرم مصطفی عمرزی مهمترین تلقی از آثار افشاگر تاریخی، نباید محدود به نوستالژی/ تداعی بماند. تداوم خیانت ها، جنایت ها و جفا ها به دلیل اغماض محکمه ی افرادی نیز صورت گرفته که بیشتر در تحولات کودتایی که آن ها را انقلاب عنوان می کردند،...

Aug 31, 2021
3,803 views

لومړنی افغان ستورمزلی "عبدالاحد مومند" وپېژنئ

پرون مې په یوه کتاب کې د عبد الاحد مومند د فضایي سفر یونلیک د (نه روز درکیهان) په نوم ولوست، خوشحاله شوم چې مومند صاحب خپله فضایي سفرنامه هم لیکلې ده. ٣٣ کاله دمخه فضا ته د لومړني افغان سفر د افغانستان لپاره ستر ویاړ دی چې له بده مرغه د جګړې په لوګیو...

Mar 17, 2022
6,455 views

په بطن کې د ماشوم جنسیت څنګه معلوم کړو؟

ژباړه ـ رياض مقامزی   د امیندوارۍ پر مهال د جنین جنسیت معلومول يو له په زړه پورو واقعاتو څخه ده او دا طبیعي خبره ده، چې هر مور او پلار خوښوي چې د خپل راتلونکي اولاد جنسیت وپېژني. په دې لیکنه کې پر همدې خبرې شوي دي، چې څنګه کولای شو له زېږون وړاندې د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,535 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,106 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,900 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...