جومات او ميخانه (شرابخانه)

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 23, 2022
4 years ago
1,696 views
جومات او ميخانه (شرابخانه)

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

حکایت دی، چې په لمانځه کې د یوه کس موبایل وشرنګېد. سندره پرې ثبت وه. خلکو تهدید کړ او ویې رټه. هغه هم جومات ته تګ پرېښود. بله ورځ همدا کس میکدې (شرابخانې) ته لاړ. پیاله ترې ولوېده؛ ټوټه ـ ټوته شوه. مالک یې په خوږه لهجه وویل: "خیر دی. له سر نه دې ځار!" له هماغې ورځې وروسته یې دایمي پېرېدونکی شو.  

د حکایت درسونه

ځينې خلک فکر کوي، چې دا حکایت دیني ارزښتونو ته د یو ډول سپکاوي لپاره جوړ شوی؛ خو حقیقت برعکس دی. اصلا پدې حکایت کې موږ خپل دیني ارزښت ته متوجه کېږو. چې هغه نېک چلند او ښه اخلاق دي. که د رسول الله ﷺ سیرت مطالعه شي، د ترحم، ښه اخلاق او نېک چلند سلګونه/زرګونه بېلګې موندلای شو؛ ګڼې داسې واقعې شته، چې د رسول الله ﷺ او صحابه کرامو "رض" له نېک چلند څخه نور خلک متاثره شوي او مسلمانان شوي دي؛ نو پر دې اساس ددې نکل دقیقه معنا ستاسو په فکر کې لوی مثبت تغییر راوستلای شي. له دې حکايت ځينې نور عمومي درسونه پدې ډول دي.

  • د خپلو الفاظو ساتنه وکړئ او په ډېر فکر خبرې کوئ. ستاسو کوچنۍ خبره، پېغور، ښکنځل او نورې بدې خبرې د یو چا پوره ژوند تباه کولای شی. هېچا ته د ته نه پوهېږې، کم عقل یې، ته به ښه ورځ و نه ګورې، ډارن یې او ورته نور الفاظ مه کاروئ. کېدای شي هغه رښتيا هغسې نه وي؛ خو ستاسو دا خبره له هغه رښتيا هماغسې بد او ناکام انسان جوړ کړي.
  • د خپل چلند په فکر کې اوسئ. هېڅکله داسې چلند مه کوئ، چې له امله یې کوم کس د کمترۍ، کمزورۍ، بې وسۍ او تحقير احساس وکړي. پخپل ژوند کې ډېر نرم او نېک چلند کړئ.
  • دا ومنئ چې ستاسو خبرې او رفتار پر نورو اغېز لري. ځينې خلک فکر کوي، چې ددوی خبرې او رفتار د نورو پر ژوند اغېز نه لري؛ خو داسې نه ده. ستاسو سوړ چلند یو ملګری مو پر ملګرتیا بې باوره کولای شي، له ټوکو یو څوک کمزوری مخاطبول هغه رښتيا کمزوری کولای شي؛ نو دا ومنئ چې ستاسو خبرې او رفتار پر نورو اغېز لري. پر دې اساس خپل رفتار او خبرې مثبتې کړئ، ترڅو پر نورو مو اغېز هم مثبت وي.
  • ليکنه خپره کړئ، ترڅو نور خلک ترې هم برخمن شي. 

Related Articles

Dec 16, 2021
4,037 views

امارت څه ډول نظام ته ویل کېږي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له سقوط وروسته اوس په افغانستان کې ت.البان د "اسلامي ا.مارت" تر عنوان لاندې د چارو واګي په لاس کې لري. شاید تاسو ته هم دا پوښتنه پیدا شوې وي، چې دا څه ډول نظام دی؟ له نورو نظامونو سره څه توپیر لري...

Jul 01, 2022
1,652 views

Point of View in Story

Stories can be told from different points of view; the point of view depends on who is telling the story. If the narrator is a character in the story, the pronoun in the text is usually "I". This is called first-person narrator. If the narrator is a...

Nov 04, 2023
971 views

اوبو رسولو انجینری سافټویر

د اوبو رسونې انجنیرۍ د ډیزاین په برخه کې EPANET یو پېژندل شوی سافټویر دی. چې ګڼ شمېر د ډیزاین انجنیران ورڅخه کار اخلي. اوس دا سافټویر له QGIS سره یو ځای شوی. د GIS د ارزښت او وړتیاوو په اړه ډېری ځوانان پوهېږي. د دې دواړو مهمو سافټویرونو یوځای کېدل د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,678 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...