To start downloading books

Please sign in or create an account.

په اختر کې دې ټکو ته پام وکړئ!

په اختر کې دې ټکو ته پام وکړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

مسلمانان د یوه کال په جريان کې دوه د خوښۍ ځانګړې ورځې لري، چې کوچنی او لوی اختر یې بولو. مګر کله ناکله دا ورځې ځينو ته غمجنې تمامې شي. ددې کار علت دا وي، چې دوی خپلې روغتیا ته پام و نه کړي او د خوښۍ دا مهمې ورځې یې په سختیو بدلې شي. نو پدې لیکنه کې هڅه شوې چې تاسو ته ځينې مهمې لارښوونې ولرو، ترڅو صحت، صورت او ژوند مو سالم پاتې شي.  

لومړی| خوړو ته پام وکړئ!

له یوې میاشتې وروسته د خوړو په رژيم او وختونو کې ناڅاپي بدلون حتما یو څه اغېزه لري؛ نو د یو اګاه انسان په توګه باید د خوړو پر اندازې، وخت او ډول پوره پام وکړئ. موخه دا ده، چې ډېر، غیر صحي او بې وخته خواړه مه خورئ. پدې توګه به ستاسو هاضمي سیسټم له ستونزو سره مخ نه شي. د خوړو په برخه کې دا لارښوونې هم په نظر کې ونيسئ. 

  • خواږه او مېوې د اختر خوند څو چنده زیاتوي؛ خو هغوی چې وزن یې ډېر وي، د زړه ناروغۍ ولري او یا هم د شکر علایم لري باید له خوږو ځان وساتي. همدارنګه سالم وګړي هم باید د خوږو په خوړلو کې افراط و نه کړي.
  • خواږه په ماشومانو کې د اشتها د کمښت سبب کېږي؛ نو ماشومانو ته باید له ډوډۍ خوړلو دوه/درې ساعته وروسته لږه اندازه ورکړل شي. 
  • د مېوو او نورو خوړو تر خوړولو وړاندې یې پر پاکوالي ډاډه شئ او یو ځل یې حتما وینځئ. 
  • ډېر سره کړي شیان مه خورئ.
  • هڅه وکړئ د بدن اوبه مو پوره وي، ترڅو له ستونزو سره مخ نه شئ.  

دویم| د چکر پر مهال پام کوئ!

ځینې وګړي په ځانګړي توګه ځوانان په اختر کې بېلابېلو ځایونو ته په چکر ځي؛ خو کله ناکله دا چکرې په غمیزو هم اوړي. د یوه لوستي ځوان په توګه دا ټکي په پام کې ونيسئ.

  • له فاسدو ملګرو سره په چکر مه ځئ.
  • په لاره کې له ډېر سرعت څخه ځان وساتئ.
  • هغه شوخۍ او لوبې مه کوئ، چې ستاسو د ژوبلېدو سبب کېږي.
  • د سفر په جريان کې ټول انساني، اخلاقي، دیني او ټرافیکي اصول/نزاکتونه په پام کې ونيسئ.
  • کوښښ وکړئ بېځايه اصراف و نه کړئ او د پيسو په بې معنا مصرفولو سره خپلې راتلونکې ورځې مه بدرنګې کوئ.
Related Articles

د ماشومانو ترمنځ په شخړو او جگړو کې د والدینو رول

ډېر وخت داسې پیښیږي چې ماشومان د لوبو په اوږدو کې د خپلو همزولو ماشومانو سره په شخړو او جگړو لاس پورې کړي، حتی تر دې چې خبره وهلو او ټکولو ته رسیږی.نو دا وخت ماشومان د خپلو همزولو څخه د کورنیو غړو او خپلو والدینو ته شکایت کوي، او دا هیله له هغوی څخه لري چې د همزولو په مقابل کې به د هغوی دفاع کوي، خو اصلي خبره دا ده چې په دې جریان کې به يې والدین څن...

له ذهني پلوه د پياوړو مېرمنو لس ځانګړنې

ليکنه ـ فاطمه صمیمي نننۍ نړۍ له ډېرو پياوړو مېرمنو جوړه ده. هغوى چې خپلې بالقوه وړتياوې پېژني او په کار يې اچوي په خپل کور، کلي، هيواد او آن په نړۍ کې په زړه پورې بدلونونه او د ښه ژوند کولو لپاره آسانتياوې رامنځته کوي؛ خو تر ټولو مهمه داده چې ښځې خپلې ذهني وړتياوې وپېژني. ځكه چې هر کار اول په ذهن او فکر کې رامنځته کېږي، چې وروسته د پلان او عملي اق...

د جملې ځانګړتياوې

ليکنه ـ رياض مقامزی مونږ د خپلو خبرو ليکلو پر مهال تل له جملو څخه کار اخلو، هڅه کوو چې مخاطب ته يو څه ور انتقال کړو. د همدې په خاطر د ښو جملو جوړولو لپاره اړينه ده، چې د جملې پر ځانګړتياوو بحث وکړو. په پښتو ژبه کې د جملې ځانګړتياوې په دې ډول دي: د کلمې معنا د کلمې ترتيب مفهوم بشپړتيا ګرامر ۱ - د کلمې معنا مثال: پوف او لوف ښايي موف وپېري...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...