بې منزله مزل

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 28, 2022
4 years ago
2,288 views
بې منزله مزل

حکایت دی، چې یو "لاروی" دوه لاري ته ورسېد. حيران شو چې پر کومې ولاړ شي. یوې لارې ته یې اشاره وکړه او په هغه ځای کې له ولاړ بوډا څخه یې پوښتنه وکړه: دا لاره چرته ځي؟ ځواب یې ورکړ: ته کوم ځای ته ځې؟ لاروي وویل: نه پوهېږم چې چېرته ځم. منزل مې ندی معلوم.  بوډا ځواب ورکړ: هغوی چې مقصد او منزل یې نه وي معلوم، پوښتنې ته اړتیا نه لري. ټولې لارې ورته یو شان دي.  

د حکايت درس

شاید تاسو دا یو عادي حکايت وګڼئ او فکر به کوئ، چې کوم خاص پیغام یې نه درلود؛ خو داسې نده. دا کیسه ګۍ یو ډېر مهم پیغام لري.

اول تاسو ووایئ، په ژوند کې ستاسو هدف څه دی؟

شاید اکثریت پر دې ځواب پوه نه شو. وایو به همدا ژوند دی، روان دی او آخر به مرو؛ خو دا ډېر غیر معقول او نامناسب ځواب دی.

ژوند پرته له موخو هېڅ دی. که موږ او تاسو مشخصې موخې و نه لرو، هېڅکله به بریا ته و نه رسېږو. ځکه چې خپلو موخو ته رسېدل بریا بلل کېږي؛ نو هغوی چې موخې و نه لري څنګه به بریا ترلاسه کړي؟

کوښښ وکړئ په ژوند کې مشخص اهداف ولرئ او د هغه لپاره کار وکړئ. دا تګلاره ډېرې ګټي لري. مثلا تاسو غواړئ کابل ته ولاړ شئ. هدف مشخص شو. له دې وروسته که تاسو هر یو ګام اخلئ یو ډول انرژي او انګېزه ترلاسه کوئ او فکر کوئ، چې خپل هدف ته نږدې کېږئ. همدا بېلګه په ټول ژوند کې د تطبیق وړ ده. مشخصې موخې تاسو ته د کار، پرمختګ او بریا انرژي درکوي. د خپل هدف پر لورې هر ګام نږدې کېدل یو ډول خوند لري چې له بل هېڅ خوند سره نه شي پرتله کېدای.

همدا نن او همدا اوس فکر وکړئ او څو مشخص اهداف وټاکئ. ورپسې همدې مشخصو اهدافو ته د رسېدو لارې چارې وسنجوئ او پیل وکړئ. باور وکړئ ډېر ژر به خپل هدف ترلاسه کړئ؛ خو زړه نا زړه توب، وېره او د کمزورۍ احساس مو لرې کړئ. تاسو پیاوړي یئ، ډېر پیاوړي! یو مشخص هدف، منظم پلان او پیل، ستاسو بریا تضمينوي. بسم الله کړئ!

ریاض مقامزی

Related Articles

Nov 06, 2020
2,376 views

د "ماديدي" ملي پارک؛ چېرته چې ۱۲۵۴ ډوله الوتونکي مرغان ژوند کوي

 د ماديدي ملي پارک د ځمکې پر سر یو له هغو سیمو څخه ده، چې د انساني تمدن له ساحې لرې پاتې ده.  دا سیمه له طبیعي رنګارنګۍ، ښکلا او عظمت څخه ډکه ده. که تاسو په ګڼ مېشتو سیمو کې ژوند کوئ نو حتماً به د داسې آرامې سیمې په لټه کې یئ، چېرته چې ستاسو پر وړان...

Feb 02, 2021
2,549 views

طنز یا په چاکلیټو کې مرچ!؟

طنز یوازې ټوکه نه ده، شعار نه دی، ساعت تېري هم نه ده او خبر هم نه دی، بلکې د سمون په موخه د نقد داسې ژبه ده چې روایت او کرکټرونه یې انساني دي طنز یوه عربي کلیمه ده چې د مکیز نخرو او ناز مانا لري او طناز هم له همدې کلمې څخه اخېستل شوی، چې زړه وړونکي...

Feb 18, 2022
2,075 views

د شېبې ژوند

لیکنه ـ ریاض مقامزی وايي له یو کس څخه د خوښۍ (خوشحالۍ) د راز پوښتنه وشوه؛ هغه ځواب ورکړ: "خوښي هله موندلای شئ چې وږي شوئ ډوډۍ وخورئ او چې خوب درغی ویده شئ."   د حکایت درسونه شاید تاسو ته دا کيسه ګۍ ډېره عادي ښکاره شي او فکر به کوئ، چې کوم خاص پی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,672 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,984 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...