آیا وېره رواني ستونزه ده؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 06, 2022
3 years ago
2,293 views
آیا وېره رواني ستونزه ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

آيا پوهېږئ، چې وېره څه ده؟ وېره د فشار پر وړاندې د انسان د طبیعي غبرګون یو ډول دی. موږ ټولو د ژوند په ځینو حالاتو کې وېره تجربه کړې ده؛ مګر په دې لیکنه کې پر دې طبیعي وېرې خبرې نه لرو. بلکې هغه اظطراب (وېره) به وپېژنئ، چې رواني ناروغي ده. 

وېره (اظطراب) څه ډول ناروغي ده؟

د ناڅاپي غږ په اورېدو، د وېرونکي څېرې په ليدو، له ازموینې وړاندې او په ورته نورو حالاتو کې وېرېدل عادي بڼه لري نو ځکه د اندېښنې وړ نه ده؛ خو که دا ستونزه جدي شي او پرله پسې د وېرې احساس لرئ نو پوه شئ، چې په رواني اختلال اخته یاست. پر دې ناروغۍ اخته وګړي په دوامداره توګه وېره، اندېښنه او خفګان احساسوي. آن تر دې، چې ددوی ورځنۍ چارې ټکنۍ کوي. خو له نېکه مرغه دا ناروغي د درملنې وړ ده او انسان کولای شي له دې حالته ووځي. 

علایم

که څه هم وېره یوه داخلي رواني ناروغي ده؛ خو نښې نښانې یې د لیدلو او درک وړ دي. ددې ناروغۍ عمده علایم عبارت دي له:  

  • د وېرې، وحشت او ناقرارۍ احساس
  • د خوب نا آرامي
  • وېروونکي خوبونه لیدل
  • د لاسو او پښو يخېدل او یا خوله کېدل
  • د ساه لنډون
  • د زړه چټک ضربان
  • د خولې وچېدل
  • ناقراري او خفګان
  • په لاسونو کې د سوخت او بې حسۍ احساس
  • زړه بدوالی
  • د بندونو شخوالی
  • ګنګسیت او سر ګرځېدل 

د اظطراب علت

د “وېرې” اصلي علت معلوم نه دی؛ خو په ټوله کې روانپوهان لاندې عوامل د اظطراب علتونه بولي.  

• ناسمه روزنه

• ډېر رټل کېدل (مسخره کېدل)

• په لویو برنامو کې غلطي کول

• ځينې وخت ارثي هم وي 

درملنه

د درملنې په برخه کې باید وویل شي، چې په ځينو حالاتو کې روانپوهان هڅه کوي د ځينو لارښوونو پرمټ ناروغ وهڅوي، تر څو ستونزه یې پرته له درمله ختم شي. مګر په شدیدو حالاتو کې بیا اړ يو چې درمل وکاروو. په دې برخه کې باید وویل، چې هڅه وکړئ د ناروغۍ په لومړيو مراحلو کې له روغتياپالو سره مشوره وکړئ، ترڅو ستونزه مو ژر حل او له منځه لاړه شي.

Related Articles

Jun 02, 2023
2,493 views

ګوګل کې څنګه اغیزمنه پلټنه وکړو؟

په دې لیکنه کې  ګوګل کې څنګه اغیزمنه پلټنه وکړو؟ولې ګوګل کې اړوند مالومات نشئ موندلی؟ څه وکړو تر څو هغه مالومات ترلاسه کړو چې غواړو یې؟ د ګوګل کمپنۍ نور محصولا کوم دي؟د چټ جې پي ټي غوندي نور چټ بوټونه کوم دي؟   په اوسنۍ ډيجيټلي نړۍ کې ګوګل يوه لویه...

Nov 25, 2021
2,398 views

د "ابو علي سينا بلخي" ژوند او فن

ابو علي سينا بلخي د ختيز نابغه، ستر فېلسوف او تکړه عالم شېخ الريس ابو علي سينا بلخي د ګران هيواد افغانستان په ( خردميشن ) کې چې د بلخ له توابعو څخه و په    ۳۷۰ کال کې د عبدالله سينا په کور کې زيږېدلی دی. د ده پلار عبدالله سينا د سامانيانو په دربار...

Dec 31, 2021
2,238 views

د خندا او موسکا ګټې

موسکا/خندا موسکا د ژوند مالګه ده، د ژوند په ټولو چارو کې دې اصل ته پام وکړې، په هر ډول شرایطو کې ځان، ټولنه او طبعت له دغه الهي نعمت څخه مه محروموې.تاسو د خندا په واسطه کولای شې، مثبتي انرژیاني له ځانه خپرې کړې او دا د کارما قانون ده، چې هر عمل عکس...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,032 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,214 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,229 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...