To start downloading books

Please sign in or create an account.

د خاورو لاندې ښار

د خاورو لاندې ښار

داکتر معمار حشمت الله اتمر

ګرانو لوستونکو! تر ټولو مهم ټکی د یوه کتاب له پاره د عنوان ټاکل یا غوره کول دي چې د کتاب ټولې د ننه برخې پرهغه عنوان پورې اړه او یا څرخي (څرخېږي). ښار هغه ځای دی چې د نفوسو لوړه کچه، سیاسي، اداري او تاریخي مرکزيت ولري، چېرې چې د خلکو اصلي فعالیت غیر کرنیز وي او ښاري همغږي لري چې د محلي حکومت له لارې اداره کېږی. په نړۍ کې لومړی ښار په 5500 د میلاد نه د مخه په میسوپوتامیا کې تاسیس شو، په لومړیو ښارونو کې، نفوس لږ وو، ځکه چې زاړو ښارونو یوه دیوال درلود او څلور خواوو ته یې د نظامي دفاع له پاره، ترې تاو کړې وه. د تاریخ پوهانو د وینا له مخې، له پیل راهیسې، انسانانو هڅه وکړه چې د ژوند له پخوانیو لارو لکه ځنګلونو، سمڅو (غارونو)، خیمو کې ژوند، کرنه او د کلیو ژوند څخه و باسي، د ځان له پاره ښه ژوند چمتو کړي او د دې هدف له پاره، ښارونه تاسیس شوو. د عینک مسو کان ته څېرمه ښار کوم چې تر خاورو لاندې دی، لاندې ښاري ځانګړتیاوې لري لکه: استوګن ځایونه، راکړې ورکړې (تجارتي) مرکز، بودایي عبادت ځایونه، د هغه وخت صوفیانو عبادتګاه وې، کوشني مسو ویلو کولو کارخانې، لارښوونې (رهبری) مرکزیت چې پاچا تپې ( شاه تپې) په نوم یادېږی، تر اوسه په سیمې کې په ویجاړه توګه شتون او تصویرونه یې هم په دې کتاب کې د لا ډېرو مالوماتو(معلوماتو) له پاره خپاره او یا ځای پر ځای شوي دي. ما هم د هر اړخیزو څېړونو، مطالعې د ښار اصولو په پام کې نیونې نه وروسته، د دې کتاب له پاره « د خاورو لاندې ښار» نوم غوره کړ، کوم چې په رښتیا هم تر خاورو لاندې دی، خدای وکړي چې لوستونکي ترې ګټه واخلي.

Price: Free
Views: 1K
Downloads: 425
Language: پښتو
Category: Engineering
File Type: Pdf
File Size: 15.71 MB

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.

Share
Comments

Related Books

دحضرت میر کاکا کیسې

شیرشاه همدرد

Free Popular

د ټولنی علم

ګل پاچا (الفت)

Free Popular

کوچنې عمل او ستر ثواب

کونی عمل او ستر لوی غټ ثواب ما هم دعا کې یاد لره

Free

په پښتو کې ناسم ورځني شوي ویونه

ډاکتر ماخان میږي شینواری

Free Popular

د امت یو والی

مفتي محمد شفیع عثماني - ژباړه: رحمت شاه فراز

Free

د ویري تله

ډاکتر کبیر ستوری

Free Popular
Audio Books