هم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانه
نشئ!
د نورو ژوند بايدخراب نه کړو.
ځوان له خپل ملګري وپوښتل چېرته کار کوې؟
- په پلاني ځای کې...
- څومره معاش درکوي؟
- ۷۰۰۰ افغانۍ شاوخوا
ايله ۷۰۰۰؟! په خدای که خو دا د ما دنسوارو م کېږي، لېونی يې په ۷۰۰۰ ؋ کار کوې څنګه په دې پيسو ژوندی پايېږې؟
سبا دخپل کارخانې رييس ته ورځي وايي چې زما معاش راجګ کړه، هغه يې نه ور زياتوي بالاخره له کاره اخراج کېږي. مخکې يې وظيفه لرله او يو څه معاش يې درلود خو اوس بېکاره شو او ډۍ په ډۍ ګرځي.
• يوې ښځې ماشوم وزېږاوۀ بله ښځه ورته راغله چې وئ خورې ګلې! چې ماشوم دې وزېږېد مېړه دې کومې جامې مامې او سينډل درته واخيستل؟
هغې وويل :نه کوران که يې اخيستې وي.
- په شين اسمان که به ټکی هم پرې ګرانه يې؛
بالاخره يې د ښځې او د مېړه په منځ کې بم وغورځاوه ماښام يې چې مېړه راغی مېرمن يې غوسه ده، جنجال جوړ شو او د دوی روغ ژوند چې پخوا يې په مينه او محبت کاوه اوس بېخي تريخ شو.
• سپين ږيری پلار په ډېر ښه کورني حالت کې دی، بل سپين ږيری پيتاوي ته ورته راشي وايی: زوی دې په دې يخ کې جلال اباد ته نه ولي؟ پکتيا خو والله بالله سخته يخه ده، موږ خو تياری نيولی ژر به په دا دوه دریو ورځو کې ولاړ شو
ماښام يې چې زامن راشي پلار يې د جلال اباد ورته ووايي دوی وايي پلاره ولاکه به دومره پيسې وي چې هلته يې کور او مصرف کړو. دلته به نيم ښه نيم ښوره ګوزاره کوو.
بالاخره پلار خوابدی او تروش په تاوخانه ناست وي ړوغ ژمی يې په ټېنشن کې تېر شي چې زامن مې خبر نه مني.
نو
کېدای شي د موږ اراده بده نه وي، کېدای شي مازې معلومات راټولوو يا د خبرو نوبت تېروو خو نه پوهېږو چې دنورو په ژوند مو څه اور ور بل کړ.
دخلکو په ژوند او اړيکو کې شر مه وراچوئ ، رښتيا دادي چې ډېر شيان په موږ پورې بيخي تړاو نه لري ، ړانده باید د يو چا کور ته ننوځو او کاڼه ترې راووځو ، مفسد او پساتي بايد ونه اوسو.
هم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانه
Related Articles
اورېدل او ویل
اورېدل تر ویلو ډېر اړین دي. که داسې نه وي؛ نو خدای (ج) به یوه خوله او دوه غوږونه نه راکولای؛ هڅه مو باید دا وي چې لږې خبرې وکړئ ځکه ډېرې خبرې کول د انسان قدر کموي، نو باید خبرې مو تر اورېدو کمې وي او تل دا هڅه وکړئ چې کوم ځای کې مو چې خبرې کولو ته اړ...
مېلمه؛ کومو ټکو ته باید پام وشي؟
لیکنه ـ ریاض مقامزی که څه هم مېلمه پالنه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دود ده، خو په دغه برخه کې افغانان د ځانګړي نوم خاوندان دي. تقریبا هر افغان د مېلمه په قدر پوهېږي. دغه موضوع زموږ د ديني مسولیت ورهاخوا یوه کلتوري ريښه هم لري. افغانان د ميلمنو ډېر زی...
د ويښتانو د وتلو لاملونه
دا چې ويښتان د انسان په ښکلا کې مهمه ونډه لري، نو ځکه خو د ويښتاتو وتل یوه جدي ستونزه ده. موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د ويښتانو د وتلو علتونه وښيو. د ويښتانو د وتلو علتونه ۱. د تیروئید ستونزې که په ستوني کې د تېروئيد غده د هورمونونو ت...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...