وخت مو داسې مدیریت کړئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 09, 2022
4 years ago
2,969 views
وخت مو داسې مدیریت کړئ!

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

د وخت مدیریت له تاسو سره مرسته کوي، چې کارونه مو په کمي او کيفيتي لحاظ ښه او عالي شي. پدې توګه به تاسو پخپل شخصي، زده کړيز او کاروباري ژوند کې چټک پرمختګ کوئ. نو که غواړئ بریالی ژوند ولرئ د وخت او فعالیتونو اړوند دا لارښوونې تل په پام کې ونيسئ.  

لومړی| د وخت ارزښت ومنئ!

اکثره خلک وخت له سروزرو سره تشبیه کوي؛ خو په حقیقت کې وخت له سروزرو ډېر قیمتي وي. دا ځکه چې که طلا له لاسه ورکړو، بېرته یې موندلای شو؛ خو وخت داسې څه دي، چې هېڅکله یې بېرته نه شو ترلاسه کولای. نو زموږ د لومړنۍ توصیې په توګه دا پخپل فکر او زړه کې ځای کړئ، چې وخت ډېر ارزښناک دی، ډېر!  شاید ووایئ چې د وخت مدیریت سخت دی؛ خو داسې نه ده. پدې برخه کې دا خبره کافي ده، چې وايي: "بد خبر دا دی، چې وخت پرواز کوي؛ خو ښه خبر دا دی، چې ته یې پیلوټ یې."  

دویم| خوب مو منظم کړئ!

څېړنو ثابته کړې، چې منظم او کافي خوب کول تاسو ته دا وړتیا درکوي، چې وخت مو سم مدیریت کړئ. د خوب په برخه کې دوه خبرې خورا مهمې دي. یوه دا چې تل وخته ویدېږئ او وخته پاڅېږئ. بله دا چې بې خوبي مکوئ. که دا دوه لارښوونې عملي کړئ، تاسو به د کار، زحمت او د وخت د مدیریت پوره وړتيا پيدا کړئ.    

درېيم| وخت مدیریت کوونکي اپليكېشن وکاروئ!

د ټیکنالوژۍ پدې زمانه کې باید له داسې اپلیکېشنونو سره بلد اوسئ، چې تاسو ويښوي، وخت درښيي او د خپل کار په یادولو کې درسره مرسته کوي. پدې برخه کې د Timer، Remainder او Alaram نومونه د یادولو وړ دي.  

څلورم| ډېره تفریح مکوئ!

د عمر په اکثریتو پړاونو کې انسان تفریح، بنډارونو، شب ګیرو او چکرونو ته لېوالتیا لري؛ خو دا هر څه باید مناسبه اندازه ولري. پدې کارونو کې افراط تاسو د ناکامۍ کندې ته غورځولای شي. نو د یو لوستي انسان په توګه باید له ډېرو بنډارونو، چکرونو او نورو هغو کارونو څخه ځان وساتئ چې ستاسو وخت ضایع کوي.

پنځم| کاري لومړیتوبونه وپېژنئ!

که تاسو هممهاله د څو کارونو په ترسره کولو مجبور یئ؛ نو باید خپل کاري لومړیتوب وپېژنئ. خپل کارونه په ډېر مهم، مهم، عادي او غیر ضروري ډلګیو ووېشئ. پدې توګه به ستاسو په کارونو کې ښه والی راشي او هر کار به مو په سم وخت کې ترسره کړی وي.  

شپږم| هممهاله دوه کارونه مکوئ!

شاید ډېرو ته په یوه وخت کې د دوو کارونو ترسره کول له وخت څخه ډېره ګټه اخیستنه ښکاره شي؛ خو دا چاره ستاسو د کار کیفیت ته زیان رسوي. نو په ورته وخت کې د ډېرو کارونو له ترسره کولو ډډه وکړئ. په یوه وخت کې یو کار وکړئ؛ خو سم یې وکړئ.

Related Articles

Apr 10, 2021
2,586 views

دؤه نيم سؤه کلن بغاوتونه

موږ دا هر وخت په جار وايو او پرې نازېږو هم چې افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري. ځان هم راته ډېر معزز او قدرمن په دې اعزاز ښکارې چې ځان ته يې ورکوو خو که ډېر شاته لاړ نۀ شو او خپل تېر شؤی ۲۷۴ کلن تاريخ ولولو چې موږ ورته معاصر تاريخ هم وايو او د احمد ش...

Dec 23, 2021
1,754 views

لانګ فیلو وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د نړۍ او په ځانګړې توګه د نوموتو امریکايي شاعرانو/لیکوالو په قطار کې لانګ فیلو هم د یوه خاص مقام/ځای خاوند دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مختصر خو مهم معلومات ولولئ.   د لانګ فیلو لنډ ژوندلیک د امریکا ددې منلي شاع...

Jan 22, 2024
1,054 views

آشنایی با انواع قراردادها

💠 آشنایی با انواع قراردادها 💠 در بسیاری از پروژه هایی که برونسپاری میگردد، قراردادی بین دوطرف اصلی پیمان و یا دیگر عوامل منعقد میگردد. شرایط و ضوابط این قراردادها با یکدیگر متفاوت است و لازم است آشنایی با انواع و شرایط هریک از انواع قراردادها در ت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,025 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,213 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,225 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...