د افغانستان د بریا مهم پيغام

W
Waheed Zaheer
Author
Jan 28, 2022
4 years ago
1,582 views
د افغانستان د بریا مهم پيغام

د نولس کلنو نړیوال جام په منځلوبو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي له سرې لنکا لوبه وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.دا هغه لوبډله ده چې تر وروستۍ شیبو یې ویزې نه ورکولې، ویسټ انډیز ته په ځنډ لاړل. تمرینونه یې ګډوډ شول، د لومړي لوبې نېټه یې وخنډیډه خو دا دی بیا هم نن تر نیمه پایلوبې ورسېدل.

افغانستان کې له عادي وګړو نیولې بیا تر دغسې نړیوالو ستورو پورې د هر چا مخ کې د نورې نړۍ د خلکو په نسبت خنډونه ډیر وي. موږ باید په تاوان کې هم ګټه زده کړو. په موږ کې صبر او مقاومت پوخ دی، خو تدبیري حوصلې ته مو خُلق تنګیږي. دا لوبه هیواد کې د بحراني حالت له امله بې حوصلې او زړه تنګو خلکو ته هم ځآنګړی پیغام لري. که لا لرې هم د رڼا څرک نه ښکاري تاسې مه کينئ! خپل کار کوئ او لار وهئ...ښې ورځې به حتمي راځي.

که افغانستان دا نړیوال جام وګټي نو په لوبډلې به ټولې نړیوالې رسنۍ ورماتې شي. په هر اخبار، هر تلویزیون او هرې راډيو کې به د افغانستان د بریا خبرونه وي. ټول انټرنیټ به د افغانستان د نړیوال جام بریا ونیسي. زه باوري یم که موږ نړیوال جام ګټو د افغانستان ملي لوبډلې په بریا به فلمونه جوړ شي. د افغانستان سیاسي تحولات، د ویزو ځنډ او بیا هم نړیوال جام ګټل له معجزې کمه نه ده. تاسې ته ممکن د جام ګټل سخت ښکاري خو اوس د افغان لوبډلې مورال ډیر قوي شو او راټینګیدل یې سخت دي.
که لوبه مو نه وي ليدلي، په لاندې لینک کې یې اتو دقیقو کې وګورئ! 

د افغانستان او سرې لنکا د لوبې لېنک

Related Articles

May 17, 2021
1,792 views

در شهر كهنه

در شهر كهنه مصطفی عمرزی در تاريخ معاصر كابل، نخستن زيان هاي رسيده به اين شهر، از تجاوز انگليس ها، آغاز مي شود. انگليس هاي شكست خورده به اثر سازش و صحنه سازي با عمال خود، پس از  تلفات چهل هزار تن از سپاهيان امپراتوری آفتاب گرفته گی كه 16 هزار آنان،...

Feb 26, 2022
2,069 views

فطرت

استاد غضنفر پخپل ژباړل شوي کتاب کې د "فطرت" تر عنوان لاندې دا حکایت لیکلی: "دوه راهبان د ويالې په غاړه ناست وو، کاسې يې وينځلې. په دې منځ کې يې يو لړم وليد چې اوبو ته لوېدلی او ډوبېږي دا يوه راهب لاس ور ورغځاوه، لړم یې را وایست. لړم د راويستلو په شېب...

Apr 13, 2022
1,708 views

شهباز شریف څوک دی؟

۷۰ کلن میا محمد شهباز شریف د پاکستان له قامي جرګې د ۱۷۴ رایو په ترلاسه کولو سره د پاکستان درویشتم لومړی وزیر وټاکل شو. په دې ليکنه کې د نوموړي سیاسي فعالیتونو ته لنډه کتنه شوې ده.  میا محمد شهباز شریف د پاکستان له یوې خورا بانفوذه سیاسي کورنۍ سره تړ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,827 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,162 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,099 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...