To start downloading books

Please sign in or create an account.

د سرېلانکا نړېدونکی اقتصاد؛ غریبو هېوادونو ته یو درس

د سرېلانکا نړېدونکی اقتصاد؛ غریبو هېوادونو ته یو درس

د سرېلانکا نړېدونکی اقتصاد؛ غریبو هېوادونو ته یو درس

 عبدالوافي نایبزی 

د سرېلانکا په اړه څومره پوهېږئ؟

تاسې که د نړۍ نقشه راواخلئ او ورته ځیر شئ، نو سرېلانکا د هند سمندرگي په منځ کې یو پروت ټاپو دی، چې په نږدې گاونډ کې ورسره له هنوستان پرته بل هېواد نه‌شته دی. سرېلانکا په ۱۹۴۸ز کې له انگستان څخه خپلواکي واخیسته، د مذهب له اړخه په‌کې۷۰سلنه بوداپرست، ۱۲.۶ سلنه هندوان، ۹.۷سلنه مسلمانان او ۶.۲ سلنه کاتولیکان دي. د دې کوچني هېواد د ۲۲مېلیونه نفوس له منځه ۸۱.۵ سلنه نفوس کلیوالي او ۱۸.۵ سلنه نفوس ښاري دی. سرېلانکا د پراخو شنو سیمو، لوړو غرونو، چای کښت او ښکلیو معبدونو لرلو له‌امله په نړۍ کې شهرت لري، سرېلانکا نورې نړۍ ته چای، کافي، رخت، ربړ او کوپره/ناریال صادروي او په‌دې وروستیو کې د نړۍ د سیلانیانو پام هم وراوښتی‌وو، چې دې هېواد ترې ښه عاید هم درلود. 

کیسه له کومه ځایه خرابه شوه؟

په ۱۹۴۸ز کې له خپلواکۍ اخیستو تر ۲۰۱۹ز پورې هېڅ خبره نه‌وه، خو په ۲۰۱۹ز کې د سرېلانکا اقتصادي کړکېچ د خپل تاریخ تر ټولو بدې مرحلې ته ورسېد، د دې اقتصادي کړکېچ لاملونه په سرېلانکا کې لوړ انفلاسیون، د ارزي زېرمو کمېدل، د طبي توکو واردېدل کمېدل او تر څنگ يې د ژوندانه د لومړنیو توکو د نرخونو لوړوالی په گوته شوی‌دی. تاسې ته به جالبه وي، چې د سرېلانکا حکومت د خپل هېواد د اقتصادي سقوط لاملونه کرونا او د ۲۰۱۹ز کال بمي چاودنې په گوته کوي، وايې د کرونا له کبله يې ټورېزم په ټپه ودرېد، چې د حکومت لوړ عاید یې له سیاحت یا ټورېزم څخه وو او په ۲۰۱۹ز کې د سرېلانکا هېواد په څو کلیساو باندې بمي بريدونه وشول، چې په پایله کې يې ۲۶۹ ملگي وگړي او ۸ بریدگر ووژل شول او له ۵۰۰ څخه ډېر ټپیان شول، خو د اقتصادپوهانو په اند د سرېلانکا حکومت له لوري د مالیاتو یو ناڅاپي کمول، د ډېرو پيسو چاپول او اداري فساد بیا د اقتصادي کړکېچ ستر لاملونه دي، چې د کرونا وبا او د ۲۰۱۹ز بمي برېدونو دا حالات لا پسې کړکېچن کړل. د کرونا له‌کبله په سرېلانکا کې ټورېزم ۷۲ سلنه، نړیواله سوداگري ۱۰ سلنه، له خارج څخه د پیسو راتلل ۷ سلنه او د بېرونۍ پانگونې څخه ورته نقدي عاید ۴۲ سلنه کم شوی‌وو. 

اوسني حالات څه ډول دي؟ 

لومړي وزیر يې تازه څرگندونو کې ویلي دي، چې حکومت يې اړ دی، چې د مامورینو د تنخوا ورکولو له‌پاره نورې پیسې چاپ کړي، خو اقتصادپوهانو يې په دې اند دي، چې انفلاسیون لا وار د مخه ۳۰سلنه وو، خو که نورې پیسې چاپ شي، نو انفلاسیون به ورسره ۴۰سلنو ته ورسېږي او قیمتي به لا پسې زور واخلي، چې دا په کُل کې د هېواد پر اقتصاد یو بل گذار دی. د ۲۰۱۹ز په پای کې د سرېلانکا ارزي ذخیره ۷.۶ مېلیارده ډالر وه، د ۲۰۲۰ز په مارچ کې ۱.۹ مېلیاردو ته راښکته شوه خو اوس‌مهال ورسره یوازې او یوازې ۵۰مېلیونه ډالر د ارزي شتمنۍ (پشتوانې) په توگه پاتې دي. او دا معلومه خبره ده، چې څومره د یو هېواد ارزي شتمنۍ Currency Exchange Reserves کمېږي، نو هومره به یې ورسره واردات کمېږي او په نړیوال بازار کې به ورسره د هېوادونو راکړه-ورکړه لږه وي. 

که څه هم د سرېلانکا حکومت ډېره هڅه وکړه، چې له هېواد د ډالر د وتلو مخ‌نېوی وکړي، او په‌دې اړه د وارداتو په اړه يې خپله لنډمهاله پاليسي داسې بدله کړه، چې د قیمتي توکو Luxury goods په واردولو يې بندېز ولگوو،  د کېمياوي سرو واردول یې بند کړل (سرېلانکا هر کال د ۷۰۰مېلیونو ډالرو سره واردوله)، او په غذايي توکو کې يې د «زرچوپې» پر وارداتو هم بندیز وضع کړ (هر کال يې کابو د ۷ مېلیونو ډالرو زرچوپه واردوله)؛ خو د اقتصادپوهانو په اند دا یې ځکه حل‌لاره نه‌وه، چې دا ټول تدابیر لنډمهاله دي او سرېلانکا یو اوږدمهاله اغېزمنې اقتصادي پالېسۍ ته اړتیا لري، چې له دې نړوونکو اقتصادي ستونزو څخه راوځي. 

د مرستو په اړه څه پلان دی؟

سرېلانکا اوس‌مهال ۵۱مېلیارده ډالر له نړۍ پوروړې ده. سږ کال باید ۷ مېلیارده بېرونی پور ادا کړي، همدارنگه هر کال باید همدومره پور تادیه کړي، تر څو قرض يې صفر شي، په هم‌دې خاطر يې د پیسو له نړیوال صندوق یا IMF څخه سږ ۳ مېلیارده ډالر د بېړني پور په توگه غوښتې دي. خو د پیسو نړیوال صندوق ورته ویلي، چې د دې پور غوښتنې د شرایطو پوره کولو له‌پاره اړ یاست، چې ټکس (مالیه) او هم‌دارنگه پر قرض سود لوړ کړئ. 

هم‌دارنگه نړیوال بانک ورسره ژمنه کړې‌ده، چې ۶۰۰مېلیونه ډالر پور به ورکوي. هندوستان بیا د څه کم ۲مېلیاردو ډالرو د پور ورکړې ژمنه کړې‌ده او تر څنگ يې سرېلانکا ته ۶۵زره ټنه سره او ۴۰۰زره ټنه تېل هم ورلېږي. تر څنگ يې د G7 غړیو هېوادونو (کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، انگلستان او امریکا) ویلی‌دي، چې دوی به د سریلانکا په پور باندې د سود د معافیت په اړه غور وکړي. 

تازه راپورونه ښيئ، چې حکومت يې ټول دولتي مامورین رخصت کړي‌دي، چې له کور څخه کار وکړي، په ټول هېواد کې تېل نه‌شته دی، محدود د تېلو پمپونه خلاص دي، چې وار پرې نه‌شته دی، د سرېلانکا مشهورې ورځ‌پاڼې Daily Mirror تازه لیکلي وو، چې په ټول هېواد کې ۱۱۰۰ ټنه پطرول او ۷۵۰۰ټنه ډيزل شتون لري، چې د هېواد د تېلو د یو ورځ خرڅ هم نه‌پوره کوي.

Related Articles

د انیمیا (د وینې د کمښت) مخنیوی

لیکنه: شکېبا نادري د انیمیا(د وینې د کمښت) مخنیوی   انیمیا(د وینې کمښت)چې ډېری خلک په ځانګړې توګه ښځې ورسره مخ دي. انیمیا(د وینې کمښت)په انسانانو کې د بېلابېلو ستونزو او ناروغیو لامل کېږي، لکه په ښځینه وو کې د مخ د پوستکي د خرابوالی، د مخ لکه کېدل، د مخ پر پوستکي د تورو خالونو پیدا کېدل، د فشار د ټیټوالی،  د ګنګسوالي او داسې نورو ناروغیو لامل ک...

مړینه (مرګ) وپېژنئ

ژباړه ـ وړانګه اکبر   مړینه له ټولو هغو بیولوژیکي دندو څخه یوه نه راګرځېدونکې او دایمي درېدنه ده، کوم چې د یو ژوندي ژوي ملاتړ په غاړه لري. د دماغي مړینې لفظ کله کله د مړینې د قانوني تعریف په توګه کارول کېږي. د پخوانیو ژوندیو ژوو پاتې شوني په نورماله توګه وروسته له مرګه رژېږي یا هم په تجزیه کېدو پیل کوي. مړینه یوه حتمي او نړیواله پروسه ده، چې بلاخر...

Point of View in Story

Stories can be told from different points of view; the point of view depends on who is telling the story. If the narrator is a character in the story, the pronoun in the text is usually "I". This is called first-person narrator. If the narrator is a voice that seems to to know what just one character is doing, then the point of view is called third...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...