هم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانه

p
pardes khpalwak
Author
Apr 16, 2022
3 years ago
1,744 views
هم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانه

هم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانه
نشئ!
د نورو ژوند بايد‌خراب نه کړو.
ځوان له خپل ملګري وپوښتل چېرته کار کوې؟
- په پلاني ځای کې...
- څومره معاش درکوي؟
- ۷۰۰۰ افغانۍ شاوخوا
ايله ۷۰۰۰؟!  په خدای که خو دا د ما د‌نسوارو م کېږي، لېونی يې په ۷۰۰۰ ؋ کار کوې څنګه په دې پيسو ژوندی پايېږې؟
سبا د‌خپل کارخانې رييس ته ورځي وايي چې زما معاش راجګ کړه، هغه يې نه ور زياتوي بالاخره له کاره اخراج کېږي. مخکې يې وظيفه لرله او يو څه معاش يې درلود خو اوس بېکاره شو او ډۍ په ډۍ ګرځي.
• يوې ښځې ماشوم وزېږاوۀ بله ښځه ورته راغله چې وئ خورې ګلې! چې ماشوم دې وزېږېد مېړه دې کومې جامې مامې او سينډل درته واخيستل؟
هغې وويل :نه کوران که يې اخيستې وي.
- په شين اسمان که به ټکی هم پرې ګرانه يې؛
بالاخره يې د ښځې او د مېړه په منځ کې بم وغورځاوه ماښام يې چې مېړه راغی مېرمن يې غوسه ده، جنجال جوړ شو او د‌ دوی روغ ژوند چې پخوا يې په مينه او محبت کاوه اوس بېخي تريخ شو.
• سپين ږيری پلار په ډېر ښه کورني حالت کې دی، بل سپين ږيری پيتاوي ته ورته راشي وايی: زوی دې په دې يخ کې جلال اباد ته نه ولي؟ پکتيا خو والله بالله سخته يخه ده، موږ خو تياری نيولی ژر به په دا دوه دریو ورځو کې ولاړ شو
ماښام يې چې زامن راشي پلار يې د‌ جلال اباد ورته ووايي دوی وايي پلاره ولاکه به دومره پيسې وي چې هلته يې کور او مصرف کړو. دلته به نيم ښه نيم ښوره ګوزاره کوو.
بالاخره پلار خوابدی او تروش په تاوخانه ناست وي ړوغ ژمی يې په ټېنشن کې تېر شي چې زامن مې خبر نه مني.
نو
کېدای شي د موږ اراده بده نه وي، کېدای شي مازې معلومات راټولوو يا د خبرو نوبت تېروو خو نه پوهېږو چې د‌نورو په ژوند مو څه اور ور بل کړ.
د‌خلکو په ژوند او اړيکو کې شر مه وراچوئ ، رښتيا دادي چې ډېر شيان په موږ پورې بيخي تړاو نه لري ، ړانده باید د يو چا کور ته ننوځو او کاڼه ترې راووځو ، مفسد او پساتي بايد ونه اوسو.

Related Articles

May 06, 2021
2,136 views

اخماتووا؛ شاعره، ژباړنه او کره کتونکې!

د ادبیاتو په نړۍ کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم خپله برخه زیار او زحمت ویستی، چې له دې ډلې یې د اخماتووا نوم هم ځلانده دی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.    پېژندنه د روسيې ددې نوموتې ژباړنه، شاعره، لیکواله او کره کتونکې ب...

Nov 14, 2020
4,172 views

له واده وړاندې عجیب رواجونه

د انسان په ژوند کې ځينې شېبې او پېښې نه هېرېدونکي وي، چې له دغو شېبو څخه واده او له واده وړاندې مراسم هم د یادولو دي. ددې مراسمو ځانګړنې په بېلابېلو هېوادونو کې توپير لري. حتی په یوه هېواد کې د مختلفو قومونو ترمنځ هم ددې مراسمو توپير ډېر ليدل کېږي. پ...

Aug 11, 2020
3,984 views

د ماشومانو ترمنځ په شخړو او جگړو کې د والدینو رول

ډېر وخت داسې پیښیږي چې ماشومان د لوبو په اوږدو کې د خپلو همزولو ماشومانو سره په شخړو او جگړو لاس پورې کړي، حتی تر دې چې خبره وهلو او ټکولو ته رسیږی.نو دا وخت ماشومان د خپلو همزولو څخه د کورنیو غړو او خپلو والدینو ته شکایت کوي، او دا هیله له هغوی څخه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,646 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,122 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,967 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...