عدلي طب وپېژنئ

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 16, 2022
3 years ago
1,908 views
عدلي طب وپېژنئ

ژباړه ـ وړانـــګه اکـــبر

عدلي طب:د طب یوه برخه ده داسې چې د طب علم او قواعد د قانون او عدالت په موخه کارول کېږي.د forensicنوم د لاتینې کلمې څخه اخیستل شوی دی دا لاتینه کلمهforensis ده چې د محکمې مانا لري. په روم کې forensic هغه ځای ته ویل کېده چې خلک به د جرګو او قانون پورې اړوند مسایلو د حل لپاره سره راغونډېدل.عدلي طب ته د قانون طب هم ویل کېږي. عدلي طب د قانوني او عدلي ساینس جادویي،حیرانوونکې او عجیبه نړۍ ده.دا یوه تر ټولو له حیرانتیاوو او بدلونونو څخه ډکه رشته ده .نوې ټکنالوجي له دې نه چې موږ یې څارو هم ډېره چټکه مخکې ځي خو له یوې خوا دا یو ښه خبر دی ځکه چې د جرمونو بېلابېل ډولونه هم ورځ تر بلې په هر ځای کې څرګندېږي. عدلي طب یوه پراخه اصطلاح ده چې دطبي ځانګړتیاوو د یوې ډلې د تشریح کولو لپاره کارول کېږي کوم چې د اشخاصو له تشخیص او معاینې سره اړیکه لري چې دغه کسان به د بهرني یا غیر طبیعي لاملونو لکه مسمومیت،برید،ځان وژنې او د تاوتریخوالي د نورو ډولونو له امله ټپي شوي یا مړه شوي دي. 

د عدلي طب څانګې: عدلي طب بېلابېلې څانګې لري او هر یو یې د یو جلا(بېل) علم په توګه پېژندل کېږي چې دلته یې د یو څو څخه یادونه کوو:

لومړی Forensic pathology: په دې برخه کې د طب علم په دې موخه کارول کېږي تر څو د مړینې لاملونه د اټوپسي (د اټوپسي تر عنوان لاندې مطالعه شوې ده) او د مړینې څخه وروسته ازموینو په واسطه پیدا کړي. د forensic pathology ازموینې په لاندې برخو کې کارول کېږي:

۱: په هغو مړینو کې چې د ټپونو له امله رامنځته شوي وي.

۲:په ناڅاپي او بې اسرې مړینه کې.

۳:د ټپونو د رامنځته کېدو د مېخانیکیتونو په توضیح کولو او د طبي قانوني نظریاتو لکه د ضربې اندازه،د قرباني شوي کس حالت، او حمله کوونکی په څرګندولو کې کارول کېږي.

دویم Clinical forensic medicine: کلینیکي عدلي طب لاندې موخو ته د رسېدو لپاره ترسره کېږي:

۱: له طبي-قانوني اړخه د جنسي ځورونو ازموینې ترسره کول.

۲:د طبی-قانوني موخو لپاره د عمر ټاکل.

۳:په فزیکي ځورونه لکه د یو ماشوم ځورونه کې د ټپونو طبی-قانوني ازموینه ترسره کول.

۴: د نشې د حالت طبی-قانوني ازموینه ترسره کول.

۵: د خسارې لپاره په فابریکه کې د کارګر د حادثې یا پېښې نه وروسته د تل پاتې معیوبیت د درجې اندازه کول.

درېیم Forensic toxicology: د عدلي طب په دې برخه کې لاندې موخې شاملې دي:

۱: د زهرو له سرچينې، ځانګړتیا،او طبیعت سره سرو کار لري،هغه نښې چې زهر یې تولیدوي، د دوي مرګوني اغېزې، د دوي مرګونې اندازه او د درملنې هغه اندازه چې د نوموړو زهرو د اغېزې او کړنې په وړاندې جنګېږي، ټول د forensic toxicology په واسطه تشریح کېږي.

څلورم Forensic thanatology: د عدلي طب په دې برخه کې د مړینې د مېخانیکیت او د عدلي اړخه یې پلټنه او څېړنه ترسره کېږي لکه: د بدن هغه بدلونونه چې د مړینې ملګرتیا کوي ،بل د مړینې څخه وروسته د بدن بدلونونه.

پنځم طبي اخلاق: اخلاقي اصولو ته راجع کېږي داسې چې د طبي مسلک غړوته د خپل منځیو اړیکو او له ناروغ سره د چال چلند له پاره ورته لارښوونه کېږي.

شپږم طبي فقه: د رنځپوه له حقوقي مسؤلیتونو سره اړیکه لري کوم چې د رنځپوه او ناروغ له خپل منځیو اړیکو څخه رامنځته کېږي لکه :

د طبي غفلت پېښې د ناروغ له خوا د رضایت ښکاره کول د رنځپوهانو دندې او حقونه جدي مسلکي ناوړه چلند طبي اخلاق  او داسې نور....

اووم Forensic odontology: په غاښونو پورې د اړوندو شواهدو د ځانګړې پلټنې،ازموینې، او ارزښت ټاکنې څخه بحث کوي تر څو په عدالت او انصاف کې ورڅخه کار واخیستل شي. لکه bite marks یا د چیچلو نښان چې ډېری د یو ژوبل شوي کس د بدن د بېلابېلو برخو په پوستکي باندې لیدل کېږي. دا نښانونه داسې وي لکه د اس نعل چې د یو قرباني شوي شخص په بدن د ټپ په ډول لیدل کېږي نو د پېژندلو لپاره به يې د forensic odontology څخه کار اخیستل کېږي. سربېره پر دې forensic odontology دلاندې موخو دترسره کولو مسؤلیت په غاړه لري: د انساني پاتې شونو پېژندنه چې د ګوتو د نښې یا نورو د پېژندنې وړ وسایلو په واسطه یې ترسره کوي. په ډله ایزو ناورینونو کې د مړو یا جسدونو پېژندنه. د سکلیټي پاتې شونو اټکلول. 

اتم Forensic psychiatry: د عدلي طب هغه برخه ده چې د یو کس ارزونه د لاندې موخو لپاره ترسره کوي: د وژنې په قضیه کې د لېونتوب شتون د شاهدي ورکولو وړتیا د رضایت اعتبار  د وصیت په ترسره کولو کې د وصیت کولو وړتیا

Related Articles

Jan 16, 2023
1,162 views

حق آموزش دختران || Girls' right to education

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar من از حق آموزش دختران در افغانستان با پیام مشخص‌ام که در تصویر درج است حمایت می‌کنم؛ و شما را هم دعوت ‌می‌نمایم تا در این کمپاین سراسری با...

Feb 11, 2021
1,838 views

پلرونو تر منځ توپير

د ژمي شپې او ورځې وې ښوونځي مو رخصت وه د کلي په بازار کې مې د ریاضي کورس شروع کړ هره ورځ به په بایسکیل کورس ته تللم راتلم. بایسکیل به مې د کورس مخ ته له یوې ونۍ څخه کلک په ځنځیر تړه چې څوک یې را څخه غلا نه کړي خو د احتیاط سره سره یوه ورځ چې له کورس...

Feb 19, 2024
1,483 views

ډیلیت شیان چیزته ځی؟

کله مو په دې اړه فکر کړئ دی چې تاسې له کمپیوټر, موبایل یا کوم بل الکترونيکي ماشین څخه يؤ فایل ډېلېټ کړئ، هغه فایل چېرې ځي؟ اصلي کیسه داسې ده چې د فایلونو خرابول (Deletion) دوه ډوله دی.لومړی: کله چې فایل له هارډېسک څخه ډېلېټ سي او Recycle Bin ته ولاړ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,680 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,991 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...