د یوه صحـابي ځینې پوښتنې سـتر پیغمـبرﷺ داسي ځواب کـړې

H
Hasibullah Ashna
Author
Jun 21, 2022
3 years ago
1,997 views
د یوه صحـابي ځینې پوښتنې سـتر پیغمـبرﷺ داسي ځواب کـړې

 

اې پيغمبره ﷺ! په کوم شي ګناه بښل کيږي؟

رسول الله ﷺ : په اوښکو، عاجزۍ او ناروغۍ سره.

 

زه غواړم چې ستر عالم شم، څه وکړم؟

رسول الله ﷺ : تقوی' غوره کړه، عالم انسان به شې.

 


غواړم چې شتمن شم، څه وکړم؟

رسول الله ﷺ : قناعت کوه، مالدار به شې.

 


غواړم چې یو نېک انسان اوسم؟

رسول الله ﷺ : خلکو ته ګټه رسوه.

 


غواړم چې عادل انسان شم؟

رسول الله ﷺ : کوم څه چې ځانته خوښوې، هغه نورو ته هم خوښوه

 


غواړم چې د اللهﷻ په دربار کې ځانګړی مقام ولرم؟

رسول الله ﷺ : ډېر ذکر کوه.

 


غواړمه احسان کوونکی واوسم؟

رسول الله ﷺ : اللهﷻ ته داسې عبادت کوه، ګويا ته هغه وينې يا داسې چې هغه تا ويني.

 


غواړم چې ايمان مې پوره اوسي، څه باید وکړم؟

رسول الله ﷺ : ښه اخلاق ولره.

 


غواړم چې د اللهﷻ تابع داره انسان شم؟

رسول الله ﷺ : فرايض په کلکه سره ونيسه(مه يې قضا کوه).

 


غواړم چې په قيامت کې په نور(رڼا) سره پاڅېږم؟

رسول الله ﷺ : پر خلکو له ظلمه ځان وساته.

 


غواړم چې اللهﷻ په ما رحم وکړي؟

رسول الله ﷺ : ته پر نورو خلکو رحم کوه.

 


په ګناهونو کې کمی غواړم؟

رسول الله ﷺ : په کثرت سره اِستغفار کوه.

 


غواړم چې د ښه عزت څښتن شم؟

رسول الله ﷺ : خلکو ته لاس نیول پرېږده(سوال، خیرات، او طامع مه کېږه).

 


څنګه مې روزي پراخه کړم؟

رسول الله ﷺ : تل په اوداسه ګرځه.

 


کوم شی د دوزخ اور سړوي؟

رسول الله ﷺ : روژه نيول.

 


کوم څيز د اللهﷻ غصه کموي؟

رسول الله ﷺ : په پټه صدقه او صله رحمي.

 


تر ټولو غټ بد کار کوم دی؟

رسول الله ﷺ : ناسمه رویه او بد اخلاقي.

 


تر ټولو ستره نیکي څه ده؟

رسول الله ﷺ : نېک اخلاق، عاجزي، په غم صبر او رضا بالقضی'.

 


غواړم چې زما ستر او پرده وشي؟

رسول الله ﷺ : ته له نورو خلکو پرده کوه.

 


له رسوايي او شرمندګۍ څخه خلاصيدل غواړم؟

رسول الله ﷺ : له زنا څخه ځان ساته.

 


څه وکړم، چې دعاوي مې قبولې شي؟

رسول الله ﷺ : حرام مه خوره.

 


د اللهﷻ له قهر څخه د ځان ساتل غواړم؟

رسول الله ﷺ : په خلکو باندې غصه مه کوه

 


غواړم چې په اللهﷻ او رسول الله ﷺ یې ګران شم؟

رسول الله ﷺ : کوم څه چې اللهﷻ او پيغمبر ﷺ ته یې ګران دي، هغه خپل محبوب جوړ کړه.

 


غواړم چې د قیامت پر ورځ اللهﷻ ته پاکيزه ور مخکې شم؟

رسول الله ﷺ : له جنابت وروسته سم دستي غُسل کوه

Related Articles

Apr 27, 2022
2,068 views

که ویده کېږئ، څراغ حتما مړ کړئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی    د ویده کېدو پر مهال انسانان بېلابېل خاصیتونه لري. دا ځانګړنې هم د ویده کېدو په چاپېریال او هم د ویده کېدو په ډول پورې اړه لري. څوک ناوخته ویده کېدل خوښوي څوک وخته، څوک په ښي اړخ پرېوځي، څوک په چپ او ځينې بېخي سرچپه پرېوځي. ددې...

Feb 10, 2021
2,567 views

په رواني لحاظ د روغو ماشومانو ځانګړنې

  ژباړه ـ ریاض مقامزی تاسو چې له خپلو ماشومانو سره هر ډول چلند کوئ او یا یې روزئ، مستقیماً د هغوی پر شخصیت او روان تأثیر کوي. یعنې ستاسو هره کړنه د هغوی پر روان ځانګړی اغېز لري. له ماشومانو سره په چلند، راکړه ـ ورکړه، خبرو او لوبو کې پوره غور او دق...

Jan 14, 2022
2,659 views

Afghanistan

landlocked multiethnic country located in the heart of south-central Asia. Lying along important trade routes connecting southern and eastern Asia to Europe and the Middle East, Afghanistan has long been a prize sought by empire builders, and for mil...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,678 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...