To start downloading books

Please sign in or create an account.

د وینې ټيټ فشار؛ نښې، لاملونه او درملنه

د وینې ټيټ فشار؛ نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

له ګڼو نورو فکټورونو ور هاخوا ناروغۍ هغه څه دي، چې د انسان ژوند ګواښي. یو له دغو ستونزو د وینې ټيټ (ښکته) فشار دی. په دې لیکنه کې به تاسو د وينې د ټيټ فشار په اړه معلومات ولولئ.

د وینې ټيټ فشار

که په لنډ ډول یې ووایو، د وينې ټيټ فشار (Hypotension) داسې یو حالت دی، چې د انسان زړه په کافي اندازه وينه نه پمپموي. دا حالت تقریباً ډېرو انسانانو ته ورپېښېږي. خو کله یې چې علایم ښکاره او بارز شي، په دې معنا ده چې وضیعت خطرناک دی، نو ژر تر ژره یې درملنه پکار ده.

کله چې د زړه او مغزو ترڅنګ د بدن نورو مختلفو غړو ته په مناسبه اندازه وینه و نه رسي نو د انسان بدن سم کار نه کوي.  همدارنګه پر له پسې د ټيټ فشار حالت کې ژوند تېرول ستاسو د فکري تمرکز قوت کمزوری کوي.

د وينې ټيټ فشار څو درجې وي؟

که څه هم په بېلابېلو وګړو کې دا درجه فرق کوي، مګر بیا هم له "۹۰" درجو ښکته ټيټ فشار بللای شو. په داسې وخت کې باید ژر تر ژره ددې درجې د پورته کولو په فکر کې شئ.

علایم

په ځينې مواردو کې د وينې ټيټ فشار ستاسو په روغتيايي حالت کې د یوې ستونزې ښکارندويي کوي. له همدې امله د وینې د ټيټ فشار علایم پېژندل مهم دي، تر څو ستونزه پر وخت حل شي. ځينې عمده علایم عبارت دي له:

ـ سر ګرځېدل 

ـ بې هوښي

ـ زړه بدوالی

ـ په سترګو تیاره راتلل

ـ د فکري تمرکز له لاسه ورکول

ـ ستړيا

ـ د سترګو توروالی ورک کېدل

لاملونه

په عمده توګه د وینې د ټيټ فشار لاملونه په لاندې ډول دي:

ـ امیندواري

ـ د زړه ناروعۍ

ـ په بدن کې د اوبو کمښت

ـ په غدو کې اختلالات

ـ شدید عفونت

ـ د ځينو درملو اغېز 

ـ د وينې بهېدل

ـ آنافیلاکسي (الرژيکي غبرګون)

ـ په غذايي رژيم کې د مغذي موادو کمښت

درملنه

مهمه خبره دا ده، چې تاسو باید ډاکټر ته ولاړ شئ، تر څو ستاسو ناروغي معلومه کړی. خو وړاندې له دې چې ډاکټر ته ولاړ شئ، کولای شئ له ځینو ساده تګلارو ګټه واخلئ ترڅو فشار مو عادي حالت ته راشي.

لومړی ـ د لیمو شربت

که تاسو په کور کې لیمو او یا هم نارنج درلود نو بختور یئ. ژر تر ژره په یوه ګیلاس کې د لیمو او مالګې شربت جوړ کړئ او ناروغ ته یې ورکړئ. په لنډه موده کې به یې ستونزه حل شي. 

 دویم ـ د اوبو څښل 

لکه څرنګه چې مو پورته یادونه وکړه، د اوبو کمښت ستاسو د وینې فشار ټيټولای شي نو که همدا یې علت وي د اوبو څښل ستاسو فشار عادي حالت ته ګرځولای شي. د فشار د ټيټېدو په وخت کې هڅه وکړئ، چې ډېرې اوبه وڅښئ.

درېيم ـ له پښو ګټه اخيستل

روغتيا پالان یو بل وړانديز هم کوي. کله چې فشار مو ټيټېږي کوښښ وکړئ د خپلو پښو لاندې بالښت کېږدئ او د سر طرف مو د پښو په پرتله ټيټ پرېږدئ. دا کار مو فشار کنټرولولای شي. یا هم کولای شئ خپلې پښې دېوال ته کېږدئ، په دې توګه به د پښو طرف د سر په پرتله پورته شي.

Related Articles

بې خوبي او هېښوونکي روغتيايي ستونزې

انسان د ژوند په اوږدو کې استراحت او منظم خوب ته اړتيا لري. که تاسو په مناسبه اندازه خوب و نه کړئ، له ګڼو وژونکو ناروغيو سره به مخ شئ. انسانان په خاصه توګه ځوانه طبقه د بنډارونو، مطالعې، بوختياوو، ستونزو او نورو بېلابېلو عواملو له کبله بې خوبي کوي. يا هم په کافي اندازه خوب نه کوي، چې ددې کار تاوان ډېر زیات دی. کوښښ وکړئ په مناسبه اندازه خوب ولرئ، تر...

د خوشحاله خلکو ځانګړنې؛ تاسو هم خوشحاله اوسېدلای شئ!

د خوشحاله خلکو د خوښۍ راز څه دی؟ تاسو به فکر کوئ، چې هغوی ډېرې پیسې لري او هر څه چې یې زړه وغواړي ترلاسه کوي يې. که تاسو په همدې نظر یئ باید پوه شئ چې په غلطه یئ. هېڅکله هم مه هېروئ؛ خوښي کوم ځای نه دی، چې څو ورشئ او نه هم کوم څيز دی، چې ترلاسه یې کړئ بلکې خوشحالي یو ذهني حالت دی، چې جوړول غواړي. که تاسو هم غواړئ خوښ اوسئ، لیکنه تر پايه ولولئ.  د...

سعودي عربستان د ملک فهد پوهنتون

#پیرزوینهد سعودي عربستان د ملک فهد پوهنتون King Fahd University of Petroleum & Minerals (KFUPM) سکالرشیپونو خبرتیا: د ملک فهد پوهنتون په مجموع کې په نړیوال رینکینګ کې 160#، ولې په Patents کې 3#، په پټرولیم انجنیري کې 4# او همدارنګه په کیمیاوي انجنیري کې #46 مقام لري. د ټايمز نړيوال درجه بندي لمخې په عرب ريجن کې اول مقام لري. نوموړي سکالرشیپونه په...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...