نصیب (قسمت)

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 15, 2022
3 years ago
1,727 views
نصیب (قسمت)

وايي چې بېړۍ ډوبه شوه. له يوه کسه پرته نور ټول مسافر اوبو لاهو کړل. دغه کس هم هسې د تصادف له مخې په يوه داسې تخته باندې سپور پاتې شو، چې تېز باد یوه ټاپو ته ورسوله. په ټاپو کې بل بنیادم نه و.

ده په ډېرو خواريو ځان ته جونګړه جوړه کړه او بیا په وحشي مېوو يا داسې بل څه پسې ووت، چې ويې خوري، څو ماښام مهال چې راستنېده، جونگړه يې وليده چې اور ورباندې بل دی. تندي ته يې ټک ورکړ او نصيب يې نامرده (بد) وباله او همداسې پسې خوب یووړ. سهار وختي يې څه څرپی وآورید، وارخطا راویښ شو، که ګوري د ساحل په غاړه يوه بېړۍ ولاړه ده او بېړۍ وان ورنه راکوز شوی، د ده په خوا راروان دی. بیړۍ وان ورته وویل: موږ دې د بل کړي اور په معنا پوه شو چې مرسته غواړې.  

د حکايت درسونه

• انسان پخپل خیر او شر نه پوهېږي، کله ناکله تاسو فکر کوئ چې فلانی کار به تاسو لپاره ډېر ښه وي؛ خو هغه بد شي. کله ناکله بیا بد اټکل کوو؛ خو ښه نتيجه وینو.

• دا ومنئ، چې خدای تاسو لپاره تر ټولو غوره پلان لري.

• د ستونزو پر وخت د چغو او فریاد پر ځای خدای ته رجوع وکړئ. هغه ذات کولای شي همدا ستونزه په یو فرصت بدله کړي او ستاسو په ژوند کې مثبت تغییر راولي.  

• له حکایت څخه بل درس دا اخيستلای شو، چې ژر اټکل/پرېکړه مکوئ. منتظر شئ او پایلې ته په کتو پرېکړه وکړئ. 

Related Articles

May 30, 2021
3,355 views

د کتابتون ډالۍ (۲)

لیکنه ـ ریاض مقامزی   له کتابتون ویبسايټ څخه د لیکنو دا لړۍ (د کتابتون ډالۍ) په دې خاطر پیل شوې، چې لوستونکي د ژوند ډېر مهم مسایل په ساده الفاظو کې زده کړي. ددې لړۍ دا لیکنه په یو حکایت سره پیلېږي. وايي، یو هلک د کسب په زده کړې پسې ووت. استاذ ته ی...

Nov 10, 2020
1,896 views

د چين ووهان ښار لا ډېر وپېژنئ!

د کرونا ويروس له خپرېدو سره د "ووهان" ښار نوم نږدې ټولې نړۍ وپېژنده. ځکه چې ووهان ددې ويروس د خپرېدو مرکز و. په دې لیکنه کې به تاسو د ووهان ښار په اړه لا ډېر پوه شئ. ووهان له شانګهای، مسکو، پیکن، او لندن وروسته د نړۍ پنځم لوی ښار دی. د ترانسپورت د ډې...

Nov 18, 2020
7,894 views

څنګه کولای شو ښه ويناوال شو!؟

 آیا د چا له خبرو اغېزمن شوي یئ؟ فکر مو کړی، چې تاسو هم د هغه/هغې په څېر شئ؟ اندېښنه مه کوئ، تاسو به په دې لیکنه کې د ویناوالۍ په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړئ. که په لاندې ذکر شوو لارښوونو عمل وکړئ نو ډېر ژر به ښه ويناوال شئ. ناپېليون بوناپارټ وايي: "م...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...