خواږه!

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 16, 2022
4 years ago
2,268 views
خواږه!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

حکایت دی، چې يوې مور خپل زوی ګاندي ته راوست او ورته ویې ویل: "دی خواږه/بوره خوري. ورته بدېږي؛ خو زما خبره نه مني. تاسو یې منع کړئ. ممکن خبره مو ومني."

ګاندي وویل: "یوه اونۍ وروسته راشئ."

کله چې یوه اونۍ وروسته مور او ماشوم راغلل. ګاندي ماشوم ته مخ کړ. ویې ویل: "مور دې سم وايي. بوره مه خوره! درته بدېږي." هلک یې خبره ومنله.

مور یې په تعجب وپوښتل: "نو ولې دې یوه اونۍ وروسته وغوښتلو!؟ دا خبره خو دې ورته هماغه ورځ هم کولای شوه."

ځواب یې ورکړ: "هو؛ خو هغه وخت ما پخپله بوره خوړله. نو شاید زما خبرو پرې تاثیر نه وای کړی."  

د حکایت درسونه  

له دې په زړه پورې حکایت څخه خورا لوی درسونه اخيستلای شو، چې ځينې مهم یې پدې ډول دي:

  • که غواړئ نور اصلاح کړئ، لومړی باید د خپل ځان په اصلاح لاس پورې کړئ. 
  • خبرې مو هغه وخت اغېز/تاثیر پيدا کوي، چې رښتوني اوسئ. 
  • تل لومړی پخپله هغه بدلون اوسئ، چې غواړئ په نړۍ کې یې وګورئ.  
  • که پخپله نشه یي توکي کاروئ او نه غواړئ اولادونه مو پدې توکو روږدي شي؛ نو مبارزه به مو ناکامه او یا هم نیمګړې وي. که غواړئ بريالي شئ نو لومړی پخپله له یادو توکو لاس واخلئ.
  • په نړۍ کې د هر بدلون پیل له ځانه کېږي. که ځان اصلاح کړئ نړۍ اصلاح کولای شئ. 

Related Articles

Oct 24, 2021
2,164 views

الحرم مسجد

لیکنه: شکېبا نادري، الحرام جومات   لیکنه: شکېبا نادري    د نړې له لرغونو او پخوانیو درېیو  جوماتونو، چې لومړی یې نبوي، دویم اقصا او درېیم یې الحرام جومات دی. موږ د نبوي او اقصا جوماتونو په اړه په تېرو لیکنو کې معلومات وړاندې کړل او په دې لیکنه کې...

Dec 25, 2021
3,021 views

د سترګو شاوخوا توروالی څنګه له منځه یوسو؟

لیکنه: شکېبا نادري د سترګو د شاوخوا توروالی څنګه له منځه یوسو؟   د انسانانو د ښکلا تر ټولو اړین شرط د مخ پاکوالی دی، که یو کس هر څومره ښایسته وي، خو د مخ پوستکی یې خالونه او تورې لکې ولري، ښایسته نه ښکاري، ځینې وخت د انسانانو د سترګو شاوخوا تورېږي...

Dec 29, 2020
2,450 views

په روم کې د جمهوریت پيل

ژباړه - حمایت ارمان په روم کې د ښځو تاریخ له یوې تراژیدي پیل شو. له رومي جمهوریت څخه وړاندې دلته ایټرسکن کورنۍ حکومت کاوه. پاچا یې یوه شپه د یوه شریف ښاري بروټس کور ته ورځي، ګوري چې هغه په کور نشته، نو په مېرمن یې (لوکریشیا) جنسي تېری کوي.   بله ور...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,534 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,106 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,900 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...