دا نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده

A
Arsalan
Author
Jul 17, 2022
3 years ago
2,120 views
دا نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده

په پورته انځور کې دا کوچنۍ انجلۍ پدې نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده، یوازې ګوري چې یو کس (سړی) رنځ او درد باسي او مرستې ته اړتیا لري.

که چېرې زمونږ ښه والی،

د نورو خلکو رفتار او رویې پورې تړلی وي . .

نو دا ښه والی ندی؛

بلکې یوه راکړه ورکړه (معامله) ده . . .

کیږي چې پتنګ شې او په هر ګل کیښنې . .

خو دا غوره ده چې مهربانه شې . . !!

وایي: هر کله مو چې زړه چا لپاره تنګ شو . . .

ورته وګوره؛ که نه ؤ، غږ ورته وکړه؛ که واېې نه اورېدل، دعا ورته وکړه . . .    

 

ښه والی:

یانې: درناوی هغو کسانو ته چې

هیڅ کار یې مونږ ته نه وي کړی

او کوم کار مونږ ته ونکړي.

یا نو ښه رفتار باید مونږ ورسره وکړو

یا به یو بل څوک دا کار وکړي . . .

 

ځینې انسانان:

هسې تل تورِن دي . . . !

تل ملامت دي . . . ؟ ؟ ؟

او . . .

ښه والی یې، ډېر ژر هېریږي.

که د انسان په وجود کې (۹۹۹) نیکۍ (ښه والی) وي . . . ،

او یوه (۱) بدي  وي . . . ،

لومړۍ شمېرې ته خلک نابینا دي،

کاڼه دي، وړانده دي . . . !

خو؛

 دویمې شمېري لیدلو ته . . .

ښه هوښیار دي، ښه هوښیار دي، ښه هوښیار دي.

. . . . .

مننه بریالي اوسئ.

ژباړه او زیاتوَنه: عبدالرشید “صمد نجاب” 

Related Articles

Jul 01, 2021
3,875 views

د شنو چایو ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی په ټول افغانستان او په ځانګړي توګه پښتون مېشتو سیمو کې شین چای د هرې حجرې او دېرې رنګ جوړوي. د مېلمنو د قدر لپاره حتمي ده، چې چای ورکړل شي. مګر ډېر کم خلک د شنو چایو پر ګټو او زیانونو پوهېږي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع بحث شوی....

Dec 21, 2021
2,091 views

ټاقل څه ډول ازموینه ده؟

ډېری وخت چې د سکالرشيپونو معلومات خپروو نو هلته د انګليسي ژبې د ټافل ازموينې سند غواړي او بېلابېلې پوښتنې راځي چې ټافل ازموينه څه ده؟ ټافل څه وي؟ نن مو تاسو ته لاندې معلومات را ټول کړي دي چې د ټافل ازموينې په هکله دي.   ټافل که تاسو انګلیسي ژبي نه...

Mar 19, 2023
1,429 views

د کار په ساحه کی باید یو ساختمانی انجینر

🚫 د کار په ساحه کی باید یو ساختمانی انجینر  د لاندی کارونو تر سره کولو څخه ډډه وکړی.  👷یو ساختمانی انجینر باید د لاندی کارونو له تر سراوی څخه ډډه وکړی.:‌ ۱. د اوبو پایيپونه او د برق لاینونه باید د پایو له منځ څخه تیر نکړی  ۲. په سلبونو کی باید ۲۰...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,678 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...