To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,364
څنګه کولای شو ښایسته باڼه ولرو؟

څنګه کولای شو ښایسته باڼه ولرو؟

لیکنه: شکېبا نادري

څنګه کولای شو ښایسته باڼه ولرو؟

په پښتني ټولنه کې غټې سترګې، ښایسته او اوږده باڼه د ښکلا نښې دي، هر څوک غواړي چې اوږده او ګڼ باڼه ولري، موږ په نننۍ لیکنه که تاسو په دې اړه معلومات در کوو چې څنګه کولای شئ ښایسته باڼه ولرئ، که تاسو هم د بڼو له کمښت څخه کړېږئ او غواړئ چې ښایسته باڼه ولرئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱.  د بادام، زیتونو او ناریال غوړي

هېڅ داسې کور نه شته چې د بادامو، زیتونو او ناریالو غوړي پکې پیدا نه شي، نو ښه به وي چې له دغو غوړیو څخه د خپلو بڼو د پیاوړتیا او ښکلا لپاره ګټه واخلئ، ښکاره خبره ده چې ټول غوړي بېلابېل پروټینونه او معدني مواد لري، په یادو غوړیو کې شته پروټینونه د بڼو د پیاوړتیا، ډېرېدلو او اوږدېدلو لامل کېږي، لومړی د بادام، زیتون او ناریال غوړي سره ګډ کړئ او په باڼو مو یې وموښئ، د شپې نه تر سهار یې همداسې پرېږدئ که ټول شپه مو پرېنښودل درې ساعته خو یې ارومرو پرېږدئ!

 

۲. د پیاز اوبه

  د پیاز اوبه د بڼو، د سر او وروځو د وېښتانو لپاره تر ټولو غوره مواد دي لومړی د پیاز اوبه وباسئ، پر بڼو مو یې وموښئ او نیم ساعت یې پرېږدئ، تر څو وچ شي او له هغه څخه وروسته یې ووینځئ، ډېر ژر به مو باڼه ښایسته او اوږده شي.

 

۳. هګۍ 

د بڼو او وروځو وېښتان د پروټین کراټین څخه جوړ شوي دي او هګۍ د پروټینونو سرچینه ده کراټین د وېښتانو د پیاوړتیا لپاره بنسټیز توک دی، د هګۍ ژېړ هم تر ډېره بیوټین لري چې د بڼو او وروځو د پیاوړتیا او ښکلا لپاره غوره درمل کېدای شي.

۴. واسلین

واسلین هغه نرم مواد دي چې د وچ پوستکي د نرموالي لامل کېږي، سربېره پر دې د بڼو د اوږدېدلو او ښکلا لپاره هم ښه مواد کېدلی شي، واسلین کولای شي چې ستاسو باڼه غوړ، اوږده او ښکلي کړي.

۵. د الوویرا ژېل

هغه کسان چې غواړي ښایسته باڼه ولري هر شپه دې له ویده کېدلو څخه مخکې د پر خپلو بڼو د الوویرا ژېل وموښي او سهار یې ووینځي، ډېر ژر به یې باڼه ښایسته او ګڼ شي.

۶. د لېمو پوست او د زیتون غوړي

لومړی یو څو دانې لیمو ټوټې کړئ او ۱/۴ ګېلاس د زیتون په غوړیو کې یې واچوئ او د دوو یا درېیو ورځو لپاره یې همداسې پرېږئ، تر څو د ګټې اخیستلو لپاره چمتو شي، وروسته له درېیو ورځو نه هره شپه  له ویده کېدلو څخه مخکې مو یاد مواد پر خپلو بڼو وموښئ او سهار یې ووینځئ، ډېر ژر به مو باڼه ښایسته او ګڼ شي.

نو که غواړئ چې ښکلي باڼه ولرئ یادې کړنې تر سره کړئ، ډېر ژر به مو باڼه اوږده، ښایسته او ګن شي.

Related Articles

آیا کولی شو په یوه شپه کې ټول آسماني انځورونه ووینو؟

زموږ سیاره یا ځمکه هر 24 ساعته وروسته یو ځل پر خپل محور څرخیږي. کله چې د ځمکې د یوې برخې مخ لمر خوا ته وي د ځمکې په هغه برخه کې ورځ وي او نشو کولی له لمر پرته هیڅ ستوری ووینو. کله چې لمر ته یې شا کیږي نو عوام وايي لمر ولوید او شپه شوله. په دې وخت کې کولی شو ډېر ستوري ووینو؛ د شپې لخوا کولی شو 50 سلنه آسماني انځورونه ووینو. دا ځکه چې زموږ د لید افق...

لوي اختر د قربانۍ مسائل او فضايل

د لوي اختر د قربانۍ مسائل او فضايل:قرباني يو داسې مشروع عمل دی چې په قران کريم او حديث او اجماع سره ثابت دی او پر دې باندي د ټولو علماوو اتفاق دی.د لوی اختر په ورځو کې دالله (ج )د تقرب (نږديوالي) د حاصلولو په موخه د کوم ځانګړی څاروي حلالولو ته قربانې وائې.د قربانۍ حکم:قربانې يو مالي عبادت دی او حکم يې واجب دی الله (ج) دقران کريم په سوره(الکوثر)کې ف...

څنګه کولای شم، خپله غوسه ختمه کړم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی خوښي، خفګان، غوسه، صبر، خندا، ژړا او ورته نور ټول مفاهیم له ژوند سره تړلي دي. پر دې ټولو پوهېدل او تنظیمول بیا د هر چا د وس خبره نه ده. هغوی چې خپل حالت تنظیمولای شي بریالي خلک دي. د قهر په اړه ویلای شو، چې د نورو پر وړاندې احساساتي غبرګون چې خفګان زېږوي قهر دی. که تاسو هم غوسې کوئ، له دې تګلارو په ګټې اخیستنې خپله غوسه ختمولای...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...