To start downloading books

Please sign in or create an account.

د اقصی طوفان څلورمه برخه ١٠٠ ورځی

د اقصی طوفان څلورمه برخه ١٠٠ ورځی

محمدبشیر مدنی

د فلسطین بی گناه او مظلوم ولس دداسي وحشي پس فطرت او دانسانيت د ټولو حدودو او موازینو څخه بهر دښمن سره مخامخ دی چې دالله جل جلاله څخه پرته هیڅوک ورسره ملګرې نه کوي ظاهرا که نری ته وکتل شي او دوه ملياریزه مسلمانه ټولنه په نظر کې ونيول شي نو هيڅ تصور نه کیږي چی 2.2 میليون کلابند او بي اسري مسلمانان د داسې ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي چې هيڅ اتكل يې نه کېږي ډیر مسلمانان بیا پدی هم خان نه خبروي چې دیو مسلمان په بل مسلمان خه حق شته که نه ؟ درسول صلى الله عليه وسلم مبارک حدیث ته هم نه ګوري چې : مسلمان د مسلمان ورور داوروري ديني ده په ډيرو حالاتو کې ديني وروري په نسبي وروری ډیره غوره او دلور مقام لرونکې ده . على كل حال داقصی توپان دپیل څخه تراوسه چې کوم ظلمونه په دغه مظلوم او بی گناه مسلمان ملت ترسره کيږي هيڅ مسلمان بي دليدلو يا اوريدلو توان نلري حتی که صرف انسان هم وي پدې وروستيو کې چې کومو اروپایي هیوادونو د فلسطین هیواد په مستقل ډول به رسمیت و پیژانده داد انسانیت تقاضا وه خو افسوس ډیر افسوس تش په نوم مسلمانانو په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو مشران چې دالله جل جلاله په وړاندې به څه ځواب وايي . كله چي تنكي مسلمان خوانان د مصر طاغوتي زندانونونه ورتيل وهل شول نوهغوى همداسي فکر کاوه چې دغه چارواکي مسلمان ندي ، ځکه دغه ډول ظلمونه دانسان په لاس نه ترسره کيږي. خو امام حسن الهضيبي يوكتاب د دعاة لاقضاة به نوم ولیکه ، مطلب داچې د ظلمونو كيسي مو اوريدلې وې خو ليدلي مو نه وي، ولی اوس مو دسر په سترګو وليدل ، پدي مهم او خطرناک پراو کی عامو مسلمانانو او په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو مشرانوته كوم لقب وركړل شي؟ مسلمانان يا ...... موږ ته ددې څخه پرته چې په لپو لپو اوښکو وژاړو او دالله پاک څخه ورته نصرت وغوارو دعا ورته وكرو بله لار نلرو ، په راتلونکې کې هڅه کوم چې دغه تيت پرک معلومات د یو کتاب په ډول خپلو هیوادوالوته وراندي کړم ترڅو د فلسطين مسئله يې څه ناڅه په ذهن کې وي اوددي مظلوم ملت اه او افسوس بي هيرنشي . / محمد بشیر مدني

Price: Free
Views: 913
Downloads: 298
Language: پښتو
Category: History books
File Type: Pdf
File Size: 5.75 MB

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.

Share
Comments

Related Books

لوی احمدشاه بابا

عبدالحی حبیبی

Free Popular

تر ځوانۍ په افغانستان کې

نعمت الله رحیمي

Free Popular

غم هم په نڅا سو

سعدالله کاکړ

Free

کلیله او دمنه

مولوی زین الله منلی

Free Popular

د رحمان بابا دیوان

مصحح مدون او مقابله کونکی عبدالر‌ؤف بینوا

Free Popular

د پښتو استقاقونه او ترکیبونه

صدیق الله رښتین

Free Popular

Pashto dictionary

Mudassar Khan Burki

Free Popular

سل کاله ژوند وکړه

براین ټریسی

Free Popular
Audio Books