بې منزله مزل

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 28, 2022
4 years ago
2,333 views
بې منزله مزل

حکایت دی، چې یو "لاروی" دوه لاري ته ورسېد. حيران شو چې پر کومې ولاړ شي. یوې لارې ته یې اشاره وکړه او په هغه ځای کې له ولاړ بوډا څخه یې پوښتنه وکړه: دا لاره چرته ځي؟ ځواب یې ورکړ: ته کوم ځای ته ځې؟ لاروي وویل: نه پوهېږم چې چېرته ځم. منزل مې ندی معلوم.  بوډا ځواب ورکړ: هغوی چې مقصد او منزل یې نه وي معلوم، پوښتنې ته اړتیا نه لري. ټولې لارې ورته یو شان دي.  

د حکايت درس

شاید تاسو دا یو عادي حکايت وګڼئ او فکر به کوئ، چې کوم خاص پیغام یې نه درلود؛ خو داسې نده. دا کیسه ګۍ یو ډېر مهم پیغام لري.

اول تاسو ووایئ، په ژوند کې ستاسو هدف څه دی؟

شاید اکثریت پر دې ځواب پوه نه شو. وایو به همدا ژوند دی، روان دی او آخر به مرو؛ خو دا ډېر غیر معقول او نامناسب ځواب دی.

ژوند پرته له موخو هېڅ دی. که موږ او تاسو مشخصې موخې و نه لرو، هېڅکله به بریا ته و نه رسېږو. ځکه چې خپلو موخو ته رسېدل بریا بلل کېږي؛ نو هغوی چې موخې و نه لري څنګه به بریا ترلاسه کړي؟

کوښښ وکړئ په ژوند کې مشخص اهداف ولرئ او د هغه لپاره کار وکړئ. دا تګلاره ډېرې ګټي لري. مثلا تاسو غواړئ کابل ته ولاړ شئ. هدف مشخص شو. له دې وروسته که تاسو هر یو ګام اخلئ یو ډول انرژي او انګېزه ترلاسه کوئ او فکر کوئ، چې خپل هدف ته نږدې کېږئ. همدا بېلګه په ټول ژوند کې د تطبیق وړ ده. مشخصې موخې تاسو ته د کار، پرمختګ او بریا انرژي درکوي. د خپل هدف پر لورې هر ګام نږدې کېدل یو ډول خوند لري چې له بل هېڅ خوند سره نه شي پرتله کېدای.

همدا نن او همدا اوس فکر وکړئ او څو مشخص اهداف وټاکئ. ورپسې همدې مشخصو اهدافو ته د رسېدو لارې چارې وسنجوئ او پیل وکړئ. باور وکړئ ډېر ژر به خپل هدف ترلاسه کړئ؛ خو زړه نا زړه توب، وېره او د کمزورۍ احساس مو لرې کړئ. تاسو پیاوړي یئ، ډېر پیاوړي! یو مشخص هدف، منظم پلان او پیل، ستاسو بریا تضمينوي. بسم الله کړئ!

ریاض مقامزی

Related Articles

Nov 25, 2021
2,764 views

د خپل راتلونکي ګډ ژوند ملګری/ي په ټاکلو کې دغو ټکو ته پام وکړﺉ

لیکنه: شکېبا نادري، د  خپل راتلونکي ګډ ژوند د ملګري/ې په ټاکلو کې دغو ټکو ته پام وکړئ!   هر هلک او نجلۍ حق لري چې له واده نه مخکې خپله مېرمن او يا خاوند وويني او هغه د خپل راتلونکې مېرمنې او يا خاوند په توګه ومني او يا یې ونه مني. همدارنګه يو هلک ا...

Oct 23, 2021
2,742 views

د چاپلین لنډ ژوندلینک

لیکنه ـ ریاض مقامزی په سینیمايي نړۍ کې چې کله هم د کومیډیکو (خندوونکو) فلمونو او ویډيوګانو خبره کېږي؛ نو ورسره سم د "چاپلین" نوم هم اخیستل کېږي. نوموړی د نړۍ نامتو کوميډين (ټوکمار) و. که څه هم چاپلین په یوې بېوزلې کورنۍ کې پیدا شوی و؛ خو د خپل پیاوړ...

Feb 28, 2023
2,159 views

په ایټالیا کې د تحصیل په اړه بشپړ مالومات

په ایټالیا کې د تحصیل په اړه بشپړ مالومات  ترتیب او لیکنه : جانداد جهاني نوټ: (په ایتالیا کې د زده کړو مینه وال را منشن کړئ) که څه هم آیټالیا ډیر پخواني پوهنتونه لري او په تیرو سلګونه کلونو کې یې ډیر نوابغ، علما او د بشریت د سرنوشت تغیرونکي په خپل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,243 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,281 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,428 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...