څنګه کولای شو ښایسته باڼه ولرو؟

i
imranghani
Author
Apr 25, 2022
3 years ago
2,511 views
څنګه کولای شو ښایسته باڼه ولرو؟

لیکنه: شکېبا نادري

څنګه کولای شو ښایسته باڼه ولرو؟

په پښتني ټولنه کې غټې سترګې، ښایسته او اوږده باڼه د ښکلا نښې دي، هر څوک غواړي چې اوږده او ګڼ باڼه ولري، موږ په نننۍ لیکنه که تاسو په دې اړه معلومات در کوو چې څنګه کولای شئ ښایسته باڼه ولرئ، که تاسو هم د بڼو له کمښت څخه کړېږئ او غواړئ چې ښایسته باڼه ولرئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱.  د بادام، زیتونو او ناریال غوړي

هېڅ داسې کور نه شته چې د بادامو، زیتونو او ناریالو غوړي پکې پیدا نه شي، نو ښه به وي چې له دغو غوړیو څخه د خپلو بڼو د پیاوړتیا او ښکلا لپاره ګټه واخلئ، ښکاره خبره ده چې ټول غوړي بېلابېل پروټینونه او معدني مواد لري، په یادو غوړیو کې شته پروټینونه د بڼو د پیاوړتیا، ډېرېدلو او اوږدېدلو لامل کېږي، لومړی د بادام، زیتون او ناریال غوړي سره ګډ کړئ او په باڼو مو یې وموښئ، د شپې نه تر سهار یې همداسې پرېږدئ که ټول شپه مو پرېنښودل درې ساعته خو یې ارومرو پرېږدئ!

 

۲. د پیاز اوبه

  د پیاز اوبه د بڼو، د سر او وروځو د وېښتانو لپاره تر ټولو غوره مواد دي لومړی د پیاز اوبه وباسئ، پر بڼو مو یې وموښئ او نیم ساعت یې پرېږدئ، تر څو وچ شي او له هغه څخه وروسته یې ووینځئ، ډېر ژر به مو باڼه ښایسته او اوږده شي.

 

۳. هګۍ 

د بڼو او وروځو وېښتان د پروټین کراټین څخه جوړ شوي دي او هګۍ د پروټینونو سرچینه ده کراټین د وېښتانو د پیاوړتیا لپاره بنسټیز توک دی، د هګۍ ژېړ هم تر ډېره بیوټین لري چې د بڼو او وروځو د پیاوړتیا او ښکلا لپاره غوره درمل کېدای شي.

۴. واسلین

واسلین هغه نرم مواد دي چې د وچ پوستکي د نرموالي لامل کېږي، سربېره پر دې د بڼو د اوږدېدلو او ښکلا لپاره هم ښه مواد کېدلی شي، واسلین کولای شي چې ستاسو باڼه غوړ، اوږده او ښکلي کړي.

۵. د الوویرا ژېل

هغه کسان چې غواړي ښایسته باڼه ولري هر شپه دې له ویده کېدلو څخه مخکې د پر خپلو بڼو د الوویرا ژېل وموښي او سهار یې ووینځي، ډېر ژر به یې باڼه ښایسته او ګڼ شي.

۶. د لېمو پوست او د زیتون غوړي

لومړی یو څو دانې لیمو ټوټې کړئ او ۱/۴ ګېلاس د زیتون په غوړیو کې یې واچوئ او د دوو یا درېیو ورځو لپاره یې همداسې پرېږئ، تر څو د ګټې اخیستلو لپاره چمتو شي، وروسته له درېیو ورځو نه هره شپه  له ویده کېدلو څخه مخکې مو یاد مواد پر خپلو بڼو وموښئ او سهار یې ووینځئ، ډېر ژر به مو باڼه ښایسته او ګڼ شي.

نو که غواړئ چې ښکلي باڼه ولرئ یادې کړنې تر سره کړئ، ډېر ژر به مو باڼه اوږده، ښایسته او ګن شي.

Related Articles

Apr 30, 2022
2,254 views

د سپیانو په اړه پوه شئ

د ډول علمي نوم یې کانیس لوپوس فامیلیاریس (Canis lupus familiaris) ده، کورنی تی لرونکی ژوی ده، د کانیدای کورنۍ (family Canidae) غړی او د غوښه خوړونکو یا کارنیورا ډله (order Carnivora) کې ډلبندي شوی. سپی د خړ لیوه چې د ډول علمي نوم یې کانیس لوپوس (Cani...

Feb 11, 2021
1,845 views

پلرونو تر منځ توپير

د ژمي شپې او ورځې وې ښوونځي مو رخصت وه د کلي په بازار کې مې د ریاضي کورس شروع کړ هره ورځ به په بایسکیل کورس ته تللم راتلم. بایسکیل به مې د کورس مخ ته له یوې ونۍ څخه کلک په ځنځیر تړه چې څوک یې را څخه غلا نه کړي خو د احتیاط سره سره یوه ورځ چې له کورس...

Feb 16, 2021
3,082 views

کوم لاملونه د ښې وینا مخه نیسي!؟

کوم لاملونه د ښې وینا مخه نیسي!؟د وینا په اړه حضرت محمد ص فرمایلي: هغه څوک چې پر الله او د قیامت په ورځ ایمان لري هغه دې یا ښې خبرې وکړي او یا دې هم خاموشه پاتې شي.وینا یاني څه؟وینا د انسان د فکر یا اند وړاندې کولو ته وایي، وینا د فکري خدمتونو مجموعه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,992 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,207 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,201 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...