To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 2 years ago 907
خوښی د غم په تیږه

خوښی د غم په تیږه

#خوښي_د_غم_په_تيږه ښکلی لیکنه حتمن یی یو ځل ولولی!! د انسان د عصبي حجرو ترمنځ د سیروټونین (serotonin) په نامه یوه ماده افرازېږي چې یو نیوروټرانسمېټر دی. د دغې مایع ترشح انسان خوښ ساتي او موډ یې سم وي. که سیروټونین کم شي انسان په ژور خپگان یا ډیپریشن اخته کېږي. د رواني ناروغیو ډاکټران د ډیپریشن ناروغانو ته داسې درمل ورکوي، چې د هغوی په مغز کې بېرته د سیروټونین اندازه زیاته شي. د انسان بدن داسې جوړ شوی چې هر څه پکې په خپله اندازه او حساب دي.

مثلاً که سیروټونین کم شي انسان ته ډیپریشن پیدا کېږي خو که له حده زیات شي نو مانیا یا زیاته کاذبه خوشحالي او دروغجن ویاړ ته لاره جوړېږي. د انسان د بدن بل قانون دا دی چې که په بدن کې جوړېدونکې ماده له بېرونه واخلي او یا یې هم تولید له بېرون څخه په مصنوعي ډول تحریک شي، نو داخلي تولید یې درېږي. مثلاً په وجود کې خپل طبیعي مورفین شته چې انډورفین یې بولي، که موږ مورفین د زیات وخت لپاره له بېرونه واخلو، نو د داخلي انډورفینو تولید درېږي او انسان په مورفینو معتادېږي.

په اعتیاد کې انسان د کوم نشه کوونکي توکي پواسطه په خپل مغز کې دومره زیات سیروټونین تولیدوي چې انسان له حده ډېر خوشحال ساتي او چې د نشه کوونکي توکي اغېز ختمه شي، معتاد باید خامخا بل ځل دغه مواد واخلي. اعتیاد یعنې په مصنوعي طریقه د خوشحالوونکیو هورمونونو زیات تولیدول او تر یوه وخته کاذبه خوشحالي. البته تر نشې وروسته غم او درد واقعي وي. مخکې مو وویل چې په بدن کې داسې نظام حاکم دی چې هر څه په اندازه او د بدن له اړتیاوو سره سم تولیدېږي، مصرفېږي او له بدنه وځي.

تاسو فرض کړئ چې د انسان د نارمل او خوشحاله اوسېدو لپاره د ورځې ۲ ملي لیټره (دا اندازه د پوهېدو لپاره فرضي انتخاب شوې ده) سیروټونین ته اړتیا ده. دا ۲ ملي لیټره ممکن د یوه پالشي ماشوم په بدن کې د سلو افغانیو په گټلو پوره شي او ممکن د بیل گټس په بدن کې د څو میلیارده ډالرو په گټلو ترشح شي. انسان چې څومره محروم او له امکاناتو بې برخې وي، هماغومره یې د سیروټونین د ترشحېدو لپاره موخې او هدفونه واړه وي. وړې، وړې پېښې او واړه، واړه بریالیتوبونه دې ته پلمه جوړوي چې سیروټونین یې ترشح شي. خو انسان چې څومره له ناز و نعمت سره روږدی کېږي، هماغومره یې د سیروټونین ترشح سختېږي.

بالاخره په دونیا کې داسې بری، موخه، لذت او خوښي نه وي پاتې چې انسان تجربه کړې نه وي. خو د هغه د سیروټونین د جوړېدو لپاره کومه نوې تجربه پکار وي. د طبیعت د قوانینو له مخې خوشحالي په یوه اندازه ده. یعنې په ټولو نارمل انسانانو کې په مشخصه اندازه سیروټونین تولیدېږي خو دا مشخصه اندازه سیروټونین چاته په سل افغانۍ تمامېږي او چاته په څو میلیارده ډالره.

لکه څنگه چې لوږه او تنده د خوړو او اوبو د خوند په وړاندې زموږ د ذایقې حساسیت زیاتوي، همدا ډول محرومیتونه او مجبوریتونه هم د سیروټونین یا بالاخره د خوشحالۍ لپاره زموږ لارې خلاصوي. برعکس، هماغسې چې مړښت او سېرابي د خوړو او اوبو خوند کموي، ډېر ناز و نعمت هم د خوشحالۍ لارې سختوي. که یو وزیر خپل زوی ته نوی ماډل موټر اخلي او یو یتیم ماشوم د پالش په پیسو ځان ته زوړ سایکل رانیسي، نو تاسې داسې فکر مه کوئ چې د وزیر د زوی په قسمت به زیاته خوشحالي رسېدلې وي.

د سیروټونین هغه اندازه چې زوړ سایکل یې د یوه یتیم په مغز کې جوړوي، ښایي نوی ماډل موټر یې د وزیر د زوی په بدن کې جوړ نکړي. ځکه خو ښایي یتیم د وزیر تر زوی ډېره خوشحالي تجربه کړي. هغوی چې په رنگارنگ لذتونو مین دي او ژوند په زوره د سادگۍ او مینې له مداره باسي، صرف خپل ځان ته د خوشحالۍ لارې سختوي او په خپل مغز کې په زوره د سیروټونین سرچېنې وچوي. رحمان بابا رښتیا ویلي دي چې: خوښي هر چېرته د غم په اندازه وي د هغوی به څه خوښي وي چې بې غم دي؟ #احسان_درمل

Related Articles

په کاري چاپېريال کې د ښو اړيکو لارې چارې او ارزښت

انسان له ماشومتوبه په شعوري او غير شعوري توګه زده کړې کوي. کله چې ځوان شي، کار کوي، ملګري پيدا کوي او همکاران لري. کاري او کورني چاپېریالانو سره توپير لري او انسان ته ښايي، چې په دواړو محیطونو کې د اړيکو په ارزښت پوه اوسي او ښې اړيکې وپالي. په دې لنډه لیکنه کې به تاسو په کاري چاپېریال کې د ښو اړيکو په ارزښت پوه شئ.  کله چې تاسو د خپلو همکارانو احت...

تاریخ هخامنشیان، سراسر فضاحت است!

تاریخ هخامنشیان، سراسر فضاحت است! خبرگزاری تقریب حسین شایگان، مورخ و پژوهشگر، اعتقاد دارد که هرآن چه که در بارهء تمدن و فرهنگ دورهء هخامشیان در منابع تاریخ ایران، نوشته شده، اصالت علمی ندارد و تاریخ هخامنشیان، چیزی جز فضاحت نیست. به گزارش حوزهء فرهنگ و هنر خبرگزاری تقریب، در بارهء دوران هخامنشیان، کتاب‌های بسیاری در ایران و جهان منتشر شده که اکث...

راجع به نامه ی زرغونه منگل

راجع به نامه ی زرغونه منگل مصطفی عمرزی زرغونه منگل در میان بهترین گوینده گان اناث افغان که پس از سقوط طالبان از فرصت ها، مثبت استفاده می کردند، قرار دارد. رادیو آزادی، یک بخش بزرگ شهرت خویش را مدیون زرغونه منگل است. ما در موارد مختلف، در جا هایی که از مهارت گوینده گان اناث افغان، صحبت به میان آمده، از زرغونه منگل، همیشه یاد کرده ایم. افزون بر سلا...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...