د سهار او ماښام اذکار
ابو عبیده
1K
Views
372
Downloads
1.13 MB
Size
About this book
ذکر او دعا د اسلام په مبارک دین کې ستر اجر لرونکی عبادت بلل شوی نو ځکه خو مسلمانان د شپې او ورځې په اوږدو کې د مسنونه اذکارو لوستلو ته تشویق شوي ، د ورځې د پیل او پای (سهار او ماښام ) اذکار د ستر اجر لرونکي اذکار دي چه د فضیلت په اړه يې په قران کریم او مبارکو احادیثو کې زیات نصوص راغلي .
الله رب العزت فرمايي :
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ ذِكۡرٗا كَثِيرٗا ٤١ وَسَبِّحُوهُ بُكۡرَةٗ وَأَصِيلًا ٤٢﴾ [الأحزاب: 41-42].
ای هغو کسانو چه ایمان مو راوړئ د الله ذکر وکړی په ذکر کولو ډیرو سره ، او پاکې یې بیان کړی سهار او ماښام .
بل ځای الله جل جلاله فرمايي :
﴿وَسَبِّحۡ بِحَمۡدِ رَبِّكَ بِٱلۡعَشِيِّ وَٱلۡإِبۡكَٰرِ ٥٥﴾ [المؤمن: 55].
« او سهار او ماښام د خپل رب له ثنا او ستاینې سره د هغه پاکي بیانوه».
همدارنګه فرمايي :
﴿وَسَبِّحۡ بِحَمۡدِ رَبِّكَ قَبۡلَ طُلُوعِ ٱلشَّمۡسِ وَقَبۡلَ ٱلۡغُرُوبِ ٣٩﴾[ق: 39].
« او سهار او ماښام د خپل رب له ثنا او ستاینې سره د هغه پاکي له لمر ختو او لمر پریوتو څخه مخکې بیانوه».
همدارنګه فرمايي :
﴿فَسُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ حِينَ تُمۡسُونَ وَحِينَ تُصۡبِحُونَ ١٧﴾ [الروم: 17].
« نو الله په پاکي سره یاد کړی کله چه تاسې ماښام کوی او کله چه سهار کوی».
بل ځای الله رب العزت فرمايي :
﴿وَٱذۡكُر رَّبَّكَ فِي نَفۡسِكَ تَضَرُّعٗا وَخِيفَةٗ وَدُونَ ٱلۡجَهۡرِ مِنَ ٱلۡقَوۡلِ بِٱلۡغُدُوِّ وَٱلۡأٓصَالِ وَلَا تَكُن مِّنَ ٱلۡغَٰفِلِينَ﴾ [الاعراف : ٢٠٥]
«خپل رب له ځان سره په عاجزۍ او په پټه، اوپرته له دې چې آواز دې جګ شي، د سهار او ماښام پر وخت ياد كړه، او له غافلو (بندګانو) مه كيږه.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث دی :
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " لَأَنْ أَقْعُدَ مَعَ قَوْمٍ يَذْكُرُونَ اللَّهَ تَعَالَى مِنْ صَلَاةِ الْغَدَاةِ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ أَنْ أُعْتِقَ أَرْبَعَةً مِنْ وَلَدِ إِسْمَاعِيلَ وَلَأَنْ أَقْعُدَ مَعَ قَوْمٍ يَذْكُرُونَ اللَّهَ مِنْ صَلَاةِ الْعَصْرِ إِلَى أَنْ تَغْرُبَ الشَّمْسُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ أَنْ أُعْتِقَ أَرْبَعَةً "
له انس بن مالك رضي الله عنه څخه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي :
«د هغه ډلې سره زما كښيناستل چې د سهار له لمانځه څخه تر لمر ختلو پورې د الله جل جلاله ذكر كوي بهتر دى له دې چې د اسماعيل عليه السلام له اولادې څخه څلور غلامان آزاد كړم او همدارنگه له هغې ډلې سره زما ناسته چه د مازدیګر له لمانځه وروسته تر لمر پریواته پورې د الله ذکر کوي غوره لدې ده چه څلور غلامان آذاد کړم ». (أبو داود)
يادونه: د سهار اذکارو لپاره مستحب او افضل وخت د سهار له لمانځه وروسته تر لمرخته دى خو له هغې وروسته يې ويل هم جائز دي او د ماښام اذکارو لپاره د مازديګرله لمانځه وروسته تر لمر لويدو پورې دى خو له هغې وروسته يې ويل هم جائز دي.
په دې کوچنی رساله کې د سهار او ماښام د ذکرونو فضیلت د رسول الله صل الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو په رڼا کې تشریح شوی د قدرمنو لوستونکو د لا پوهیدنې په موخه د هر مبارک ذکر او د هغه اړوند مبارک حدیث پښتو ژباړه هم لیکل شوې .
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
Related Books
Others to Explore
اغوش مرگ, حشمت الله نظامی
از وزارت تا زندان
دید کوتاه به پشتون های آن سوی مرز
الرساله - پنځمه ګڼه
250 Essential English Sentences
تاريخ يوولسم ټولګی
د اردو مجله - 1 - 1346
د سردار محمد داود خان د واکمنۍ سياسي ستونزې
په راډیو او ټلویزیون کې د ویندویۍ فن
اماده ګی امتحانات جمعی بست های خدمات ملکی و معلمین
د یوولسم ټولګی لپاره د کمپیوټر سوالونه او ځوابونه
دی د پښتون د درناوي نوی تصویر دی
Russia's War in Afghanistan
دانسان دحفیظ ذخیره کول
بغدادي پیر
سولر سیستم ډیزاین
Effect of plant growth promoting rhizobacteria on...
تهران مصور - 21 - 1358
نمرپرست