د غازي امان الله خان ځینې ویناوې

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 20, 2022
3 years ago
3,804 views
د غازي امان الله خان ځینې ویناوې

له انګليسي ښکېلاک څخه د ازادۍ اخيستونکي (غازي امان الله خان) ځینې مهمې ویناوې

- تر څو چې مېرمنې باسواده نه شي سالم ماشوم ټولنې ته نه شي وړاندې کولی.
- که د خپل پلار لاس مې هم په ناحقه وینو سور وي نو چوکۍ به یې یوې خواته کړم او مجرم ته به سزا ورکړم.
- زموږ هېواد ناروغه دی راځئ چې موږ د یو طبیب دنده ادا کړو او د خپل هېواد درملنه وکړو.
- نالوستی ملت هیڅکله خپلواک نه شي پاتې کېدلای.
- که تاسې عالمان او پوهان شئ هېڅوک ستاسې په حقونو تجاوز نه شي کولی.
- ستروالی په قدرت کې نشته؛ بلکې د ستاسو په هوښیارۍ او سپېڅلتیا کې دی.
- قلم په لاس کې واخلئ او تعلیم وکړئ.
- که تاسې عالمان او پوهان شئ هېڅوک ستاسې په حقونو تجاوز نه شي کولی.
- خدای پاک هغه چا ته خپلواکي ورکړي چې لټون یې کوي.
- ملت د یو ناروغ حیثیت لري او پاچا د یو طبیب که چېرې د ناروغ درد دوا نه کړي نو طبیب نه دی.
- تر ټولو با شرفه خدمت د خپل هېواد لپاره د عسکرۍ خدمت دی. ما ته تر ټولو با عزته زما عسکر دي؛ همدوی دې هېواد ته خپلواکي بخښلې ده او ددې هېواد رښتیني بچیان دي.
- ما تر مړينې وروسته هلته (افغانستان) یوسئ ځکه چې په ژوند مې د خپل هېواد کتل په نصیب نه شو؛ مګر زما تابوت هندوکش، پامیر او بلخ ته ویسئ. ځکه چې دغه درې نومونه به د ټولو نړېوالو پوښتنو، ځواب ووایي.‌

ټولونه - ریاض مقامزی

Related Articles

Oct 22, 2021
2,236 views

د جملې ځانګړتياوې

ليکنه ـ رياض مقامزی مونږ د خپلو خبرو ليکلو پر مهال تل له جملو څخه کار اخلو، هڅه کوو چې مخاطب ته يو څه ور انتقال کړو. د همدې په خاطر د ښو جملو جوړولو لپاره اړينه ده، چې د جملې پر ځانګړتياوو بحث وکړو. په پښتو ژبه کې د جملې ځانګړتياوې په دې ډول دي:...

May 06, 2022
2,237 views

وچه مېوه

لیکنه ـ وړانګه اکبر   وچه مېوه هغه مېوه ده چې په کې د شته اصلي اوبو ډېری برخه یې یا په طبیعي ډول یا د لمر د وړانګو په واسطه او یا دځانګړو وچوونکو ماشینونو په کارولو سره له مېنځه وړل کېږي. وچه مېوه د کارولو له مخې یوه اوږده مخینه لري او له میلاد څخه...

May 29, 2023
2,624 views

د ساختمان سنګکاری

سنګکاريد ډیرې پخوا زمانې څخه تیږې د ساختماني مادې په دود د ودانیو، پلونو، استنادي دیوالونو په جوړولو کې کارول کیږي، د مسالې سره د تیږو څخه د دیوال جوړولو ته سنګ کاري وايي.په سنګارۍ کې د هغه تیږو څخه ګټه اخیستل کیږي چې قطرونه یې د 25-40 سانتي متر پورې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,796 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,155 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,076 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...