ایا پوهېږﺉ سرکه د کومو شیانو د خرابېدو لامل کېږي؟

i
imranghani
Author
Feb 24, 2022
4 years ago
1,884 views
ایا پوهېږﺉ سرکه د کومو شیانو د خرابېدو لامل کېږي؟

لیکنه: شکېبا نادري

ایا پوهېږئ سرکه د کومو شیانو د خرابېدو لامل کېږي؟

 

هر څوک غواړي چې پاک او ښکلی کور ولري، د خپل کور د پاکولو لپاره له بېلابېلو موادو څخه کار اخلي چې یو له دغو موادو څخه سرکه ده.

طبیعي او ارزانه سرکه د کور د وسایلو د پاکولو لپاره تر ټولو غوره او اسانه لار ده.

سرکه یوه پیاوړې پاکوونکې ماده ده چې کولای شي د کور د وسایلو غوړوالی، توروالی او ان د ځینو باکټریاوو د له منځه وړلو لامل شي، خو په سرکې سره د ځینو وسایلو پاکول ناسم دي، ځکه د وسایلو د خرابوالي لامل کېږي.

چې موږ په نننۍ لیکنه کې ورباندې خبرې کړې دي.

سرکه ډېر ډولونه لري، خو هغه سرکه  چې د وسایلو د پاکولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي کمې دي.

د وسایلو د پاکولو لپاره تر ټولو  مناسبه سرکه سپینه سرکه ده.

کله چې سپینه سرکه د لږ اوبو سره یو ځای کړئ، د وسایلو د پاکولو لپاره تر ټولو ښه لار ده.

۱: هېڅکله د جامو د مینځلو له مایع سره سرکه مه ګډوئ!

ځینې کسان د دې لپاره چې جامې یې ښې پاکې شي د جامو مینځلو له مایع سره سرکه ګډوي، دا کړنه د کلر ګاز د تولید لامل کېږي، چې د تنفسي ستونزو، ټوخی، د سترګو، پوزې او خولې د سوځېدلو لامل کېږي.

۲: هېڅکله د ډبرینو وسایلو د پاکولو لپاره له سرکې څخه ګټه مه اخلئ!

هېڅکله د ډبرینو وسایلو لپاره له سرکې څخه کار مه اخلئ لکه ګرانیټ، ځکه د وخت په تېرېدلو سره په سرکه کې شته اسید د ډبرینو وسایلو د خرابېدلو لامل کېږي.

۳: د چاړه او چاقو د پاکولو لپاره

هېڅکله د اوسپنیز وسایلو د پاکولو لپاره له سرکې څخه ګټه مه اخلئ، ځکه په سرکه کې شته اسید د اوسپنې د ژورېدلو، زنګ وهلو او ان د له منځه تلو لامل کېږي.

د دې پر ځای د لوښو مینځلو له مایع څخه د خپل پخلي د چاړه مینځلو او پاکولو لپاره ګټه واخلئ..

۴: د هغو وسایلو لپاره چې له لرګیو څخه جوړ دي

سرکه د وخت په تېرېدلو سره د لرګیو د وسایلو د خرابوالي او د له منځه تلو لامل کېږي.

۵. د جامو په ماشین کې د سرکې اچول

سرکه د جامو د ماشین لپاره یوه خطرناکه ماده ده، د وخت په تېرېدو سره په سرکه کې شته اسید د دې لامل کېږي چې د جامو د ماشین پېچونه زنګ ووهي او د پلاستیکي برخو د له منځه تللو لامل شي. 

۶. د الکټرونیکي وسایلو پاکول

سرکه د ښیښو د پاکولو لپاره تر ټولو ښه پاکوونکې ده، خو هغه ښیښې چې د ځېرکو موبایلونو، کمپیوټرونو او ټلوېزیونونو په جوړولو چې ترې ګټه اخیستل شوې ده خرابوي، سرکه د لمر پر وړاندې د یادو وسایلو د ښیښو مقاومت له منځه وړي او د خرابېدو لامل یې کېږي.

 نو ښه ده چې د سرکې څخه د ګټې اخیستلو پر مهال پام وکړو.

Related Articles

Apr 10, 2021
2,575 views

دؤه نيم سؤه کلن بغاوتونه

موږ دا هر وخت په جار وايو او پرې نازېږو هم چې افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري. ځان هم راته ډېر معزز او قدرمن په دې اعزاز ښکارې چې ځان ته يې ورکوو خو که ډېر شاته لاړ نۀ شو او خپل تېر شؤی ۲۷۴ کلن تاريخ ولولو چې موږ ورته معاصر تاريخ هم وايو او د احمد ش...

Jun 02, 2023
1,603 views

کانکریټو کنترول ټیسټونه

د#کانکریټو کنترول ټیسټونه.تازه کانکریټو او سخت شويو کانکړیټو لپاره چې کوم ټیسټونه چې په ساحه یا لابراتوار کې باید اجراء شې په لاندې ډول سره دي:#ترتیب او ژباړه. استاد صابرشاه صابري1. د #تازه اچول شويو کانکریټو لپاره:نمونه اخیستنه.Samplingترکیب( سلمپ،ک...

Apr 05, 2023
2,584 views

Casa 1000 project کاسا زر پروژه

کاسا (CASA)1000 پروژه CASA= Central Asia to South Asia  د مرکزي اسیا-جنوبي اسیا د برېښنا پروژه چې په عام ډول د CASA-1000 په نوم یادېږي، د 1.170 میلیارد ډالرو په ارزښت پروژه ده چې دا مهال تر کار لاندې ده چې له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او بال...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,873 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,168 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,121 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...