نزاکتنامه

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 03, 2022
3 years ago
1,650 views
نزاکتنامه

نزاکتنامه
۱-که یو  چا مو تیلیفون دوه ځلې ځواب نکړ، په درېیم ځل زنګ مه وروهئ، ښايي هغه کوم مهم کار کې بوخت وي
۲-که چا رستورانت کې ډوډۍ ته میلمانه کړئ، قیمت بها خواړه او غذا فرمایش مه ورکوئ
۳-له خلکو دا پوښتنې مکوئ: ولې تر اوسه مجرد یاست؟ ولې ماشومان نلرئ، ولې کور نه اخلئ او ولې...؟
۴-که تاسو کومې ودانۍ او داسې بل ځای ته ننوځئ چې دروازه لري‌ او  ستاسو تر شا بل کس ولاړ وي، دروازه ورته خلاصه ونیسئ چې هغه هم ننوځي، په دې کار سره نه کوچني کېږی
۵-که له ملګري/ملګرې سره چېرې په سفر ځی او د موټر کرایه یې ورکړه، بل ځل هڅه وکړئ چې تاسو دا کار وکړئ
۶-تل د بل د نظر درناوی وکړئ، دویم نظر د یوې مسئلې د حل بدیل وي
۷-هېڅکله د خلکو په خبرو کې مه غورځوئ، اجازه ورکړئ چې خپلې خبرې خلاصې کړې. هاغسې چې وايي: ټولې خبرې یې واورئ او بیا یې چاڼ کړئ
۸-که په کوم ملګري مو ټوکې وکړې او هغه ته یې خوند ورنکړ، ټوکې مو بندې کړئ‌ او بیا یې مکوئ دا کار د دې ثبوت دی چې تاسو مقابل جانب ته درناوی لری
۹-هر چا چې درسره زیاته یا کمه مرسته وکړه، خامخا یې مننه وکړئ
۱۰-کله چې څوک ستایئ، د خلکو په مخکې او په عام محضر کې یې وستایئ، خو که انتقاد او نیوکه پرې کوئ، بیا یې خاص ځای کې وکړئ
۱۱-هېڅکله د چا په زیات وزن او چاقوالي ‌باندې خبرې مکوئ، ضرورت یې نشته
۱۲-کله چې څوک درته په خپل تیلیفون کې کوم تصویر ښکاره کوي، یوازې هماغه تصویر وګورئ او په تیلیفون کې نورې ګوتې مه وهئ. ښايي ځینې محرم اسناد یا تصویرونه وي چې تاسو یې باید ونه وینئ
۱۳-که کوم همکار یا ملګري درته وویل: زه نن ډاکټر ته ځم. دا پوښتنې مکوئ چې ولې ځئ، څه تکلیف لرئ؟ دا شخصي پوښتنې دي‌ او ممکن هغوی نا راحت شي. فقط دومره ورته ووایاست: روغتیا مو غواړم
۱۴-څومره درناوی او احترام چې د خپلې ادارې او دفتر مشر ته لرئ،‌ هماغومره د دفتر د یو عادي صفا کار درناوی او احترام هم وکړئ. له عادي کس سره ستاسو بد چلند، ستاسو شخصیت ټېټوي
۱۵-کله چې تاسو سره څوک خبرې کوي، په تیلیفون کې ګوتې مه وهئ، دا ډېر احمقانه کار دی
۱۶-که چا له  تاسو څخه مشوره نه وي غوښتې، په خپل سر مشورې مه ورکوئ
۱۷-له خلکو د عمر او معاش پوښتنه مکوئ
۱۸-هېڅکله د بل په کار کې کار مه لرئ
۱۹-چې پور مو واخیست، بېرته یې ژر خلاص کړئ، دا ستاسو رښتنولي ښيي
۲۰-که په لارې او کوڅې کې له چا سره خبرې کوئ،‌ خپلې تورې عینکې،‌ چې په لمر کې په سترګو کېږي، له سترګو لېرې کړئ. دا مقابل جانب ته ستاسو درناوی ښکاره کوي او خبرو کې مخامخ کتل مهم دي
۲۱-د بې وزلو په مخکې د خپلې شتمنۍ او ښه ژوند په اړه مه غږېږئ‌ او د هغو خلکو په مخکې، چې اولاد نلري، د خپل اولاد په اړه خبرې مکوئ.

جعفر هاند

Related Articles

Sep 19, 2021
4,523 views

یوه ښځه له خپل خاوند نه کومې تمې لرې؟

لېکنه: شکېبا نادري، يوه ښځه له خپل خاوند نه کومې تمې لري؟   اللهﷻ ښځینه او نارینه د یو بل د بشپړولو لپاره پیدا کړي دي. یعنې ښځه پرته له نارینه او نارینه پرته له ښځې نیمګړی دی، چې ښکاره بېلګه یې د ادم (ع) او بي بي حوا پیدا کېدل دي. اللهﷻ ښځه او نار...

Jul 08, 2020
4,017 views

غواړم لیکواله شم؛ خو څنګه؟

یوې خور په فېسبوک کې پيغام راته پرېښی و، لیکلي یې وو: «ډېری وخت غواړم يو څه وليکم او هغه څه چې ذهن کې يې لرم، کټ مټ یې لوستونکو ته وړاندې کړم؛ خو په خواشینۍ سره دا کار کوی نه شم، ځينې وخت کلمې رانه ورکې شي او کله هم وایم، څه چې لیکم، د لیکلو نه دي، پ...

Feb 04, 2022
2,327 views

د لاسونو رپېدل ددې وژونکو ناروغیو خبر راکوي!

ژباړه ـ رياض مقامزی   مختلفې ناروغۍ د انسان ژوند او روغتيا ګواښي. ددې ناروغيو د څرګندېدو او پېژندو لپاره ځينې علایم موجود وي. که دقیق ځیر شو، د لاسونو په شمول زموږ د بدن په بېلابېلو برخو کې د ناروغيو علایم ښکاري. که تاسو د لاسونو د رپېدو ستونزه لرئ،...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,689 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...