د پرمختګ راز

A
Abdul wali
Author
Mar 14, 2022
3 years ago
3,423 views
د پرمختګ راز

څنګه کولی شو چی پرمختګ وکړو او خپل ژوند جوړ کړو؟

(بریالی شخصیتونه مختلفه کارونه نه ترسره کوی بلکی کارونه په مختلفو بڼو ترسره کوی)

د ژوند جوړول او پرمختګ کول دا مانا چې ته خپل شخصیت او خپل ژوند ته د قدر په نظر ګوری. دا هغه لومړنی ګام دی چې تا ته دا احساس درکوی چی د خپل ژوند او خپلو کړنو په باره کی بیا بیا فکر وکړی.

دا فکر بیا د دی لامل کیږی چی ډیری څيړنی وکړی او بلاخره ځان په دی پوه کړی چې د انسان جوړښت تر شا څه دی؟ او د کوم هدف لپاره پيدا شوی؟ ژوند څه شی دی؟

ژوند د خوښیو او غمونو ټولګه ده. که چیرته مونږ خپل ژوند د قدر وړ وګڼو او مثبت تفکر پری وکړو نو یقینا بریا به زمونږ په برخه وی، مثبت فکر مونږ ته د ژوند خوښی راکوی او مونږ د بریا تر هسکو رسوی.

هغه څه چی شاته پاتی کیږی هغه باید پریښودل شی تل آینده ته فکر کول او خپل ځان مقایسه کول د ټولنی سره مهمه او اړینه برخه ده، تل باید دا تفکر وکړو چی زه  ځوک یم او څه باید ترسره کړم؟

تل خپل شخصیت او ژوند ته مثبت فکر کول مونږ بریالی کوي.

Related Articles

Jul 02, 2023
1,781 views

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي عمران اختر نړۍ ورځ تربله د ټیکنالوژۍ پر مټ اسانتیاوي رامینځته کوي، همدا ټیکنالوژي د انساني مهارتونو پایله ده، چې د ډيرو انسانانو کار یو ماشین ترسره کوي. نو ویلای شو چې مهارت هغه اصطلاح ده چې پوهه، وړتیا او د عملي کارون...

Apr 22, 2022
2,464 views

د قدر شپه څه وخت ده؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري د قدر شپه څه وخت ده؟    د قدر شپه یعنې هغه فرصت چې اللهﷻ د خپل فضیلت او لورینې له امله د خپلو بندګانو د ګناهونو او بښنې لپاره ورکړی دی، تر څو دوی په دغې مبارکې شپې کې عبادت وکړي او ګناهونه یې وبښل شي. موږ په نننۍ لی...

Jun 17, 2023
1,859 views

کتاب څه ډول باید ولوستل شي

کتاب څه ډول باید ولوستل شي، د زیرک لوستلو عملي لارښوود لیکوالان:مورټیمر اډلر او چارلس وان ډورین معرفي کوونکی: احمدالله ارچیوال د ډلبندۍ له اړخه دا کتاب یو عملي لارښود دی.  کتاب څه ډول لوستل کېږي.......، د بېلا بیلو موضوعاتو په اړه د لیکل شويو کتاب...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,672 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,984 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...