کله چې د مطالعې نوم اورو نو ذهن کې مو یوازې ناولونه، لنډې کیسې، سیاسي کتابونه او ارواپوهنې کتابونه راځي او فکر کوو همدې کتابونو لوستلو ته مطالعه وایي. ما دا خبره ځکه وکړه چې دا څووم ځل دی د طب د برخې محصل ملګري په لاس کله د ناولونو، کله د خوبونو د تعبیرونو کتابونه او یا سیاسي کتابونه ګورم. دټولنیزو او ادبي کتابونو مطالعه کول او یا ذوق مطابق د بل هر کتاب مطاله کول پرته له شک چې ګټه لري؛ خو زما په نظر د ژوند ټولو برخو کې د ځان بسیاینې او په مسلکي لحاظ پرمختګ لپاره اړتیا ده چې مطالعې ته یوازې له ټولنیزې او ادبي زاویو ونه ګورو. مطالعه ژوند پورې تړلو ټولو مسایلو او موضوعاتو کې مهم او برخلیک ټاکونکی رول لري او په هره برخه کې د یوې ټولنې د پرمختګ سبب ګرځي. زه یې دلته له څو هغو یادونه کوم.
1ـ مطالعه نوښت را منځته کوي او نوښت د انساني ژوند د سعادت سبب ګرځي.
نړۍ کې چې هره برخه کې نوښتونه او اختراعات شوي دي ډیر کم به تصادفي او یا هیڅ نه وي. که موږ اوسنۍ نړۍ له سل کاله پخوا سره مقایسه کړو دا به راته څرګنده شي چې نړۍ ډیر پرمختګ کړی دی او دا پرمختګ یې د مطالعې برکت دی.
د روغتیا، لوړو زده کړو، ابادۍ… او نورو ټولو برخو پرمختکونه او نوښتونه پرته له شک چې د مطالعې برکت دی. همدارنګه که موږ اوسنی ژوند پرته له موبایل، پرته له انټرنیټ، پرته له برېښنا د یوې شیبې لپاره تصور کړو؛ نو وبه وایو چې انساني ژوند ناممکن دی او نړۍ پرته له ورستیو نوښتونو یوه تیاره کره ده. نو موږ کولای شو د مطالعې پر مټ په مختلفو ساینسي برخو کې د نورو نوښتونه مطالعه او یا خپله نوښتونه را منځه کړو.
2ـ د مطالې په برکت موږ د پخوانیو له تجربو خبری، پرمختګ او بریا ته ډیر لنډ رسیږو:
مطالعه موږ له دې خبروي چې کوم کارونه زموږ پخوانیو نسلونو اشتباهات او لاسته راوړنې کومې دي؟ کومو کارونو ته یې دوام ورکړو او له غلطیو یې څنګه ځان خبر او وژغورو.
همدارنګه مطالعه هدف ته لار را لنډوي؛ ځګه هغه څه چې پخوا تجربه شوي راته معلومیږي له بدې تجربې د تکرار مخه نیول کېږي، چې دا چاره خپله هدف ته د لنډیدو سبب ګرځي.
3ـ مخکې له دې چې څه ولیکو مطالعې ته اړتیا لرو؛ که ووایم له مطالعې پرته په یوې موضوع مقاله یا کتاب لیکل ناشوني دي، مبالغه به مې نه وي کړې؛ ځکه مطالعه ذهن روزي او موږ د دې جوګه کوي چې په یوې موضوع لیکل وکړو، که دا موضوع ټولنیزه، سیاسي او ساینسي وي.
دې برخه کې یوه تجربه دا هم ده که څوک ټولنیزه برخه کې ډیره مطالعه وکړي، نو که سبا کوم کتاب لیکي ښکاره خبره ده چې د ټولنیزې مطالعې نه په الهام به په یوې ټولنیزې موضوع کتاب لیکي. که څوک په ادبي برخه کې ډیره مطالعه وکړي، نو که بله ورځ کتاب لیکي ممکن ادبي کتاب ولیکي ځکه همغې برخه کې یې مطالعه کړې ده او د هغې برخې پرمختګونه او نیمګړتیاوې ورته معلومې دي.
نو د مطالعې پرمهال باید د ټولنې اړتیا او مسلک ته پام وشي. که څوک ډاکټر وي او د طب په برخه کې پراخه او منظمه مطالعه و کړي، پرته له شکه چې د طب د پرمختګونو او ځینو برخو کې د نیمګړتیاوو په درک سره به بله ورځ په یوې طبعې موضوع څیړنه وکړي او کتاب په چاپ کړي چې پرمټ یې د طب د برخې خالیګا او د ټولنې اړتیا پوره شي.
دلته باید د دې خبرې یادونه وشي چې ارواپوهان وایي درې ډوله ذهنونه شته:
1ـ کمزوری ذهن، 2 ـ متوسط ذهن، 3ـ قوي ذهن
موږ کولای شو د مطالعې پر مټ کمزوری ذهن متوسط او متوسط ذهن پیاوړی کړو.
ځینې ارواپوهان دا هم وایي چې کمزورې او قوي حافظه وجود نلري؛ یوازې هغه حافظه قوي ده چې روزل شوې وي. نو هیله ده ټولنه کې د ځینو عامو ناسمو باورونو خلاف د ټولنې او وخت اړتیا ته په کتو موضوعات مطالعه کړو، له پرمختګونو او نمګړتیاوو یې خبر شو، چې د نیمګړتیاوو بشپړولو لپاره یې کتابونه ولیکو.
Related Articles
د نامنظم میاشتني عادت لاملونه څه دي؟
ژباړه ـ ریاض مقامزی په مېرمنو کې د تناسلي الې له لارې د وینې راتګ ته میاشتنی عادت ویل کېږي. دا چاره هره میاشت د څلورو، پنځو ورځو او آن په ځینو مېرمنو کې د یوې اونۍ لپاره ترسره کېږي. منظم میاشتنی عادت د مېرمنو د روغتيا په معنا ده. مېرمنې باید ددې چار...
ګابريل ګارسيا څوک و!؟
لیکنه ـ ریاض مقامزی کله چې د نړېوالو ادبیاتو مطالعه پیل کړو، نو حتما د ګابریل له نوم سره مخ کېږو. نوموړی په لاتینه امریکا کې زېږدلی او آثار یې نړېوال محبوبیت لري. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې چې نوموړی تر یوه بریده در وپېژنو. د مارکېز لنډ ژوندلیک...
ډیورنډ کرښه
ډیورنډ کرښه 1- ډیورنډ کرښې په نوم پاکستان سره د افغانستان کوم تړون نشته د ډیورنډ کرښې په نوم تړون نژدې ۱۲۴ کال مخکې امیر عبدالرحمن خان د برتانیا تر سخت فشار لاندې له بریتانوي هند سره لاسلیک کړی. کله چې بریتانیا له هنده ووتله او هند وویشل شو، د...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...