To start downloading books

Please sign in or create an account.

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته.

یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي.

د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروسته د کوټې ښار په یوه ځايي روغتون کې د نوموړي څلور ساعته جراحي عملیات وشول.

 

بلوچستان کې د بولان طبي پوهنتون مرستیال مشر او مشهور نیورو سرجن ډاکتر نقیب الله اڅکزی وايي، د عثمان کاکړ لومړنیو سيټي سکن معایناتو کې پر سر له ټپي کېدو مخکې د وینې لوړ فشار، دماغي سکتې یا کومې بلې دغه ډول ناروغۍ علایم نه دي لیدل شوي.

 

بل لور ته پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نور سیاسي مشران ادعا کوي چې عثمان خان کاکړ په پاکستان کې د ملکي برلاسي ملاتړی و او په سیاسي مسایلو کې یې د څارګرو ادارو او پوځيانو پر لاسوهنه برالا نیوکې کولې، چې له همدې کبله په نښه شوی دی.

 

د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاالله لانګو وايي، "د هېواد دښمنان د هغه د مړینې په هکله ناسم پوهاوی رامنځته کول غواړي." د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال خان بیا وايي، حکومت د پېښې څېړنې لړ کې د عثمان خان کاکړ له کورنۍ سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

 

د جون پر ۱۷ څه پېښ شول؟

 

د عثمان خان کاکړ کورنۍ د کوټې ښار په شهباز ټاون نومې سیمه کې مېشت دي. په کور کې پر سر له ټپي کېدو وروسته نوموړی کور ته نژدې یوه شخصي روغتون ته لېږدول شوی و، خو داسې کوم توضیحات نه شته، چې ښاغلی کاکړ څنګه ټپي شوی و.

 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مرستیال سکرتر یوسف خان کاکړ بي بي سي ته په دې هکله وویل، پر هغه ورځ چې عثمان خان کاکړ کور کې و، له یوې ۱۱ کلنې ماشومې او یوې ښځې پرته نور هېڅوک یې کور کې نه وو. د نوموړي په وینا عثمان خان کاکړ او ماشومه د کور په لاندیني پوړ کې وو او ښځه په پورتني پوړ کې وه.

 

نوموړی زیاتوي عثمان خان کاکړ د ارام کولو لپاره یوې خونې ته تللی او ماشومه هم هغه شېبه هلته نه وه، چې له بهره کور ته ننوتو کسانو پرې برید کړی.

 

د بلوچستان مشهور نیورو سرجن ډاکتر نقیب الله اڅکزي له صوبايي وزیر میر ضیاءالله لانګو او د روغتیا له صوبايي سکرترې ډاکتر ربابه بلیدي سره ګډې خبرې غونډې ته وویل چې له شخصي روغتونه په ټیلیفون کې ورته وویل شول، چې عثمان خان کاکړ د بې هوښۍ په حال کې وروړل شوی دی.

 

د نوموړي په وینا: "ما ته وویل شول چې سر یې سخت ټپي دی، سیټي سکن معاینه ښيي چې سر کې یې وینه غوټه شوې، د جراحۍ لپاره سملاسي چمتو شئ." د نوموړي په وینا د شپې اته بجې وې، چې عثمان خان کاکړ د یوه بل شخصي روغتون عملیات خونې ته راوړل شو "پر کالیو یې د کانګو نښې وې، چې پر سر له ټپي کېدو وروسته معمول دی او بیا انسان بې هوښه کېږي."

 

نوموړی زیاتوي "ما یې د ګلاسګو کوما سکېل له مخې دماغي حالت وکوت، چې د عادي انسانانو کچه تر ۱۵ درجو رسېږي، خو وروستۍ کچه یې درې ده، چې د مړینې حالت دی او د عثمان خان کاکړ حالت څلور درجې و، یانې له مړینې یوازې یوه درجه کم. "

 

ډاکتر اڅکزی زیاتوي: "د سترګو تورو یې هېڅ خوځښت نه درلود، خو سا یې اخیسته، په سیټي سکن کې یې دماغي پاړسوب زیات ښکارېده." د نوموړي په وینا داسې حالت کې سملاسي جراحي عملیات اړین وي، ځکه تجربه کار ډاکتران عملیاتو ته چمتو شول.

 

ډاکتر اڅکزی وايي، د عثمان خان کاکړ له سره یې د وېښتو له پاکولو وروسته ولیدل چې پر سر یې یو پڅ ټپ موجود دی. نوموړی وايي: "داسې ټپ ګڼ عوامل لري، خو مخکې ګومان شوی و، چې عثمان خان کاکړ د دماغي سکتې له کبله له غورځېدو وروسته پر سر ټپي شوی، خو په سټي سکین کې د دماغي سکتې هېڅ علایم نه وو. نوموړی ډاکتر وايي، د عثمان خان کاکړ دماغ ته ډېر زیان رسېدلی و، بهر راوت، له همدې کبله مو اضافي پرده ورته کېښوده، چې خوندي وساتل شي او وینه ورته ورسېږي."

 

د ډاکتر اڅکزي په وینا، د ګهیځ تر نژدې یوې نیمې بجې پورې جراحي عملیات بشپړ شول او له هغه وروسته نوموړی د یوه بل روغتون جدي څارنې څانګې ته ولېږدول شو. نوموړی وايي، د ګهیځ تر څلورو بجو هلته و او "ګهیځ اووه بجې بیا ورغلم، فیزیکي غبرګون یې تر یوه حده ښه و، موږ هیله من شوو، چې که همداسې وي، راتلونکو څو ورځو کې به یې د دماغ پاړسوب کم شي، خو راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د عثمان کاکړ روغتیايي حالت بېرته خواشینوونکی شو."

 

ډاکتر اڅکزی وايي "موږ ته چې د هغه کومه طبي مخینه راکړل شوې وه، هغه تایید شوې نه وه، بلکې د (روغتون هغو مسلکي کسانو) په لاس راکړل شوه، چې د کورنۍ غړي یې نه وو."

 

ډاکتر نقیب الله اڅکزی وايي، د فلج حملې په صورت کې ناروغ د سر له متوسط ټپ سره مخامخ کېږي، خو د عثمان خان کاکړ قضیه کې د فلج، وینې نریوالي یا وینې فشار شواهد نه دي لیدل شوي.

 

د ډاکتر اڅکزي په وینا، د عثمان کاکړ کورنۍ غوښتل چې نوموړی د درملنې لپاره کراچۍ ته ولېږدول شي او د معایناتو لپاره کورنۍ غړو ته مواد ورکړل شول، چې د خپلې خوښې له لابراتواره یې پایلې تر لاسه کړي. عثمان خان کاکړ، د کراچۍ په اغا خان روغتون کې وفات شو او له هغه وروسته د عدلي طب لپاره جناح پوسټ ګریجویټ طبي مرکز ته ولېږدول شو.

 

د بلوچستان روغتیا صوبايي سکرترې ربابه بلیدي بیا د کورنیو چارو له وزیر سره مشترکه خبري غونډه کې د همدې طبي مرکز د رپوټ په تړاو وویل، چې د عثمان خان کاکړ پر بدن د زور زیاتي هېڅ نښې نښانې نه دي لیدل شوې.

 

د عثمان خان کاکړ د جنازې مراسمو کې د وینا پر مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د ښاغلي کاکړ زوی خوشحال خان کاکړ او یو شمېر نورو ګډونوالو وویل: "د عثمان خان کاکړ مړینه طبیعي نه ده، بلکې وژل شوی دی."

 

دوی تور پورې کړ چې "د دې وژني مسؤل هغه دوې څارګرې ادارې دي، چې عثمان خان کاکړ یې په ژوند نومونه یاد کړي وو."

 

محمود خان اڅکزي وویل "که څوک انصاف وکولای شي، موږ کولای شو ورته ووایو، چې عثمان خان کاکړ ته څنګه ګواښونه کېدل او څنګه یې کور ته کسان ورغلل او برید یې پرې وکړ."

 

د نوموړي په خبره، عثمان خان کاکړ په ژوند ویلي وو، چې که ده ته یا یې د کورنۍ کوم یوه غړي ته څه پېښه ورسېږي، دوې څارګرې ادارې به یې مسؤلې وي.

 

بل لور ته د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال خان له خبریالانو سره مرکه کې وویل، د عثمان خان کاکړ زوی یو یا دوه ځله دا خبره یاده کړې، چې پلار یې وژل شوی او باید څېړنه وشي. نوموړی زیاتوي، بلوچستان حکومت چمتو دی چې د پېښې څېړنه وکړي‌: خپل، خپلوان دا اړتیا ویني چې باید څېړنه وشي، نو بلوچستان حکومت داسې هر اقدام ته چمتو دی.

 

موږ دوی ته وویل چې د کورنیو چارو اداره به تاسو سره اړیکه ونیسي او که تاسو ورسره اړیکه کې اوسئ، هم ښه ده، موږ هر هغه اقدام ته چمتو یو چې دوی پرې ډاډه شي، دې کې هېڅ بله خبره نه شته.

 

له دې مخکې د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر یوې خبري غونډې ته وویل: "یوه لور ته موږ له یوه ستر مشره محروم شوو، خو بل لور ته د هېواد دښمنان غواړي په دې مناسبت ناسم پوهاوی رامنځته کړي."

 

د کورنیو چارو صوبايي وزیر د پاکستان پوځ مننه وکړه او په وینا یې "د عثمان کاکړ له کورنۍ سره د هغه هر ډول درملني لپاره دوی (پوځیان) تماس کې وو، زموږ هغه ادارې چې زموږ دښمنان تورونه پرې لګوي، د عثمان خان کاکړ د درملنې ټول انتظامات یې کړي وو."

بي.بي.سي

Related Articles

سوفوکلیس لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  لکه د نورو ډېرو علومو د ادبیاتو بنسټ هم په یونان کې ايښودل شوی دی. لرغوني یونان داسې پاخه لیکوال، فیلسوفان او شاعران درلودل، چې آثار یې آن تر ننه لوستل کېږي او لوی ادبي ارزښت لري. ډرامه یو هنري ادبي ژانر دی، چې ددې ژانر د لیکنې لړۍ هم له لرغوني يونانه پيلېږي. د ډارمه لیکونکو په سرلارو کې یو روښانه نوم "سوفوکلیس دی، چې په دې ل...

د اتومي پېښې پر وخت څه کول پکار دي؟

شمېرنې ښيي چې د روسیې او اوکرايین ترمنځ روان کړکېچ سره سم د وګړو په منځ کې د هستوي بریدونو اندېښنې زیاتې شوې دي، په انټرنېټ کې خلک د هستوي بریدونو او له دې بریدونو څخه د پېښېدونکو زیانونو او ځان ساتنې لارو چارو په تړاو د پخوا پرتله زیات لټون کوي.  په یوه زدکړنیز لابراتوار او یا هم د سرطان درملنې یوه روغتون کې د یوې راډیواکټیف مادې له تویېدنې څخه ن...

زکام د مخنیوی لپاره ۵ اسانه لاری

د زکام د مخنیوی لپاره ۵ اسانه لاری! د زکام عام اعراض تبه، د سر درد، وچ ټوخۍ، د عضلاتو درد،  بندو درد، د ستونې درد او د پزې څخه د افرازاتو بهیدل دی، هر کال په میلینونو انسانان په زکام اخته کیږی چی د یوی هفتی په جریان کی دوباره جوړیږی مګر د یوشمیر خلکو د مرګ سبب هم کیږی. هغه ۵ لاری چی د زکام په مخنیوی کی مهم رول لری: #واکسینهرکال د زکام ضد واکسین...

Recommended Articles

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...