To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
پیسو اقتصاد

پیسو اقتصاد

پوهنیار رحمت الله منګل

سریزه د نورو مجوداتو په شان انسان هم لا محدوده غوښتنې لري او د دې لپاره چې خپل ژوند ته دوام ورکړي نو اړتیا لري، چې خپلې نامحدوده ټولنیزې، اقتصادي، سیاسي، روحي او معنوي غوښتنې پوره کړي. اوس که وکتل شي د دې ټولو اړتیاؤ د پوره کولو لپاره منابعو ته ضرورت دی او ټولنه د خپلو نامحدوده غوښتنو د رفع کولو لپاره د کمیابه منابعو سره مخ ده. د انساني ټولنې د عقل مطابق دنده دا ده، چې د دغو محدودو منابعو څخه خپل اکثره غوښتنې پوره کړي. د دغو منابعو څخه د لا محدوده غوښتنو پوره کول ډېر ستونزمن دي، دا ستونزه هغه وخت نوره هم زیاته شوه، چې کله خلکو و غوښتل خپلې غوښتنې د نورو خلکو د لاسته راوړنو څخه پوره کړي، په دې مانا انسانان اړ شول خپلې غوښتنې د هغو خلکو له تولیداتو او خدماتو څځه پوره کړي، چې زیات څه یې درلودل خو ستونزه دا وه، چې هغوی د تولیداتو وړاندې کولو په وخت کې د هغو اجناسو قیمت غوښتنه کوله او د دغه قیمت ټاکلو لپاره کوم ځانګړی معیار نه ؤ. اصلا یوازې د اندازې معیار نه شتونه ستونزه نه وه بلکې نورې ستونزې هم وې لکه: د ارزښت د زخیره کولو لپاره د یو واحد نه شتون، د تبادلې لپاره د واحد نه شتون او داسې نورې ستونزې، چې بارتر سیستم درلودې. د دې ستونزو رفع کولو لپاره یو داسې جنس ته اړتیا وه تر څو د دغو ستونزو او غوښتنو مرفوع کولو لپاره مناسب وي. اقتصاد پوهان او د هغه وخت پوه خلک په لټه کې شول تر څو دغه ستونزه حل کړي نو لمړی جنسي پیسې را منځ ته شوې او څه نا څه یې د بارتر په نسبت بهتر والی درلود خو بیا هم په دې سیستم کې ستونزې وې، چې وروسته په دغه سیستم کې د ستونزو له امله بیا اقتصاد پوهان لاس په کار شول او فلز یې یو غوره بدیل و موند، فلز بیا تر ډیره وخته خپله حکمراني وکړه. د پیسو بدلون همداسې جریان وموند، چې وروسته کاغذي، اعتباري، الکترونیکي او اوس کرېپټو کرنسیو دوران دی. په اوسني وخت کې، چې د پیسو جګ ړه ) Currency War (روانه ده د پیسو اقتصاد موضوع یو مهم بحث دی تر څو په دې پوه شو، چې اصلا پیسې څه شی دي؟ او د پیسو ارزښت په یوه اقتصاد کې څومره مهم دی؟، که چېرته د پیسو په ارزښت کې بدلون را شي په اقتصاد څه اغېز کولی شي؟ د دې تر څنګ دا مطالعه کړو، هغه کوم لاملونه دي، چې د پیسو په ارزښت باندې اغېز کوي؟، لکه نا امني، ناسم پولي سیاست، مالي سیاست، پانګونه، بې کاري، اقتصادي شاتګ، اقتصادي پرمختګ، اقتصادي ثبات، نفوس، سړي سر عاید، تولیدات، صادرات، واردات، پورونه، پیسو عرضه، احتکار، انحصار، سود، رواني انګېرنې او داسې ن ور فکتورونه. د دې تر څنګه دا هم مهمه ده، چې پیسې او د پیسو سمه کارونه په دغو فکتورونو باندې څه ډول اغېز کوي. تېر ۸۹۳۳ کال او سږ ۸۰۱۱ ه ش کال خلک د قیمتونو له له لوړوالي سخت شکایت کوي، لکه څرنګه، چې د خوست په شمول په ځینو هغو ولایاتو کې کالداره رایجه وه، د خلکو او حکومت په زیار دغه کالدارې له مارکېټ څخه و وېستل شوې او پر ځای یې افغانۍ رایجې شوې، خلکو داسې انګیرله، چې د قیمتونو د لوړوالي اصلي لامل د کالدارو پر ځای د افغانیو رایجول ؤ حتی ځینو خلکو ګواښ وکړ، که چېرې قیمتونه کم نه شول کالدارې به بیا وکاروي، خو داسې نه وه لکه څه ډول، چې خلکو انګېرله، ځکه دلته خلک د دې پوهه نه لري، چې د قیمتونو د لوړوالي لاملونه کوم دي. کله کله په مارکېټ کې په افغانیو کالدارو او ډالرو کې توپیر راشي نو خلک داسې فکر کوي، چې ډالر لوړ شوي، کله داسې وایي، چې افغانۍ ټيټې شوي یا لوړې شوي. نو د دې لپاره، چې په دغو مختلفو اړخونو او دې ته ورته نورو موضوعاتو پوه شو نو اړینه بولم، چې د پیسو اقتصاد په اړه باید مطالعه ولرو. نو د دې لپاره، چې په پورته موضوعاتو پوه شو د پیسو اقتصاد په دغه کتاب کې موږ، د پیسو پېژندنې، د پیسو دندې، د پیسو د پشپړتیا پړاوونه، د پیسو بڼې، د پیسو ډولونه، د پیسو د بیلابیلو ډولونو اهمیت ، له منځه تګ لاملونه، د پیسو په اړه تیوریګانې، د پیسو ارزښت، د پیسو نوي او ګټور نسلونه او د هغوی په مخکې پراته خنډونه، د پیسو لپاره تقاضا، د پیسو عرضه او هغه لاملونه ،چې د پیسو عرضه او تقاضا اغېزمنوي، انفلاسیون، مالي مارکېټ، په افغانستان کې د پیسو شالېد او نور هغه اړخونه ، چې پیسو باندې او پیسې پر دوی باندې اغېز کوي تر بحث لاندې نیول کیږي.

Views: 4K
Downloads: 263
Language: Pukhto/Pashto
Category: Economic related books
File Type: Pdf
File Size: 2.35 MB

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.

Comments
Profile Photo Shaikh ماشالله ډير خوندور کتاب ده الله پاک دي ډير عمر درکړي
1 year ago
Quotes

My old father used to have a saying: If you make a bad bargain, hug it all the tighter.

The book you don’t read won’t help.

I will tell you the secret to getting rich on Wall Street. You try to be greedy when others are fearful. And you try to be fearful when others are greedy.

In a good book the best is between the lines.

No wealth can ever make a bad man at peace with himself.

An investment in knowledge pays the best interest.

When buying shares, ask yourself, would you buy the whole company?

You must gain control over your money or the lack of it will forever control you.