د اتوم بم کیلي له چاسره وي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 08, 2022
4 years ago
2,536 views
د اتوم بم کیلي له چاسره وي؟

وروسته له هغه چې روسیې پر یوکراین برید پیل کړ او د امریکا په ګډون یو شمیر هیوادونو د روسیې پر ضد د یوکراین د ملاتړ اعلان وکړ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په نا ببره توګه یې خپلو اتومي ځواکونو ته د تیارسي امر وکړ.  

د جغرافیې له اړخه روسیه د نړۍ تر ټولو ستر هیواد  دی او یوکراین بیا په دې لیست کې ۴۵ نمبر دی، روس غواړي چې یوکراین د ناټو سازمان غړیتوب ترلاسه نه کړي  ،خو یوکراین دغه کار کوي او له ناټو سره یې اړیکې ټینګې کړې دي.  ملګرو ملتونو پر یوکراین د روسیې برید وغندلو او پر روسیې یې بندیزونه ولګول، بلخوا ناټو د روسیې شاوخوا کې  پخپل غړو هیوادونو کې یې خپل  ځواکونه زیلات کړل، دغه کار پوټین دې ته اړ کړل چې د فرورۍ په ۲۷مه، یې امر وکړ چې اتومي وسلې په بیړنۍ حالت کې قرار ولري.  

دا باید وویل شي چې په نړۍ کې تر ټولو زیات اتومي وسلې له روسیې سره دي او د پوټین نوي اعلان سره نړیوال بحران رامنځته کیدای شي بلخوا د روسیې ترڅنګ له امریکا، چین، او برتانیې سره هم لسګونه اتومي وسلې شته دي. دغه راز پاکستان، هندوستان، اسراییل، فرانسه او شمالي کوریا سره هم اتومي وسلې لري.  

اوس سوال دادی چې داتومي وسلو د کارولو واک او کیلي له چا سره وي؟

په روسیه، امریکا، چین او بریتانیا کې د اتومي وسلو کارولو کیلي له چا سره ده؟

د امریکا د توغندویو د ادارې یو تن پخواني افسر بروس بلیر چې اوس مړ شوی، پخوا ویلي وو، چې د اتومي وسلې کارول په یوه دقیقه کې ترسره کیږي او دوی هر وخت د ولسمشر ددې حکم منتظر وي.  هغه زیاته کړې وه : ” زموږ ۲۴ ساعته د کمپیوټر په سکرین سترګې وي، څو که حکم ترلاسه شي چې ژر یې عملي کړي. “  بروس وایي، په امریکا کې د اتومي وسلو دکارولو کیلي یواځې ولسمشر وي.  

ده ویلي، د امریکا ولسمشر سره هر وقت یوه ځانګړې ډله وي، له هغوی سره یو بکس وي، دې بکس ته اتومي فوټبال وایي، دا د تور رنګ چرمي بکس وي، په ښکاره توګه عادي ښکاري، خو دننه په بکس کې ډیر مهم الات وي چې له دې سره ولسمشر تل خپلو سلاکارانو سره سلا مشورې کوي.  بروس بلیر وایي، په دې بکس کې د کارتونونو دیوه کتاب په څیر پاڼه هم وي، په دې پاڼه کې د اتومي وسلو او میزایلو او هدفونو په اړه تفصیلي معلومات لیکل شوي وي، په دې کتاب کې دا هم لیکل شوی وي، چې که اتومي برید وشي، څومره خلک به مړه شي !  

دامریکا د ساینسدانانو دفدراسیون د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ کال تر پیله پورې له نهو هیوادونو سره شاوخوا ۱۲ زره او ۷۰۰ اتومې وسلې شته دي ، چې تر ټولو زیاتې له روسیې سره دي، بیا له امریکاا سره دي.

 د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې، روسیه ۵۹۷۷ ، امریکال ۵۴۲۸، چین ۳۵۰، فرانسه ۲۹۰، بریتانیا ۲۲۵، پاکستان ۱۶۵، هندوستان ۱۶۰، اسراییل ۹۰ او شمالي کوریا سره ۲۰ اتومي میزایل شته دي.  سرچینې زیاته کړې چې په امریکا د اتومي میزایل توغولو پروسه له دفاع وزارت پنټاګونه ترسره کیږي، خو دې لپاره د ولسمشر حکم اړین وي، خو ولسمشر باید اړونده افسر ته په دقیقه توګه خپله پيژندګلوي وکړي، دا پیژندګلوي په یوه کارت کیږي او دا کارت تل ولسمشر سره وي، ځکه خو د امریکا ولسمشر ته د نړۍ تر ټولو ځواکمن ولسمشر ویل کیږي. بروس بلیر وایي، چې دده په ټول ماموریت کې یو ځل داسې وانګیرل شوه چې ګوندې په نړۍ کې اتومي جګړه پیلیږي، هغه مهال موږ ته وویل شول چې د اتومي جګړې لپاره چمتو شئ.  هغه وایي : ” موږ ته د اتومي میزایل توغولو کوډ راکړل شو پر چوکۍ کېناستو او د میزایل توغولو وروستي حکم ته منتظر وو، خو ښه و، چې حکم رانغی “  

دا ۱۹۷۳ کال و، چې عربي هیوادونه او اسرایل سره مخامخ وو، خو ښه شو، چې خبره تر اتومي جګړې ونه رسیده، تر دې مخکې په ۱۹۶۰ کال کې د کیوبا د میزایل د پروګرام پر سر امریکا او شوروي اتحاد اتومي جګړې ته سره نږدې شوي وو.  

د روسیې د وسلو یو پخوانی ماهر ایګور سیزګن چې اوس په لندن کې میشت دی وایي، چې دامریکا په څیر د روسیې ولسمشر سره هم یو اتومی بکس وي، په دې بکس کې د اتومي وسلو او میزایلو کوډونه وي، دا بکس تل ولسمشر سره وي، کله چې ویده کیږي هم د هغه په لس شل مترۍ کې وي، کله چې پر روسیې برید وشو، نو دغه بکس کې یو زنګ وهل کیږي، دې سره هم مهاله ولسمشر بکس ته ځان رسوي، بیا لومړي وزیر او دفاع وزیر سره اړیکه کوي. دغه راز دا ډول دوه بکسونه د روسیې لومړي وزیر او دفاع وزیر سره هم وي، خو حکم یواځې ولسمشر ورکول شي.  ایګور وایي، تر اوسه داسې یو ځل شوی چې ولسمشر دغه بکس خلاص کړی، دا ۱۹۹۵ کال د جنورۍ ۲۵مه نیټه وه، چې په بکس کې د خطر زنګ ووهل شو، هغه مهال بورس یلسن د روسیې ولسمشر و، هغه مهال روسي ځواکونو پر بحر یو میزایل لیدلی و، چې په تیزۍ سره د روسیې په لوري روان و، ولسمشر بورس یلسن دغه بکس خلاص کړ، په داسې حال کې چې له هغه سره شاوخوا نهه دقیقې وخت و، له لومړي وزیر او دفاع وزیره سره یې سلا مشورې پیل کړې.

 خو وروسته معلومه شوه، چې د خطر زنګ په تیروتنې سره وهل شوی و، هغه په اصل کې د ناروې یو راکټ و، چې د ساینسي معلوماتو لپاره فضا ته خوشې شوې وه. ایګور وایي چې په روسیه اکثره د اتومي وسلو د کارولو لپاره تمرینات ترسره کیږي.  

د بریتانیا یو پروفیسر پیټر بینیسي وایي چې دغه هیواد سره د اتومي میزایلو توغولو څلور آبدوزونه شته دي چې په یوه حکم سره اتومي برید کولی شي.  د هغه په وینا، د بریتانیا په نظام کې د اتومي وسلو د کارولو حکم یواځې لومړي وزیر ورکولی شي .  

د چین د نړیوالو پالیسیو د ادارې یو تن غړی ټونګ جاو وایي چې تر اوسه څه ځلې د اتومي جګړو د پیلیدو خبرې شوې دي، چې له امله یې ټول انساني نسل له ګواښ سره مخامخ شوی دی.  

هغه وایي چې چین د خپلو مشرانو او اتومي وسلو له بریده د ساتلو لپاره خوندي اقدامات کړي دي.  ده زیاته کړې، چین د غرونو لاندې سل سل متره ژور تونلونه کنستي دي، او د اتومي بریدونو پر مهال یې مشران هلته پټ وي او د ځوابي برید لپاره تصمیمونه نیسي.  ټونګ جاو وایي، تر اوسه هیچا ته نه ده معلومه چې د اتومي وسلو کارولو حکم د چین د کمونست ګوند اجراییه کمیټه کوي او که ولسمشر؟

د پژواک له ویبپاڼې 

Related Articles

Jan 15, 2023
1,428 views

بازبینی لعان در حقوق افغانستان || Reviewing (La'an) Accusing wife of adultery / Denying child in laws of Afghanistan

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar چکیدهلعان از جمله‏ی ادله اثبات دعوا محسوب شده که کاربرد آن در انتساب زنا به زوجه و نفی نسبت ولد به والد است. مقنن ما به تبعیت از آرای فقها...

May 31, 2023
1,261 views

motivation letter and Personal Statement pashto

د ماسترۍ د غوښتنلیک په برابرولو کښې  د انګلیسي تر سند وروسته د Personal Statement یا هم ښه Motivation letter لیکل یو څه ستونزمن کار دی. نور اسناد برابرول او فورمې ډکول اسانه دي. د دې لپاره چې د ځان په اړه معیاري لیکل وکړئ لومړی باید یو لارښود او په ه...

Jun 27, 2022
1,762 views

مطالعه ونه کړئ، دا ۳۴ زیانونه به ووینئ

که مطالعه ونه کړئ، دا ۳۴ زیانونه به ووینئ  که په لاندې څلور دېرش کړنو کې کوم یوه پخپل وجود کې ګورئ نو مطالعه وکړئ مطالعه مو له تیارو دې رڼا پر لور بیا یي.۱- خلکو او ټولنې سره به یې پېژندلګلوي کمه وي۲- پر ځان او نفس به باور نه لري۳- تکراري خبرې به کو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,694 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,003 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...