دا کړنې مو شخصیت او حیثیت ته زیان رسوي

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 23, 2022
3 years ago
1,914 views
دا کړنې مو شخصیت او حیثیت ته زیان رسوي

که غواړئ شخصيت او حیثیت ته مو زیان و نه رسېږي؛ نو له دې کړنو څخه ځان وساتئ.

• همېشه د نورو په شخصي ژوند کې مداخله کول.
• په ناڅاپي ډول د نورو خبرې پرې کول.
• ناپاک ګرځېدل.
• کله چې څوک حاضر نه وي ورپسې خبرې کول. 
• همېشه په لوړ غږ خندل او ټوکې کول.
• پوچ او نامناسب الفاظ کارول.
• تل غوسه اوسېدل. 
• داسې پوښتنې کول چې په تاسو پورې هېڅ اړه و نه لري. 
• پر نورو ملنډې وهل.
• د نورو سپکاوی کول.
• پر مال او پوهې غرور کول.
• د نورو رټل او بې احترامي کول.
• په خبرو پسې ګرځېدل (تجسس)
• ضد کول.
• د نشه يي توکو کارول.
• نورو ته په زړه کې کینه ساتل.
• له وړو خبرو/مسایلو لوی جنجال جوړول. 
پورته کړنې ستاسو شخصيت ته سخت زیان رسوي او ټولنیز محبوبیت په مطلق ډول له منځه وړلای شي؛ نو د یو آګاه انسان په توګه له ذکر شوو کارونو څخه ځان وساتئ.

Related Articles

Nov 18, 2023
1,601 views

Vitiligoپیس مرض او اعلاج یی

Vitiligoپیس مرضپیس یو اوږدمهاله د معافیتي سیستم ګډوډي ده چې د پوستکي رنګ تغیروالي کوي سپین رنګ ته.د پوستکي د Dyschromiaڅخه عبارت دي چې په سپین رنګه اندفاعاتو باندې متصف دي او په کسبې ډول منځته راځي.د پیس مرض اندفاعات اعراض نلري او غیر التهابي وي لیکن...

Jun 17, 2022
1,686 views

ژغورونکی

حکايت دی، چې د سیند په غاړه ولاړ کس ناڅاپه یوه چیغه واورېده. یو څوک لاهو کېده او مرسته يې غوښته. ولاړ کس دریاب ته ودانګل، سړی يې بچ کړ؛ خو سا یې لا نه وه سمه شوې، چې د دوو نورو چېغې يې واورېدلې. ده هغوی هم له اوبو راوايستل وروسته يې يو بل کس او بيا څ...

Feb 21, 2021
5,605 views

د وینې ټيټ فشار؛ نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی له ګڼو نورو فکټورونو ور هاخوا ناروغۍ هغه څه دي، چې د انسان ژوند ګواښي. یو له دغو ستونزو د وینې ټيټ (ښکته) فشار دی. په دې لیکنه کې به تاسو د وينې د ټيټ فشار په اړه معلومات ولولئ. د وینې ټيټ فشار که په لنډ ډول یې ووایو، د وينې ټي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,975 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,202 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,185 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...